Pashto Philosophy
Register
Advertisement
Ibn rushd1

ابن رشد

محمد بن احمد بن رشد اندلسی چې ۱۱۱۲هجری سپوږمیز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې دی. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې.

زده کړې[]

ابن رشد خپلې زده کړې د حقوق او رنڅپوهنې په ځانګو کې ترسره کړې. او د ډېرې مودې لپاره د سویل او کوردوبا\قرتبه په ښارونو کې پاتې شوې دی.

دندې[]

ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېېرې مودې لپاره پاتې شوې.ابن رشد محمد بن احمد بن رشد اندلسی ۱۱۱۲هجری سپوږ میز کال په ننۍ اسپانیا کې زېږېدلې. او په ۱۹۸هجری سپوږمیز کال مړ شوې دی . ابن رشد خپلې زده کړې د حقوق او رنڅپوهنې په ځانګو کې ترسره کړې. او د ډېرې مودې لپاره د سویل او کوردوبا\قرتبه په ښارونو کې پاتې شوې دی. ابن رشد د قضا په سپېڅلې دنده هم د ډېرې مودې لپارهپه غاره درلود . ابن شد ځینی ځانگړی فلسفی عقاید درلوده لکه دا چی هغوی د بقای ماده و د خدای تعالی سره د یو بل ابدی شی باندی اعتقاد در لوده. هغه ویله چی کله نا کله فلسفه د دین سره تضاد او تناقض پیدا کوی . ابن رشد یوه سنی مسلمان او مالکی مذهبه و خو دخپل د فلسفی عقایدو په جرم د دینی عالمانو له خوا په کفر با ندی تورن سوی و. د اروپای او عیسوی مذهبی عالمانو (پاپانو) له خوا هم په کفر تورن سوی و. په غربی هیوادنو کی د هغوی فلسفه د ( ابن رشدیسم ) او یا ( اوروئسیسم ) په نامه نو میالی سوی دی . هغه کوشش کوله چی د ارسطویی فلسفه پر اسلام با ندی تطبیق کری . خو هغه خپله د قران شریف په باب ځانگړی فکرونه در لو ده چی د هغوی د (فصل المقال )په کتاب کی را غلی دی . ځنی کسان وایی چه د اسلام له نظره دغه یوه کفر کونکی کتاب دی . په هره توگه ابن رشد په نړیوال کچه کی یوه نامتو او مشهور فیلسوف دی . د جرمنی مشهور لیکوال (دانته) په خپل نومیالی کتاب کی چی د ( الهی کمدی ) په نا مه مشهور دی ابن رشد نه په ډېره درناوی سره یا دونه کړی دی . او همدا رنگه د غربی هیوا دونو نومیالی نقاشان د هغوی لرغونی انځورونه جوړرکړی دی . چی دوه انځورونه یی هم دلته راوستل سوی دی . سربیره پر دا د هغوی د ژوند په باب ډېر کتا بونه او ناولی لیکل سوی دی او شاهین یوسف د هغوی د ژوند سینمایی فیلم هم جوړرکړی دی . په 8318 عیسوی کال کی په اسمان کی یوه کوچنی سیاره هم د دوی په نوم باندی نوماند سو . ( مهندس داود عطایی قندهاری )

له مړينې وروسته اغیزې[]

[[انځور:Averroes closeup.jpg|thumb|فرسک د آتن ښوونځې د رافائل اثر، د انځور هغه برخه چې ابن رشد پكې شتون لري]]

  • د ابن رشد مجسمه تر نن ورځې پورې د اسپانيا په كرتبې (قرتبه)‌ ښار كې شته.
  • رافائل، د اېټاليې نامتو انځورګر ابن سينا په خپلو انځورونو كې انځور كړې.
  • دانته په خپل مشهور كتاب "الهی كامډي" كې ده ته اشاره كوي.
  • خورخه لوئیس بورخس يو لنډه كيسه د "د ابن رشد لټون" كې ليكي: چې دده په لټه كې د كاميډي او تراژيدۍ په لټۀ كې دى.
  • جیمز جویس په خپل مشهور كتاب اولیس كې ده ته په لنډ ډول اشاره كوي.
  • او شخصیت اصلی فیلم "سرنوشت" به کارگردانی یوسف شاهین است.
  • دده په نامه په اسمان كې يوه سياره "۸۳۱۸ ابن رشد" نومول شوې ده.

مهم كتابونه يې:[]

  • د ارستو د كتابونو شرحې او لنډيزونه:
  • د ما بعد الطبيعة كتاب شرحه او لنډيز (الميتافيزياء).
  • د البرهان يا الأورغنون د كتاب شرحه او لنډيز.
  • د المقولات شرحه (قاطيفورياس).
  • تلخيص كتاب الأخلاق.
  • د السماع الطبيعي كتاب لنډيز.
  • شرح كتاب النفس.
  • د كتاب القياس شرحه.

او د مهمو ليكنو څخه يې يو څو په لاندې ټول دي:

  • مقالة في العقل.
  • مقالة في القياس.
  • مقالة في اتصال العقل المفارق بالإنسان.
  • مقالة في حركة الفلك.
  • مقالة في القياس الشرطي.

نور مشهور كتابونه يې:[]

  • كتاب الكليات.
  • كتاب "التحصيل" د علماو د مذهبونو د اختلاف په اړه.
  • كتاب "الحيوان".
  • كتاب "المسائل" په فلسفه كې.
  • كتاب "بداية المجتهد ونهاية المقتصد" په فقه كې.
  • كتاب "جوامع كتب أرسطاطاليس" په طبيعياتو او الهياتو كې.
  • كتاب "شرح أرجوزة ابن سينا" په رنځپوهنه كې.‏

سرچینې[]

آی کتاب (برداشت آزاد)



مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي
Advertisement