Pashto Philosophy
Register
Advertisement

thumb|ابن سينا Template:فيلسوف-مالوماتبکس

ابو علي سينا چې له آره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيكه نوم يې سينا ؤ. دې په درې سوه اويا هجري سپوږميز كال، چې د ۹۸۰زېږيز كال سره سمون خوري، د سامانيانو د واكمنۍ په دوره كې د بخارا د افشنې په كلي كې وزېږېد. سينا څه كم و زيات ۱۱۵- ټوكه كتابونه ليكلي چې په بېلابېلو علومو كې دي، زياتره كتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو كې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونكي خدمتونه كړي. د ابن سينا مشهور كتاب (كتاب القانون) نومېږي چې په رنځپوهنه كې يې ليكلې دى.

ژوند[]

د ابو علي سينا بلخي اصلي نوم حسين دى، پلار يې عبدالله او د نيكه نوم يې سينا ؤ. دې په ۳۷۰ درې سوه اويا هجري سپوږميز كال د سامانيانو د واكمنۍ په دوره كې د بخارا د افشنې په كلي كې وزېږېد. دده كورنۍ له آره د بلخ ولايت وه. عبدالله ابن سينا د ابو علي ابن سينا پلار د سامانيانو د حكومت د يوه مامور په توګه په بخارا كې كار كاوه. وروسته يې هلته واده وكړ، او د دوه زامنو پلار شو، چې لوى زوى يې همدغه حسين ابن سينا ؤ. دې په ۴۲۸ څلور سوه اته ويشت هجري سپوږميز كال په همدان، چې په هغه وخت كې د افغانستان يو ښار ؤ وفات شو. ابن سينا يو نوموتې عالم، فلسفي او رنځپوه ؤ چې په ځينې كتابونو كې د ابو علي سينا، ابن سينا او بوعلي سينا په نومونو سره ياد شوې دى. په ځينو سرچينو كې يې نوم له لقبونو سره داسې راغلې دى: حجه الحق شرف الملك شيخ الرئيس ابو علي حسين بن عبدالله بن حسن ابن علي بن سينا البخاري. ابن سينا د ډېرو ليكنو څښتن دى، چې شفا په فلسفه او منطق كې او د قانون كتاب يې په رنځپوهنه كې د يادولو وړ دي. ابن سينا په فلسفه او منطق كې د فارابي ځايناستې ګڼل كېږي، هغه ددې لپاره چې ابن سينا زياره افكار او آرا له فارابي څخه اخيستې دي، ده تل دا هڅه كړې، چې په هغه څه چې د ارسطو او افلاتون له كتابونو څخه پرې ندې پوهېدلې د خپل ښوونكي ابي نصر الفارابي له ليكنو څخه ګټه پورته كړي. ډېرو ځايو كې د فارابي نظريات او راى مبهمې او نامالومې دي، چې د ابن سينا د لوړو افكارو په واسطه يې شننه شوې او په عامه ژبه نورو پوهانو ته وړاندې كړي دي. لكه څرنګه چې ابن رشد د ارسطو د ښوونځي د فلسفې شننونكې دى، همدارنګه ابن سينا هم د فارابي د اسلامي فلسفې شنونكې دى. زياتره فلسفيان د فارابي د افكارو تحليل د ابن سينا د ليكنو په رڼا كې كوي، ځكه چې ددواړو اسلامي فلسفيانو په نظرياتو او افكارو كې ډېر زيات نږدېوالې شته، لكه څرنګه چې فارابي د پېر او وخت له امله مخكې تېر شوې، دارنګه ابن سينا د بيان او يو څه په روښـانولو كې له هغه څخه مخكې دى. همدارنګه په اسلامي تمدن كې د حكمت او فلسفې له ټولو څخه ستر استازې شمېرل كېږي. دده اهميت د اسلامي فلسفې په تاريخ كې ډېر زيات دى ځكه چې دده تر وخته پورې هېڅ يو مسلمان فلسفي ونشواى كړاى ترڅو د فلسفې ټولې برخې چې په هغه پېر كې د ټولو علومو مور ګڼل كېده په خپلو ليكنو كې په ساده او روښانه سبك سره تر غور او څېړنې لاندې راولي. دې لومړنې او ستر مسمان فلسفي ؤ چې دا كار يې ترسره كړ. د ابن سينا په زده كوونكيو كې د ابو عبيد جوزجاني، ابو الحسن بهمنيار، ابو منصور طاهر اصفهاني او د ابو عبدالله محمد بن احمد المعصومي نومونه چې هريو يې د خپل وخت او پېر نوموتي پوهان ول، د يادولو وړ دي.


د ابن سينا ژوندليك د جوزجاني له خولې[]

پلار مې عبدالله د بلخ څخه ؤ، چې د ساماني واكمن نوح د منصور د زوى په پېر كې بخارا ته راوكوچېد، چې په هغه وخت كې د اسلامي تمدن زانګو وه. پلار مې ساماني واكمنۍ په ديواني دفتر كې كار پېل كړ او د افشنه په نامه كلي كې يې زما مور ځانته په نكاح كړه. د مور نوم مې ستاره وه. زه د صفرې په مياشت كال ۳۷۰هجري لمريز كال له خپلې مور څخه وزېږېدم. نوم يې راباندې حسين كېښود. پلار مې څه موده پس بخارا ته وكوچېده، په هغه ځاى كې يې زه ښوونكيو ته وسپارلم ترڅو قرآن كريم او ادب زده كړه. د ژوند لسم كال په پاى ته رسولو سره مې قرآن كريم او ادب كې لوړ مقام ته ورسېدم تردې بريده چې زما ښوونكي زما پوهې ته اريان پاتې شول. په هغه وخت كې د ابو عبدالله په نامه يو كس بخارا ته راغې، او د هغه وخت علوم يې زياتره زده ول. پلار مې دا سړې خپل كورته راوست ترڅو وكړاې شم له هغه څخه يوڅه زده كړم. كله چې نوموړې زموږ كور ته راغې نو ما د اسماعيل زاهد څخه فقه زده كوله چې د هغه د غوره زده كوونكيو څخه وم، او په بحث او جدل كې چې د هغه وخت د پوهانو صفاتو څخه ول پوره برلاسې درلود. نوموړي عالم ماتهمنطق او هندسه را زده كړه، او د اساغوجي مشهور منطقي كتاب مې ورڅخه زده كړ.نو څرنګه چې يې زه په زده كړه كې ښه وليدم، نو زما پلار ته يې سپارښتنه وكړه چې له زده كړې څخه پرته يې په بل كوم كار ونه لګوي. او پرما يې هم تاكيد وكړ چې له زده كړې څخه پرته بل كار غور نكړم. ما خپل فكر په هغه څه چې زما ښوونكي ماته ويل مصروفاوه او خپل ذهن به مې د هغه څه په څېړنه اچوه. او هغه څه چې به مې ښوونكي ماته راښودل له هغه څخه ښه زده كول تردې چې منطق مې د هغه څخه زده كړ، او په دې فن كې له خپل ښوونكي څخه برلاسې شوم. كله چې زما ښوونكې له بخارا څخه ولاړ نو ما د الهياتو او طبعياتو علومو په زده كړه لاس پورې كړ. او لږ څه وروسته د رنځپوهنې علم ته مې لاس واچاوه. هغه څه چې مخكينيو حكيمانو ليكلي ول، ټول مې په دقت سره ولوستل. څرنګه چې د طب علم له ستونزمنو علومو څخه نه ؤ، نو په لږه موده كې لوړو پوړيو ته ورسېدم، ان تردې چې د رنځپوهنې زياتره لويو لويو پوهانو ماته ماته مخ راواړاوه او له ما څخه يې زده كړې پېل كړې. ما به ناروغانو درملنه كوله او يونيم كال مې پدې دنده كې تېر كړ. پدې موده كې لږې شپې به تېرې شوې وي چې په ويښه مې نه وي تېرې كړې، او لږې ورځې به تېرې شوې وي، چې له لوست پرته مې په بل كار تېرې كړي وي. د ابن سينا قبر لدې وروسته مې الهياتو ته مخه كړه او د ارستو د مابعد الطبيعه په نامه كتاب مې ولوست، مګر چندان پرې پوه نشوم. په همدې ډول مې نوموړې كتاب ۴۰ ځلې ولوست او په يادو مې زده شو، مګر د نوموړي كتاب په مطلب پوه نشوم. له ځان څخه نااميده شوم، او ځان ته به مې ويل چې ولې پدې پوه كې لاس رسې نه لرم. يوه ورځ ماذيګر د كتابپلورلو په بازار كې ګرځېدم، كتاب خرڅوونكې مې وليد چې څو كتابونه يې په لاس كې نيولي ول، او اخيستونكي پسې ګرځېده. زما څخه يې وغوښت ترڅو ورڅخه كتابونه واخلم. ما هم ورڅخه د ابو نصر فارابي مابعد الطبيعه نومې كتاب واخيست. كله چې كور ته ورسېدم بې له ځنډه مې په لوستلو پېل وكړ، او د مابعد الطبيعه چې مخكې پرې نه پوهېدم او له كړاوونو سره مخ ؤم حقيقت ته ورسېدم. د لوى توفيق په نصيب كېدو سره ډېر خوشاله ؤم، نو سبا ورځ مې د څښتن تعالى په لار كې ښه پرېمانه صدقه وركړه. پدې وخت كې زه ۱۷ كلنۍ ته داخل شوې ؤم چې له ۳۸۷هجري لمريز كال سره يې سمون كله چې زه ۱۸ كلنۍ ته ننوتم نو د منصور زوى نوح سخت ناروغه شو، د وخت رنځپوهان يې له درملنې څخه عاجزه شول، نو څرنګه چې ما په رنځپوهنه كې ښه نوم ګټلې ؤ زه يې دربار ته وروستلم او د نوح په درملنه مې پېل وكړ. ما د نوح درملنه وكړه او روغ رمټ شو. له هغه څخه مې وغوښتل ترڅو اجازه راكړي د هغه په كتابتون كې څېړنه وكړم. ډېر كتابونه مې هلته وليدل، چې د ډېرو يې چا نوم هم نه ؤ اورېدلې او ما هم ترهغه وخته نه ؤ ليدلي، و ددې كتابونو له مطالعې څخه مې ډېره ګټه ترلاسه كړه.

څه موده پس مې پلار لدې نړۍ وكوچېد. او زما ژوند يې له كړاوونو سره مخ كړ. له بخارا څخه د خوارزم ګرګانج ته ولاړم. څه موده هلته په عزت سره واوسېدم. د هغه ځاى د امير ته مې لار پېدا كړه. او د څو كتابونو په ليكلو برلاسې شوم. مخكې لدې مې هم په بخارا كې څو ټوكه كتابونه ليكلي وه. پدې وخت كې د نړۍ حالات خراب شوې وه. نو ناچاره له ګرګانج څخه بهر راووتم، او يو څه موده هسې اخوادېخوا وګرځېدم. ګرګان ته ورسېدم او يو څه موده هورې پاتې شوم، او يو څو كتابونه مې وليكل. ابو عبېد جوزجاني په ګورګان كې زماڅنګ ته راغې.

ابو عبيد جوزجاني وايي: دا وه هغه څه چې زما ښوونكي د خپل تېر حال په اړه ماته ويلي ول. څرنګه چې زه د په هغه خدمت كې شوم. او د ژوند ترپايه همهغه سره وم. ډېر شيان مې له هغه څخه زده كړل. او د هغه ډېر كتابونه مې وليكل. ښوونكې مې پس له څه مودې رې ته ولاړ او د مجد الدوله په خدمت كې چې د هغه ځاى واكمن ؤ او د تورې ټوخلې په ناروغۍ اخته ؤ درملنه وكړه. وروسته لدې څخه د قزوېن په لور وخوځېد او له هغه ځاى څخه د همدان په لور وخوځېد او د يوه اوږدې مودې لپاره هورې پاتې شو. په همدې ښار كې ؤ چې د شمس الدوله ديلمي د وزارت په منصب ونازاوه. په همدې موده كې يې د (قانون) په نامه كتاب وليكه او د شفا په نامه ست كتاب يې هم زما په غوښتنه وليكه. كله چې شمس الدوله له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې نو د هغه زوې يې ځايناستې شو، ابن سينا د هغه د وزارت څوكۍ ونه منله، نو لدې كبله يې پدې پهانه چې هغه د اصفهان له واكمن سره اړيكې لري زندان ته واچول شو او ۴ مياشتې موده يې هلته تېره كړه. او په زندان كې يې ۳ كتابونه وليكل. له زندان څخه راوتو څخه وروسته يوڅه موده په همدان كې پاتې شو تردې چې د دروېشانو په جامه كې له ښاره بهر راووت او د اصفهان په لورې وخوځېد. زه، د هغه ورور او دوه كسه نور ورسره د لارې ملګري وو. وروسته له ډېرو كړاوونو اصفهان ته ورسېدو. د اصفهان واكمن علاء الدوله زما ښوونكي ته په ګرمۍ سره ښه راغلاست ووايه او د هغه پلونه يې ډېر د قدر وړ وګڼل. او تل مدام به يې هغه له ځان سره په هر حال سفر، حضر، جګړه، او سولې كې له ځان سره ساته. سينا په همدې ښار كې د شفاء كتاب بشپړ كړ او په ۴۲۸هجري لمريز كال د هغه سفر په ترڅ كې چې له علاء الدوله سره يې د همدان په لورې كاوه ناروغ شو او د همدان په ښار كې يې له دې نړۍ سترګې د تل لپاره پټې او په همهغه ښار كې خاورو ته وسپارل شو.

سينا د نورو فلسفيانو په اند[]

علامه شهرستاني د ابن سينا په اړه داسې وايي: ابن سينا په فلسفه كې ډېر ژور لرليد لرولو، او د ناقدانه رائى لرونكې ؤ. امام غزالي بيا هغه په پوهه ذيركۍ كې د فارابي انډول ګڼي. ډي اولېري ابن سينا د ختيزو فلسفيانو له ټولو څخه ستر فلسفي ګڼي . الفرېډ هيوم په خيال له ابن رشد څخه مخكې ابن سينا د عربو د فلسفي افكارو غوره استازې ګڼل كېږي. چارج سارټن وايي چې ابن سينا د مسلمانانو نوموتلې فلسفي او غوره رنځپوه دى. دانګه د مصر مشهور فلسفي لطفي جمعه د ابن سينا په اړه داسي وايي: ابن سينا د فلسفې د عقل لپاره راپېدا شوې دى.

د ابن سینا ليكنې[]

ابن سينا د يو ويشتو كلو په عمر په ليكنو پېل وكړ، د زياتره تاريخ ليكونكو د رواياتو له مخې ده تر سل ټوكه زيات كتابونه او كتابګوټي ليكلي دي. د كابل چاپ د اريانا دايره المعارف ليكلي دي چي د پوهانو د هغه اثار ۲۲۰ كتابونه او كتابګوټي ښودلي چې د هغې له جملې څخه سل ټوكه خطي او چاپي اثار اوس هم موندل كېږي. لدې وجې چې د ابن سينا د اوسېدو په پېر كې عربي ژبه د علم او پوهې ژبه وه، نو ځكه د نوموړي رنځپوه زياتره ليكنې په عربي ژبه ليكل شوي دي، چې وروسته بيا نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. د ابن سينا ليكنې په لاندې ډول ډلبندي كوو:

ساپوهنه[]

كله چې ابن سينا په خپلو ليكنو كې د اروا (نفس) كلمه استعمالوي مراد يې روح دى.

  • د ناطقې نفس پېژندنه
  • د اروا (نفس) په اړه د خلكو اختلاف
  • د بدن سره د اروا اړيكې
  • اروا پوهنه (عمل النفس)
  • د اروايي قواوو څېړنه

فلسفه[]

  • الحكمه: دا كتاب د منطق، ختيزو فلسفو او تصوف اړه دى.
  • شفا: دا كتاب چې ۱۸ ټوكه لري پر څلورو لويو برخو لكه منطق، طبيعيات، رياضيات او الهياتو وېشل شوې دى چې په حقيقت كې يو لوى فلسفيي دايره المعارف دى.

دا كتاب د ابن سينا په ليكنو كې له ټولو څخه زيات پېژندل شوې او غوره كتاب دى، ددې كتاب موضوع مشايي فلسفه ، او ددې كتاب د ليكلو كال ۴۱۰هجري سپوږميز كال دى. د كتاب په لومړي سر كې د ابو عبېد عبدالرحمن محمد جوزجاني خبرې چې د ليكوال د موخې روښانه كوي چې د ارستو له رايو څخه اغيزمن دى يادونه شوې. د منطق څانګه په نهو او هر فن په څو مقالو كې دى. سرليكونه يې په دې ډول دي: ۱- اساسات،

۲- مقولات

۳- باري آرمنياس

۴- قياس

۵- برهان

۶- مغالطه

۷- شعر

دا څانګه د ټولګي ۴ ټوكه په بر كې نيسي.

  • نجات: دا هم فلسفي كتاب دى او د الشفاء د كتاب لنډيز بلل كېږي.
  • الاشارات والتنبیهات: چې زياتره د منطق او حكمت د كتاب لنډيز بلل كېږي.


شمېرپوهنه[]

  • رسالة الزاوية
  • مختصر إقليدس
  • مختصر الارتماطيقي
  • مختصر علم الهيئة
  • مختصر المجسطي
  • رسالة في بيان علّة قيام الأرض في وسط السماء، طبعت في مجموع (جامع البدائع)، في القاهرة سنة 1917م.

طبيعي[]

  • رسالة في إبطال أحكام النجوم
  • رسالة في الأجرام العلوية وأسباب البرق والرعد
  • رسالة في الفضاء
  • رسالة في النبات والحيوان

رنځپوهنه[]

File:QANON FI TeB.png

قانون فی الطب

  • كتاب الأدوية القلبية
  • كتاب دفع المضار الكلية عن الأبدان الإنسانية
  • كتاب القولنج
  • رسالة في سياسة البدن وفضائل الشراب
  • رسالة في تشريح الأعضاء
  • رسالة في الفصد
  • رسالة في الأغذية والأدوية
  • قانون: دا كتاب د رنځپوهنې په اړه دى، چې په پينځه ټوكو كې ليكل شوې. په ختيز او لوديز كې يې زيات شهرت درلود. په لاتيني ژبه هم ژباړل شوې دى. دا كتاب تر نولسمې زېږيزې پېړۍ پورې په اروپايي پوهنتونو كې تدريس كېده.

ټنګټكور[]

  • مقالة جوامع علم الموسيقى
  • مقالة الموسيقى
  • مقالة في الموسيقى

د ابن سينا فلسفه[]

  1. اروا او نفس

ابن سينا اروا د انسان د جسم څخه بېله او خپلواكه بولي، چې همدا د اسلام توضېح شوې موضوع ده. ده د اروا د خپلواك وجود د اثبات په اړه يو شمېر كتابونه او كتابګوټي ليكلي چې مشهور يې دا دي: ۱- د ناطقې نفس پېژندنه.

۲- د اروا (نفس) په اړه د خلكو اختلاف.

۳- د بدن سره د اروا اړيكې.

۴- اروا پوهنه (عمل النفس).

۵- د اروايي قواوو څېړنه.

كله چې ابن سينا د اروا (نفس) كلمه استعمالوي مراد يې روح دى.

پدې دې اړه دې داسې وايي: څوك چې د يوه شي پېژندنه غواړي په لومړي سركې بايد د هغه شي وجود ثابت كړي. كه نه د صحيح او سمې لارې څخه به اووښـتې وي. ځكه نو پرموږ لازمه ده چې لومړې د اروايي قوې موجوديت ثابت كړو. وروسته يې پېژندنه محدده او څېړنه يې وكړو. ابن سينا د اروا او نفس د پاېښت د عقيدې طرفدار دى او لكه چې اسلام وايي، په هغه ډول دې هم ارا د جسم څخه بېل موجود بولي يانې كله چې انسان مړ شي، اروا يې ژوندۍ او موجوده وي. او درك كولاى شي. دې عقېده لري چې: انسان د ژوند په هره مرحله كې كه څه هم نشه يا په خوب كې وي، يا د بې هوښـۍ په حالت كې وي، اروا خپل موجوديت درك كوي. ځكه نو د مرګ وروسته هم د (خوديت) درك موجود وي.

  1. واجب الوجود

څښتن تعالى واجب الوجود دى او ټول موجودات د هغه د ارادې لمخې پېدا شوېدي. څښتن تعالى د قرآن كريم د ياسين سپېڅلي سورت په آخر كې داسې فرمايي: ژباړه: هركله چې (ځښتن تعالى) اراده وكړي (د يو شي د پېدا كولو لپاره) او وفرمايي چې (جوړ) نو هغه (جوړ) شي. سپېڅلتيا ده (الله تعالى) لره چې (د هر شي) واكمني يې په لاس كې ده، او ټول شيان هغه ته ورګرځېدونكي دي. د الفلسفه العربيه ليكوالان الفاخوري او خليل الجر د ابن سينا د كتاب (النجات) په حواله موجودات پر دوو برخو ويشلي دي: ۱- واجب الوجود ۲- ممكن الوجود

لومړې: واجب الوجود هغه موجود دى چې نه شتون يې ناشوني وي. دويم: ممكن الوجود: هغه موجود دى، چې شتون او نه شتون يې شوني وي.

د واجب الوجود شتون او وجود اړين دى، مګر د ممكن الوجود شتون كېداى شي چې وي او كېداى شي چې نه وي، يانې د ممكن الوجود شتون او نه شتون شونې دى.

ابن سينا واجب الوجود هم په دوه ډوله ويشي:

۱- واجب الوجود بالذات

۲- واجب الوجود بالغير

لومړې: واجب الوجود بالذات د خپل ځان څخه خپل ځانته وي، د نه شتون فرضيت يې ناشونې او ناممكن دى. واجب الوجود بالذات هغه لومړنۍ مبدا ده (يانې څښتن تعالى) چې هر موجود د هغه دوجود څخه وجود پېدا كوي. د واجب الوجود بالذات ټول صفات بالعرض يانې ذاتي دي، مثلا واجب الوجود بالذات (واحد) دى. ځكه چې دا جائزه نه ده چې تر يوه واجب الوجود بالذات ، زيات موجود وي. ځكه كه دواړه شيا په خپل وجود كې مساوي او متلازم وي، د خپل وجود د خارج څخه يو علت ته اړتيا لري ، نو په هه صورت كې هغه دواړه واجب الوجود بالغير دي، نه واجب الوجود بالذات. ابن سينا وړاندې وايي: واجب الوجود بالذات (څښتن تعالى ) مطلق (خير) او مطلق (كمال) دى، چې هېڅكله زوال نه مومي، ځكه هغه شې چې د نيستۍ او زوال لورې ته درومي د شر او نقص څخه خالي نه وي(يانې مخلوقات). واجب الوجود بالذات په ټوله ماناى سهر حقيقت دى، ابن سينا د الله تعالىلپاره ټول هغه صفات چې په قرآن عظيم كې بيان شويدي لكه د اخلاص په سپېڅلې سورت كې اود قرآن كريم د (ليس كمثله شئ). مفهوم يا د ياسين دمباركې سورې آخري برخې او ځينې نور آياتونه له روحيې سره برابر په فلسفي انداز بيان كړي دي. دويم: واجب الوجود بالغير:

ابن سينا وايي چې: واجب الوجود بالغيرهغه دى چې د بل شي د وجود له كبله د ( وجوب) حالت غوره كړي، د ساري په توګه: د ۴ عدد پخپل ذات كې واجب الوجود نه دى، اما د ۲+۲ په صورت كې يې د څلووالي پاېله واجبېږي. (چې همدا واجب الوجود بالغير دى).

دويم: واجب الوجوب بالغير تصوف: د ابن سينا د (الاشارات و التنبيهات) د كتاب اخرتي درې څپركۍ د تصوف په اړه دي، چې لومړۍ برخه يې د نېكمرغۍ (سعادت)، دوهمه برخه يې (مقامات العارفين)، درېيمه برخه يې د (اسرار الآيات) چې د اولياء الله د كراماتو په اړه يې تفصيل وركړې دى. ابن سينا د اروا او نفس د خوند (لذت) د ډولو په اړه وايي: خوند حسي خوند نه دى، ځكه چې باطني خوندونه تر ظاهري خوندونو ډېر لوړ دي او د باطني خوندونو څخه ډېر ښه عقلي خوندونه دي. هرشې چې د عقلي خوند سره وي هغه كمال دى، چې مدرك ته حاصلېږي.

ابن سينا د عارفانو په اړه داسې وايي:په دې نړۍ كې د عارفانو لپاره مقامات او درجې شته، چې يواځې دوې لپاره ځانګړې دي، او د نورو لپاره نشته، د هغو ځينې كارونه ظاهر او ځينې پټ دي. او هغه خلك چې دوي نه پېژني د ټولو څخه منكر دي. او هغه چې دوي پېژني د عارفانو كارونه لوړ بولي. ابن سينا د زاهد، عارف او عابد په منځ كې داسې توپير كوي: هغو خلكو چې د دنيا د خوښيو او شيانو څخه اعراض كړې دى زاهدان دي. هغه چې عبادت كوي، عابدان دي، هغه چې فكر يې د سپېڅلي مقام او د هغه د جلال، جمال او جبروت ته وي، او تل په دې انتظار كې وي، چې پرده باندې به د حق نور وځلېږي عارفان دي.



د ابن سيا شعرونه[]

ابن سينا په شعر ويلو كې هم لوى لاس درلود، چې زياتره شعرونه يې په عربي او دري ژبو يې ويلي دي. په علمي مسايلو كې يې بوللې هم ويلې دي، چې مشهوره قصيده يې د قصيده العينيه په نامه ده.

ابن سینا در شعر نیز دستی داشته و اشعار زیادی به زبان عربی سروده‌است و حتی منظومه‌هایی مثل قصیده ارجوزه در مسایل علمی ساخته‌است. اشعاری نیز به زبان فارسی از او روایت کرده‌اند که برخی از آن‌ها به نام دیگران نیز آمده‌است و با توجه به اسلوب و معانی آن‌ها باید در انتساب این اشعار به ابن سینا تردید روا داشت. ما در اینجا، برای آشنایی مختصر با اشعار ابن سینا، گزیده‌ای از مستندترین آنها را می‌آوریم: <poet> Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:پایان شعر <poet/> □ Template:شعر Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:ب Template:پایان شعر

Template:شعر Template:ب Template:ب Template:پایان شعر

Template:شعر Template:ب Template:ب Template:پایان شعر

Template:شعر Template:ب Template:ب Template:پایان شعرTemplate:شعر Template:ب Template:ب Template:پایان شعرTemplate:شعر Template:ب Template:ب Template:پایان شعر از شیوه نگارش کتاب‌های علمی و فلسفی ابن‌سینا و اشعار عربی او که مشهورترین آن‌ها قصیده عینیه روحیه است به خوبی می‌توان توانایی و تسلط او در شاعری و سخنوری در ادبیات عرب را دریافت. اشعار فارسی‌ای که به ابن‌سینا نسبت داده‌اند، روی هم رفته ۲۲ قطعه و رباعی در ۶۵ بیت می‌شود، ولی در صحت انتساب آن‌ها به وی تردید کرده‌اند.[1]

thumb|left|200px|دید داخلی آرامگاه ابن سینا.

اخځليكونه[]

  • بیهقی، پورفندق، تتمه صوان الـحكمه، بخش زندگی‌نامه خودنوشت و اضافات ابوعبید جوزجانی
  • مطهری، مرتضی، خدمات متقابل اسلام و ایران
  • اموزش و دانش در ایران
  • د مصري ښ.ډ. محمد احمد جاد درسي لېكچرونه. د فلسفې او عقيدې د څانګې رييس ، نړېوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد*اسلامي فلسفيان
  • د اسلام فلسفه، ليكوال: ډي اوليري.
  • الفلسفه الاسلاميه، ليكوال: الشيخ الكامل محمد محمد عويضه، دار الكتب العلميه، بيروت- لبنان*اسلام اور فلسفه، سعيد اختر مكتبه علم و ادب، اردو بازار- لاهور
  • [www.fa.wikipedia.org| پاړسي ویکیپېډیا]


ar:ابن سينا az:İbn Sina bat-smg:Avėcena bg:Авицена bn:ইবন সিনা br:Avisenna bs:Ibn Sina ca:Avicenna cs:Avicenna cy:Avicenna da:Avicenna de:Avicenna el:Αβικέννας en:Avicenna eo:Aviceno es:Avicena et:Ibn Sīnā eu:Avizena fa:ابوعلی سینا fi:Avicenna fr:Avicenne gl:Avicena he:אבן סינא hr:Ibn Sina hu:Avicenna hy:Ավիցեննա id:Ibnu Sina is:Avicenna it:Avicenna ja:イブン=スィーナー ko:이븐 시나 ku:Ibn Sîna ky:Авиценна la:Avicenna lt:Avicena ms:Abu Ali Al-Hussain Ibn Abdallah Ibn Sina nl:Avicenna no:Avicenna pl:Awicenna pt:Avicena ro:Avicenna ru:Ибн Сина sah:Ибн Сина sh:Ibn Sina simple:Avicenna sk:Ibn Síná sr:Ибн Сина su:Ibnu Sina sv:Avicenna sw:Ibn Sina ta:இபின் சீனா te:ఇబ్నె సీనా tg:Абӯалӣ Сино tr:İbn-i Sina ug:Ibin sina uk:Авіценна ur:ابن سینا uz:Abu Ali ibn Sino zh:阿维森纳 وېشنيزه: مسلمان فیلسوفان

  1. Cite error: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Daneshname
Advertisement