Fandom

Pashto Philosophy

ابن طفیل

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ابن طفيل پوره نوم ابوبكر محمد بن عبدالملك بن محمد بن محمد الطفيل دى.

دې خالص عربي ځوځات څخه ؤ، نو ځكه ورته د اسلامي اندلس فېلسوف وايي. ده په شمېرپوهنه، رنځپوهنه، فلسفه، او شېر ويلو كې ښۀ وړتيا ترلاسه كړه. د يو څه وخت لپاره د غرناتې له حاكم سره شخصي سلاكار په توګه كار وكړ، او بيا د امي يوسف ابي يعقوب بن عبدالمومن (د مهدوي كورنۍ دويم امير ؤ، چې په ۵۸۰هجري سپوږميز كال ومړ) وزير او رنځپوه په توګه دندې ترسره كړې.

زېږېدنه سمول

د ابن طفيل پيداېښټ كال ۴۹۴هجري سپوږميز كال، چې له ۱۱۰۱ز سره سمو خوري ، د اش نومي سيمې كې زېږېدلې دى.

آش له غرناتې څخه څه كم ۴۰ څلوېښت ميله د شمال ختيځ په لور پروت دى.

فلسفي افكار او نظريات سمول

د فارابي او نورو مخكينيو فلاسفه ؤ په فلسفي افكارو تنقيد سمول

ابن طفيل د د خپلو هم عصره فلاسفه ؤ او پوهانو په اړه داې وايي: زموږ معاصرين كوم چې د له هغو متقدمينو څخه وروسته راغلي، هغوي خو يا مبالغه كوي، يا له اصلې موضوع څخه خبر نه دي. يا د هغوي اصلي حالات موږ ته مالوم نه دي. د ابي نصر الفارابي كوم كتابونه چې موږ ترلاسه كړي دي، ډېرې يې په منطقي مسائلو كې ليكل شوي دي. دده د فلسفې اړوند كتابونو كې زياتره شكوك او شبهات ليدل كېږي. ده د (مله الفاضله) كتاب كې دا په زبات رسولې چې له مرګ څخه وروسته به شريره نفسونه په ډېر تكليف كې تر يوې نه اټكل كېدونكې زمانې پورې پاتې وي.


مګر د (مدينه الفاضله) په نامه كتاب كې يې په صراحت سره ويلي دي، چې شرير نفسونه به معدوم او وركړ شي. البته بشپړو (كامل) نفوسه به تل ترتله ژوند په نصيب وي. لدې څخه وروسته د (اخلاق) په نامه كتاب كې يې د انسان د نېكمرغۍ په اړه يوڅۀ بحث كړې، او داسې ليكې چې دا نېكمرغي په همدې دنيوي ژوند كې ترلاسه كېداى شي. له دې څخه وروسته دده يو بل قول مخې ته راځي، چې وايي: له دې څخه پرته چې نور هرڅه دي، چټيات، بې مانا او هسې د زړو بوډاګانو كيسې دي. پدې ډول فارابي ټول مخلوق د څښتن تعالى له رحمت څخه مايوسه كړل. دا د هغه داسې خوېدنه ده، چې هېچېرې هم د بښلې وړ نده، او د كومې تلافي هم شونې نده. د نبوت په اړه دده فاسده عقايد دا دي، چې هغه (نبوت) د يو ځانګړي خيالي قوت پايله ده، له دې سره سره يې فلسفه په نبوت باندې په يو څو داسې امورو باندې غوره ګڼلې چې دلته يې روښانول اړين نه برېښِي.


د ابن سينا په فلسفې نيوكه سمول

دا هم وګورئ سمول

سرچينې سمول

مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1.jpg
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفيل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي

Also on Fandom

Random Wiki