Fandom

Pashto Philosophy

ابو منصور ماتریدي

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ابو منصور ماتریدي


د امام صېب د ژون حالات څه زیات روښانه نه دي، هغه په دې مانا چې دده په ژوند پوره رڼا نده اچول شوې، مګر دده آند و آند (افکار)، نظریات دده له لیکنو څخه په روښانه ډول ترلاسه کېدای شي. دده نظریات له ده څخه وروسته راغلیو شننونکو او لیکوالو په ښه توګه سره شاربلي او روښانه کړي یې دي. دده په لارویانو کې زیاتره حنفي مذهبه دي، او د امام اشعري زیاتره لارویان د شافعي رحمه الله د فقهې لارویان ول، او په غالب ګومان د احمد امین رایه هم دا ده چې: « اشعریانو او ماتریدیانو ترمنځ چې کوم مامولي اختلاف لیدل کېږي، هغه په اصل کې د امام شافعي رحمه الله او امام ابو حنیفه رحمه الله د اصولو پایله ده. (ظهر الاسلام- ۴ټوک)

امام ماتریدي د فقهې، اصول فقهې، او اصول الدین ستر عالم ؤ، ده د خپل پېر له سترو، سترو پوهانو څخه زدکړې ترلاسه کړې، چې له دې ډلې څخه د ابو نصر احمد بن عباس الصیاضی، ابوبکر احمد بن اسحق الجوزجاني محمدین مقاتل الرازی او نصر بن البلخي د یادولو وړ دي.

امام ماترېدي د امام ابو حنیفه رحمه الله د زیاتره کتابونو روایت له همدې سترو هستیو څخه د امام محمد پواسطه کړې. امام ماترېدي د ډېرو لیکنو څښټن پاتې شوې، اود یادولو وړ کتابونه یې مسلمان امت ته په میراث کې پرېښي دي، چې په دې ډله کې د امام اعظم الفقه الاکبر شرحه د یادولو وړ ده.


د امام ماتریدي افکار سمول

د امام ماتریدي په اړه مولانا شبلي نعماني وایی: عجیبه خبره خو دا ده، چې حنفي مذهب، چې په ټولو مذهبونو په نزد ستر او د لارویانو شمېره یې هم ډېره ده، او د ګروهو (اعتقاداتو) له مخې ماتریدیه دي، خو بیا هم په علم کلام کې د اشعریانو په وړاندې د ماترېدیانو شهرت لږ دی.

ددې لږ شهرت دا پایله شوه، چې نن سبا ډېری حنفي پوهان د اشاعره ګروهې لارویان دي، حال دا چې په پخوا وختو کې به یو حنفي اشعري کېدل د اریانتیا وړ خبره وه. علامه ابن الاثیر په تاریخ الکامل (۴۶۶هجري واقعاتو) کې لیکي چې دا ډېره عجیب خبره وه، چې څوک دی حنفي وي او بیا دې اشعري شي.


د امام ماترېدي په وړاندې لوی مسﺉلې پدې ډول دي: د اشیاؤ حسن او قبح عقلي دی. څښتن تعالی د چا له وسې څخه بهر هغه ته تکلیف نه ورکوي. څښتن تعالی ظلم نه کوي، او د هغه ظالم کېدنه ناشونې (مهال) ده. ایمان نه کمېږي، او نه زایاتېږي. انسان ته د خپلو افعالو قدرت او واک حاصل دی، او دا قدرت دده په افعالو کې پوره اغیز لري. د ژوند په ناامیدې کې هم توبه د منلو وړ ده. د پېنځه ګونو حواسو په ذریعه یو څیز محسوسول علم نه دی، بلکه د علم ذریعه ده.


سرچينۍ سمول

وېشنيزې: اسلام | لس امامان | حنفي پوهان | ماترېدي مذهب | نړیوال ادیان | متکلمین | عرب پوهان | د علم کلام پوهان | ماترېدي پوهان | فلسفه | ختیځ فیلسوفان | مسلمان فیلسوفان | اسلامي روڼ اندي | د اسلامی لارښودان

Also on Fandom

Random Wiki