Fandom

Pashto Philosophy

اخوان الصفا

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د عباسي خلافت په پير كې فلسفې يو ځانګړې او لوړ ځاى ترلاسه كړ. په ځانګړي توګه هغو رنځپوهانو، چې د رغونو پوهنو سره يې مينه لرله. پدې پير كې فلاسفه په الحاد او كفر تورن ول. له فلسفې سره تړاو د كفر په مانا ؤ.خليفه مامون الرشيد هم پدې تورنو خلكو راتلو، ځكه چې د همهغه په وينا د فلسفې ژباړه وعربي ژبې ته پيل شوه. لكه څرنګه چې ابن تيمييه رحمه الله د هغه په اړه وايي:

«زه نه منم چې څښتن تعالى به له مامون څخه بې پروا وي. بلكه پدې امت چې هغه كوم مصيبت رانازل كړې، ددې به ضروري له ده څخه بدله اخلي.»

د اخوان الصفا د ټولنې نامتو غړي سمول

د وخت د ناخوالو له امله فیلسوفان دې ته اړ ول چې خپل خيالات او اندواند پټ وساتي، دې كار لپاره به يې پټ او سري ګروپونه جوړول، چې له دې ډلې څخه (اخوان الصفا) د يادولو وړ ده.دا ډله فیلسوفان د څلورمې هجري پيړۍ په نيمايي كې په بغداد كې جوړه شوه. ددې ډلې پينځۀ غړي ول، چې نومونه يې په لاندې توګه سره دي:

د اخوان الصفا د غړو نومونه سمول

  1. ابو الحسن محمد معشر البتي، چې د مقدسي په نامه پېژندل كېده.
  2. ابو الحسن علي بن هارون الزنجاني
  3. ابو احمد المهرجاني
  4. العوفي
  5. زيد بن رفاعه

ددې ډلې غونډې به اكثره پټې جوړېدې. زياتره به په فلسفي بحثونو خبرې اترې كېدې.

د اخوان الصفا فلسفيانه مسائل سمول

د اخوان الصفا فلسفه په ۵۲ كتابګوټو كې راټوله ده، چې دا كتابګوټي يې په (رسائل اخوان الصفا) يادېږي. دې فلسفيانو خپل نومونه پټ ساتلي ول. دا ډله د اسلام د فلسفې ښكارندوي او استازيتوب كوي، لكه څرنګه چې دوي د خپل لومړني پوخوالي په حالت كې ول. ددې ډلې كتابګوټي په لاندې مسائلو كې ليكل شوي:

د موجوداتو مبادي او د كائناتو د اصولو په اړه يو نظر، د عالم بشپړېدنه، هيولى او صورت، طبيعت، د زمكې او اسمان څرنګوالې د زمكې كچه او د هغې بدلونونه، كون و فساد، علويه اثار، اسمان او د ستورپېژندنې پوهه او د معدنونو بشپړتيا، بوټپوهنه (علم نبات)، حيواني ځانګړتياوې، نطفه او له هغې څخه د انسان پېداېښت، د انساني ډانچې جوړښټ، حساس محسوس، عقل معقول، عملي او علمي صنايع، عدد او د هغې ځانګړتياوې، د ټنټكور هندسه، منطق او د هغهې ځانګړې، د اخلاقو اختلاف، د عدد طپيعت، د انسان عالم ستر دى، انسان كوشنې عالم دى اودا د ټولنپوهنې هنظريه د هربرټ سپنسر هم ده، اكوار، ادوار، څرنګوالې (ماهيت)، مينه او بعث، د حركاتو ډولونه، علل او معلولات، حدود او رسوم. په لنډ ډول دا كتابګوټي په شمېر پوهنې، (رياضياتو) طبيعياتو، فلسفه، الهياتو او معقولاتو په ځانګو كې ليكل شوي دي. دې كتابګوټو ته نظر اچولو څخه وروسته سړى پدې پوهېږي چې ليكوالو له ډېر غور او فكر بحث او مباحثې څخه وروسته ليكلي دي. پدې كتابوګوټو كې داسې نظريات هم تر سترګو كېږي چې په هغه وخت كې هم لدې څخه غوره نظريات نه ميندل كېدل، چې لدې ډلې نظرياتو څخه د نشو او ارتقا نظريه د يادولو وړ بولو.

معتزله ؤ او د هغوی لارویانو به دا کتابګوټي ځان سرهګرځول، په خپلو درسي کړیو کې به یې ورڅخه ګټه اخیسته، په اسلامي هېوادوکې به یې له ځان سره په پټه ګرځول.

د اخوان الصفا ځانګړتياوې او خپلمنځي مرستې سمول

لكه څرنګه مو چې یادونه وکړه، د اخوان الصفا غونډې به په پټه توګه ترسره کېدې، او د فلسفې په مختلفو اړخونو به یې بحثونه سره کول، ان تردې چې یو ځانته لار یې غوره کړه.

لکه څرنګه چې ددې ډلې یو ځانته دستور ؤ، او په خپل ژوند کې یې دا دستور پلی کړې ؤ، په خپلو لارویانو کې یې دا دستور او قانون د خپرولو کوښښ کاوه، نو ددې لپاره موږ ددوي دا دستور او قانون په لنډ ډول راپېژنو، ځکه، چې پدې کې یو تاریخي حکمت پټ دی.

د اخوان الصفا د علومو سرچينې سمول

د اخوان الصفا فلسفي نظريات سمول

د ملګرتيا په اړه نظريات سمول

د اخوان اصفا لپاره ښایيو چې کله څوک خپل ملګرې جوړوی، نو لومړی د هغه له حالتو څخه په بشپړ ډول ځان خبر کړي، د هغه اخلاق و ازمایي. د هغه د مذهب اوګروهو ه اړه پوښټنې وکړي، ترڅو هغه پدې پوه شي، چې ایا هغه د خلوص او مینې او رښتیاني ورورولۍ جوړولو وړ دی او که نه.

د پوهې په اړه نظرياتسمول

د اخلاقو په اړه نظرياتسمول

اخځليونه سمول

    • تاريخ فلاسفه الاسلام. ليكوال: محمد لطفي جمعه المصري.

بهرنې تړن سمول

Also on Fandom

Random Wiki