FANDOM


انکساغورس د ایونیا د ښاره په کلازومینا کې په ۵۰۰مخزېږد کال زېږېدلې دی. ده د خپل ژوند لومړي ۳۰ کاله د آتن په ښار کې تېر کړل.

له انکساغورس څخه مخکې په آتن کې د علم او پوهې دومره خونده نه وه، ده د پرېکلیز (Pricles) تر نظر لاندې د فلسفې او پوهې په رواجولو پیل وکړه، او د همدې انکساغورس په وسیله آتن په یوناني نړۍ کې د پوهې د فلسفې او نورو علومو ټاټوبې وګرځېد.