Pashto Philosophy
Register
Advertisement
File:Sufi.jpg

د الرساله القشېريه ليكوال (امام ابو القاسم القشېري) ليكي چې په هره ژبه كې پاكي د تعريف وړ ده، او ناپاكي چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او كدورت باقي پاتې شو، نو ځكه اوس مرګ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده. امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرګ شو. نو ځكه د يو سړي لپاره ويل كېږي، چې (صوفي سړى). او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوك چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل كېداى)، او د ډلې لپاره د (متصوفه) ؤ لفظ استعمالېږي.

د تصوف مانا[]

تصوفپوهانو د تصوف او صوفي د ماناګانو په اړه زياتې خبرې كړي، چې موږ به يې دلته يو څو ماناوې په لنډ ډول سره را واخلو:

  1. د ابو محمد جريري قول: دې وايي چې: ( تصوف د هر اعلى خلق كې داخلېدل، او له هر رټل شوي خلق څخه وتلو نوم دى).
  2. حسېن بن منصور قول: ( د صوفي ذات يو وي، نه بل څوك (له څښتن تعالى څخه پرته)

دې مني، او نه دې له څښتن تعالى څخه پرته بل څوك مني.

  1. جنېد بغدادي قول: له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شې دى؟ په ځواب كې يې ورته وويل چې: (له ځښتن تعالى سره داسې اړيكې ټينګې كړه، چې له بل چا سره دى هېڅ اړيكه ونه وسي.
  2. رويم احمد بغدادي وايي چې: ( د تصوف پېل په درې شيانو كېږي: ۱- فقر و افتقار په كلكه سره نيول، ۲- ايثار او قربانۍ سره يادېدل، ۳- له كوم شي سره تعرض، يا د يو شي اختيارول پرېښودل.
  3. معروف كرخي وايي، چې تصوف په رېښتياؤ عمل كول، او د خلكو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى.

بل قول يې دى، چې وايي: ( كله چې كوم صوفي وليد، چې د خپلې ظاهري بڼې په جوړولو يې زيات اهتمام كاوه، نو پدې پوه شئ چې د هغه باطن خراب دى).

  1. نوري وايي چې: ( د صوفي تعريف دا دى، چې هغه د اړتيا او محتاجۍ په وخت كې آرام وي، او كه چېرې څه ورسره وي، نو اېثار او قربانۍ كې يې نظير نه وي).

تاريخ[]

كله چې نبي عليه السلام ومړ، نو هغه خلك چې وروسته لدې زېږېدل، نو هغوي ته به يې تابعي ويلې، ځكه چې د پېغمبر عليه السلام له يارانو سره به يې خبرې كړې وې، او هغوي به يې ليدلي ول. ددوي به دا نوم ښې لوړې درجې نوم ګڼلو، او وياړ به يې پرې كاوه. بيا چې له دوي څخه وروسته كوم خلك پېدا شول (اتباع التابعين) ويل. لدې څخه وروسته د ځانځانۍ دوره پېل شوه. ډلې ټپلې راپيدا شوې. نو پدغه وخت كې يوه ځانګړې ډله وه، چې خلكو به د زاهدانو او عابدانو په نامه يادوله. خو كله چې بدعتونهخ راپېدا ش ول نو هرې ډلې به دا دعوه كوله چې كوله، چې په دوي كې هم زاهدان شته، پدې وخت كې د اهل سنتو څخه هه ځانګړې ډلې چې خپل نفسونه يې يې د الله تعالى په لار كې وقف كړي ول، او خپل زړونه يې له بې پروايۍ څخه ترخپلې وسې خوندي ساتلي ول. د خپلې لارې لپاره يو نوې نوم (تصوف) غوره كړ، چې وروسته بيا په همدې نامه (صوفيانو) سره ونومول شول. دا نوم له دويمې هجري سپوږمېزې پېړۍ څخه مخكې راپېدا شوې دى.

د لفظ ماخذونه[]

د تصوف د لفظ په مانا او ماخذ كې مختلفې راى دي، چې موږ به دلته هغه ټولې په لنډيز سره راواخلو:

  1. د عربي ژبې لمخې ددې نوم نښـې نښانې نه له اشتقاق څخه ښكاري او نه هم له قياس څخه. ښكاره خبره خو دا ده، چې دا نوم د لقب په څېر دى. خو ځينې خلك بيا وايي چې تصوف له (صوف) څخه اخيستل شوې چې د پسه د وړۍ په مانا ده، ځكه پخوا وختونه به چې چا هم د وړيو څخه اوبدلې جامې واغوستلې، نو هغه سړي ته به يې (تصوف) لفظ استعمالاوه. لكه څرنګه چې د د كمېس (قميس) اغوستلو ته د (تقمس) لفظ استعمالېږي. نو دا لفظ د تصوف د اشتقاق يوه وجه كېداى شي. مګر دا جامه د صوفيانو ځانګړې جامه نه وه، مګر زياترو به همدا جامې اغوستې.
  2. ځينې پوهان وايي، چې دا لفظ د نبي عليه السلام د جومات د هغې چوترې (صفه) څخه اخيستل شوې، چې د نبي عليه السلام بې كوره ياران به هلته اوسېدل. دا خبره هم سمه نه ښكاري، ځكه د (صفه) نسبتي اسم (صُفي) راځي، نه چې (صوفي).
  3. درېمه ډله پوهان وايي: دا ډله تصوف د (صفاء) څخه اخلي. دا خبره هم د لغت له مخې ډېره لرې خبره ده.
  4. څلورم ډله پوهان وايي چې تصوف له (صف) څخه اخيستل شوې. هغه پدې مانا چې د قيامت په ورځ به ټول مخلوقات د څښتن تعالى په دربار كې حاضرېږي. او متصوفه ډله به د خپلو زړونو له وجې په لومړي كتار (صف) كې ځاى ولري.

دا مانا خو سهې ده، مګر په لغوي ډول سره د (صف) نسبتي اسم (صفي) راځي، نه چې صوفي.

د تصوف ځينې طريقې[]

تصوف او صوفي کېدل د نړۍ په ټولو ادبياتو کې يوه ځانګړې برخه جوړوي،چې نه شو کولای د تصوف تاثيرات په پښتو ادبياتو کې هم ناديده وګڼو، دا چې تصوف په پښتو ژبه کې او په ځانګړې توګه په شعري او نثري ليکنو کې څومره رول او موقف لري . د تصوف د څېړونکو له انده ډېر د پام وړ توکی بللی شو: لکه چې د تصوف په ډېرو پېژندونو کې راغلي دي ، چې اصطلاحي اړخ يې د ډېرو تصوف پوهانو او خېړونکو له انده د ډېرې کتنې او پلټنې وړ خبره ده . زموږ بحث په دې البته کوچنۍ رساله کې دانه ده ، چې تصوف ډېرو لوريو څخه وڅيړو او وځيرو . زموږ هڅه دلته داده ، چې د تصوف او هغه ته اړوند ځنې مسايل او لارې چارې وڅيړو، د بحث او تحقيق موضوع دلته راټوليږي . د تصوف لارې او طريقې ، چې ډېرو متصوفينو په هغولارو او طريقو عمل کړی دی، همدارنګه ډېرۍ صوفيان په دې توانېدلي دي ، چې د تصوف په انګړ کې د تصوف ګلونه خپلو لارويانو ته روښانه او وروښايي ، چې ډېرو په دغه لار کې د مُرشدانو دندې ترسره کړي دي . او تر ډېره بريده يې خپل پلويان او بيعت کوونکو ته لاره روښانه کړې او دغه لوی رسالت يې په ښه توګه ترسره کړی . زموږ موخه هم دلته ده ، چې په تصوف کې د ځينو لارو او طريقو شتون حتمي دی، چې څېړل يې زموږ ددې موضوع هدف جوړوي .


دتصوف له (۷۳) طريقو څخه ځينې طريقې :[]

  • ۱- قادريه طريقه :

دا طريقه ، چې د حنيد د مکتب تر اغېزې لاندې ده، مؤسس يې شيخ عبدالقادرجيلاني دی،چې په ۴۷۰ هجري کې زېږېدلی دی او په ۵۱۶ هجري کې وفات شوی دی . په شرعي علومو کې د تبحر خاوند ؤ او په (۱۳) علومو کې يې لاس درلود. فقهي فتوی به يې د امام شافعي او امام احمد بن حنبل په مذهب ورکول ، ډېر کرامات ده ته منسوب دي،چې ځينې يې دادي :

دده له مور څخه حکايت شوی، چې د روژې په مياشت کې به ده د ورځې د مور تی نه روده، يوه ورځ،چې د خلکو لپاره مشتبه وه،چې روژه به ويکه بوزه،نو د عبدالقادر له مور نه تپوس وشو، هغې وويل : تی نه روي. وروسته بيا خلکو ته معلومه شوه ، چې هغه ورځ د روژې ورځ وه . په خپله له ده څخه حکايت شوی،چې په افق کې يې ډېر عظيم نور وليد،چې يو صورت په کې ښکاره شو او ويل يې :

اې عبدالقادره ! زه ستا رب يم او ټول محرمات مې تاته حلال کړل ده ورته وويل : ورک شه ! لعينه ! له دې وينا سره هغه نور په تور تم بدل شو او هغه صورت لوګی وګرځيد، چې بيا يې ورته وويل : ما په دغه ډول اويا تنه د طريقو خاوندان ګمراه کړي دي،مګر تا نجات وموند . چا له ده نه پوښتنه وکړه : ته څنګه پوه شوې،چې دا شيطان دی ؟ شيخ عبدالقادر وويل : د حرامو په حلالولو. وايي يوه ورځ په نظاميه مدرسه کې ډېر فقهاء او علماء راغونډ وو او شيخ عبدالقادر د قضاو قدر په باب خبرې کولې، چې يو مار له چت څخه راولويد او ټول و تښتېدل ، يوازې دی په کوټه کې پاتې شو او خپلې خبرې يې کولې،مار راغی د ده تر کميس لاندې ننووت او پر جسد باندې يې تېر شو ، له ګريوانه يې راووت بيا يې له غاړې نه تاو شو او د ده په حال کې هيڅ تغير را نغی، مار بېرته ځمکې ته ښکته شو او مخامخ ورته په لکۍ ودرېده څه غږ ترې پورته شو، مګر څوک ، چې له کوټې نه دباندې وو، يو هم پوه نه شو،چې څه يې وويل ، مار بېرته لاړ او خلک کوټې ته را ننوتل . له ده څخه يې د غږ په باب پوښتنه وکړه ، چې څه يې ويل ؟ شيخ په ځواب کې وويل : مار راته ويل : ما ډېر اولياء په دغه شان ازمېيلي؛ مګر ستا ثبات مې په بل چا کې نه دی ليدلی. ما ورته وويل: ته يوچينجی يې، چې قضا او قدر دې په حرکت راولي او بس. دشيخ عبدالقادر تصوف سني او طريقه يې پر اعتدال ، د سنتو پر متابعت ، حب الخير، شفقت او تواضع بناء ده . نهه څلوېښت اولاده يې درلوده،چې يوولسو تنو يې دده لارښوونه او طريقه د أسيا په غرب او مصر کې خپره کړه . ده له فقيرانو ، صغيرانو ، وينځو او غلامانو سره ناسته ولاړه درلوده ، مګر د دولت اعيانو او اکابرو ته هيڅکله نه پاڅېده او نه د وزير او دسلطان دروازې ته ورته .

  • ۲- رفاعيه :

دا طريقه سيد احمد رفاعي ته منسوبه ده، چې په ۵۸۰ هجري کې وفات شوی دی ، بني رفاعه د عربو يوه قبيله ده،چې رفاعي ورته منسوب دی. په ده کې رحم او شفقت ډېر زيات ؤ او په حيواناتو هم ډېر زهير ؤ ، حتا، چې کله به يې د جامو پر پيڅکه پيشو ويده وه او د لمانځه وخت به شو، هغه پيڅکه به يې د خپلو جامو نه غوڅه کړه او چې د لمانځه نه به بېرته راغی او پيشو به پاڅيدلې وه نو بېرته به يې په جامو پورې وګنډله .

  • ۳- احمديه :

احمد بدوي د مصر له لويو اولياوو څخه دی، چې په ۵۹۶ هجري کې زېږېدلی ، د احمديه طريقې مُرشد دی . دی هم لکه رفاعي شافعي مذهب ؤ، د ده طريقه هم پر قرآن او سنتو اتکاء لري او دتعليماتو اساسي ټکي يې دادي : د نورو په مصيبتونو به نه خوشحاليږﺉ، ګاونډيو ته به ضرر نه رسوﺉ، دبديو مقابله (به) په احسان سره کوﺉ، وږی به مړوﺉ، بربنډ به پټوي، پر يتيمانو او ضعيفانو به مهرباني کوﺉ .

  • ۴- د سوقيه :

د ابراهيم د سوقي طريقه ده، چې په ۶۷۶ هجري کې د ۴۳ کالو په عمر وفات شوی دی . طريقه يې پر خالص سني تصوف بناء وه او پر کتاب او سنت يې تمسک درلود. شريعت يې اصل او طريقت يې فرع ګاڼه . د ټولو خلکو مينه يې د کمال ضروري شرط او د مُريد راس المال شمېره.

  • ۵- اکبريه :

دا طريقه ځکه اکبريه بولي، چې شيخ الاکبر (محي الدين بن عربي) ته منسوبه ده . دا شيخ (۶۳۶ هجري) د وحدت الوجود زعيم دی،چې له وحدة الوجود څخه وحدة الاديان ته رسېدلی دی، ده ټول دينونه يو دين ګاڼه،چې هغه د محبت دين دی . دده طريقه پرڅلورو صفتونو او خصلتونو بناء وه : چپ والی، ګوښه توب، لوږه او بېخوبي .

په دې طريقه کې پير خپل مُريد ته امر کوي ، چې له ټولو صغيره ګناهونو خخه توبه وباسي، پس له هغه يې بيا لاس پر لاس ږدي او ورته وايي،چې سترګې پټې کړه . اول درې ځله پېر لا اله الا الله وايي او مُريد يې اوري او پېر ورته غوږ نيسي. وروسته بيا تبرکاً دا آيت شريف وايي : (ان الذين يبايعونک) تر ( اجراً عظيماِ) پورې . پس له هغه مُريد هره ورځ سل ځله استغفار ، سل ځله لااله الا الله د زړه په حضور او دمانا په پوهه وايي، بيا سل ځله الله ورپسې سل ځله دا درود وايي : اللهم صل وسلم وبارک علی سيدنا محمد النبي الامي امام الهدي و علی اله وصحبه و سلم عدد کل ذرة الف الف کرة .

  • ۶- شاذليه :

ددې طريقې مؤسس او باني ابو مديان ؤ او ابو الحسن علي شاذلي تونسي په خلکو کې رايجه کړه؛ ځکه يې شاذليه بولي. علي شاذلي په ۵۹۳ هجري کې زېږېدلی او په ۶۵۶ هجري کې وفات شوی دی. دا طريقه د علم پر مطلب او ډېر ذکر بناء ده او مشقت او مجاهده په کې ډېر ارزښت نه لري .

  • ۷- مولويه :

د مولانا جلاالدين رومي طريقه ده ، چې په ۶۷۲ هجري کې په قونيه کې مدفون شو. ده رقص او موسيقي د ذکر په طريقه کې شامل کړه او عالمي شهرت يې وموند .

  • ۸- نقشبنديه :

شيخ بهاؤالدين محمد بن محمد بخاري ، چې په شاه نقشبند مشهور ؤ، د دې طريقې پيشوا دی . دی بخارا ته نږدې په يوه قريه کې په ۶۱۸ هجري کې زېږېدلی او په ۷۹۱ هجري کې وفات شوی دی . نقشبنديه طريقه هم لکه شاذليه سهله او آسانه طريقه ده ، چې پر مُريد باندې ډېرې سختې نه راولې .

  • ۹- چشتيه :

مؤسس يې معين الدين چشتي دی .

ځانګړي اصطلاحات[]

دا خبره روښانه ده، چې د پوهانو هره ډله ځانته د اصطلاحاتو يو ځانګړى ګنج لري، كوم چې نورې ډلې نه استعمالوي. دوي په خپلو كې سره د ځانګړو غرضونو په لرلو سره ددې اصطلاګانو په ماناوو سره اتفاق كړې وي. مثلا ددې لپاره چې مخاطب په اسانۍ سره پوه كړي، يا دې لپاره چې كله هم دا اصطلاحات ياد شي، نو صوفيان سمدلاسه پرې پوه شي. اوس به راشو د صوفيانو ځانګړو اصطلاحاتو ته چې په لاندې ډول دي:

  1. وخت د صوفيانو له ځانګړو اصطلاحاتو څخه (وخت) يوه اصطلاح ده.

مقامb - حال - قبظ و بسط - هېبت او اُنس - وجود - جمع او فرق - جمع الجمع - فنا او بقا - غېبت او حضور - صحو او سكر - ذوق او شراب - محو او اثبات - سر او تجلى - لوائح، طوائح، لوامع - بواده او هجوم - تلوين او تمكين - قرب او بعد - شريعت او حقيقت - نفس - خواطر - علم اليقين- عين اليقين او حق اليقين - وارد - شاهد - روح - سر


نامتو افغان صوفيان[]

ابو علي سينا بلخي -- ابې نصر الفارابي -- حمزه خان شينوارې -- عبد الرحمن بابا -- خوشال خان بابا -- نجم الدين اخونزاده -- چكنور ملا صېب -- مهترلام بابا -- احمد شاه بابا -- ابو عبدالله بلخي -- احمد بن خضرويه بلخي -- شقيق بلخي -- ابراهيم بن ادهم -- ابو حاتم سجستاني -- خواجه عبدالله انصاري -- ميروېسس خان نيكه


عرب صوفيان[]

ابو الحسمن الاشعري -- القشېري -- ابو علي دقاق -- جنېد بغدادي -- ابو محمد رويم -- منصور حلاج -- ذوالنون المصري -- معروف كرخي -- ابو يزيد بسطامي


دا هم وګورئ[]

تصوف پېژندنه

اخځليكونه[]

  • الرساله القشېريه, ليكوال: امام ابو القاسم القشېري
Advertisement