Pashto Philosophy
Register
Advertisement

د جان لاك سپين انقلاب

(۱۷۰۴_۱۶۳۲)

سياستوال پر دوو برخو وېشل شوي دي: لومړۍ ډله د نظر خاوندان او دويمه ډله معامله كوونكي. لاك(John Locke) په لومړۍ ډلې پورې اړه درلوده او د تل په څېر، د هغه عقايد او نظريات د وخت د حكومت له خوا په كركه ځواب شول.

له دې ټولو سره، لاك په خپله عقيده كې تر وروستي ګامه كلك ولاړ و. نوموړى په دې وتوانېد چې: ”د حق الهي سطنت“ چې د زړونو هيلو ته نژدې دى، (د سطلنت الهي حق) پر ځاى واكمن كړي.

لاك د تاريخ د ډرام يو مخكښ لوبغاړى دى، چې حكومت يې له سلطنت څخه ډيموكراسۍ ته راواړاوه.

هغه د 1688م كال د انقلاب لارښود و. دا انقلاب برتر اندراسل(Bertand Russell اوسمهالى انګرېز فيلسوف) تر ”ټولو انقلابونو بريالى او معتدل“ توصيف كړى دى.

ښه به دا وي چې د دې كوچني اندامه او متين انسان فلسفه چې د هغو سنتونو د نړېدو لامل شوه، چې په زرګونو كاله يې نړۍ بېلارې كړې وه، له نژدې څخه وڅېړو.

(2)

جان لاك په 1632م كال كې وزېږېد. دا هغه مهال و چې د سياست وېروونكى توپان پر نړۍ واكمني كوله او په هغه وخت كې هرځاى د زور، جبر او جنګ جګړو باد په الوتو و.

لاك لس كلن و، چې د انګلستان خلك د منفور لومري چارلز په وړاندې راوپارېدل. د جان لاك پلار چې د قضاوت دنده يې لرله، له هغو خلكو سره يوځاى شو، چې رهبري يې د اوليوركرمول(Charles II) پر غاړه وه.

لاك د اوولسو كلونو و، چې پاچا ماتې وخوړله، هغه له خلكو سره د خيانت له كبله محاكمه او په مرګ محكوم شو.

دا عمل چې پسونه لېوه وڅيري، تر دې ګړي په تاريخ كې نه و ليدل شوى. دې كار خلك فكر كولو ته وهڅول او د لاك پر سياسي عقايدو يې اغېز وكړ.

تر دې پېښې وروسته د كرمول ديكتاتوري او د هغو خلكو وژل چې د هغه له ”خير غوښتونكو“ مقرراتو سره يې مخالفت ښودل پيل شول. او لاك په دې وپوهېده چې دا پسونه تر لېوانو دومره غوره نه دي. د كرمول مړينې (1658م كال) داسې يوه دوره رامنځته كړه، چې فكري مسموميت او اروايي ناروغي يې له ځان سره لرله. ”راځئ وخورو، وڅښو او خوښ واوسو، ځكه كېدى شي سبا ته مو پاچا په مرګ محكوم كړي“.

په دې توګه انګلستان د دويم چارلز تر مشرۍ لاندې چې يو عياش انسان و، په عيش او عشرت كې ډوب شو.

پاچا د انګلستان د بهرني سياست اداره او واګې د سلو زرو ليرو په بيه د فرانسې پر پاچا څوارلسم لويي باندې وپلورلې او ځان يې خپلو اسونو، سپيو او ښځو ته ځانګړى كړ.

كله چې هالېنډيان په 1667م كال كې د ټايمز له سيند څخه راتېر شول او د ماڼۍ تر دېوالونو لاندې يې د انګلستان سمندر ته اور ورته كړ، لكه څنګه چې د پپي (Pepy انګرېز ليكوال ۱۶۳۳-۱۷۰۳) په ورځنيو يادښتونو كې راغلي دي: ”پاچا له مېرمن كاسل مين سره ماښامنۍ وخوړله او مست د بېچاره پتنګانو په ښكار پسې ووت“.

د پاچا رعيت هم د قمار او غولولو له امله خپل زړونه خوښ ساتلي او د سارايانو په ازارولو بوخت و، د سارايانو جرم دا و چې له سولې او روغې جوړې سره يې بې كچه مينه درلوده. دا هغه صحنې وې چې د جان لاك افكار يې د ځان پر لوري وراړولي وو.

(3)

لاك له خپلو زده كړو څخه لږ او زيات ناراضي ښكاري. ښوونكي په عمومي توګه د خپل عصر له بې نظميو څخه بې خبره او خپلو زړونو ته غم نه پرېږدي. د ټولو هڅه دا ده چې د يونان ادبيات ذهن ته وسپاري او د انګلستان د سياست په وړاندې بې پروا وي. ”زما ښوونكى زما د ذهن په روښانولو كې بې اغېزې وو“. هغوى لاك يوه داسې خدمت ته چمتو كاوه، چې په خپله پر هغه لار روان وو او په لاك يې په مسيحي كليسا كې د يونانۍ ژبې زده كړه كوله.

خو لاك تر خپلو ښوونكو ډېر هوښيار و، هغه د بېكارۍ وخت د طب او واكمنۍ د چارو په زده كړه تېراوه او له فلسفې سره يې مينه درلوده. داسې فلسفه چې د عملي ژوند په درد خوري، نه دا چې په غيرعملي نظرياتو او عقايدو باندې ولاړه وي.

لاك وپوهېده چې ژوند په حقيقت كې د جوړجاړي او سازش يو عمل دى. په دې مانا، چې هر ډول چې وي، بايد درد او رنځ هېر او له غم او پرېشانۍ څخه ګوښه توب وشي.

جان لاك د خپلې كورنۍ ټول غړي: پلار، مور او خپل يوازېنى ورور له لاسه وركړل او په خپله هم د سينې په نري رنځ (سل ناروغۍ) چې د هغوى په كور كې بېسارې ناروغي وه، اخته و. خو خپلې ناروغۍ ته يې دومره پاملرنه نه كوله، بلكې هغه په دې هڅه كې و، چې د هغې ناروغۍ درملنه وكړي، چې هېواد يې پرې اخته و.

په دې لار كې يې د زده كړې د وخت يوه ملګري لرداشلي(Lord Ashley) چې وروسته يې د شافتس بري(Earl of Shoftesbury) لقب ترلاسه كړ، مرستې ته ورودانګل. اشلي هم دلاك په څېر د خلكو له بېغورۍ او د پاچا له عياشۍ څخه ستړى ښكارېده. ځكه نو دواړه په دې هڅه كې شول، چې د هغه عصر ناروغ وجود ته روغتيا ورپه برخه كړي.

لاك تر هغه وروسته د اشلي سلاكار (مشاور) او د هغه كورنى طبيب شو. كه څه هم په طبابت كې يې شته نه ترلاسه كول او د جراحۍ كار يې نه و ترسره كړى، خو بيا يې هم د جراحۍ په مرسته د اشلي له سينې څخه په ډېر بري سره يوه غده راوايستله. لاك له هغو نادرو وګړو څخه و، چې د عمومي خبرتياوو خاوند و. نوموړي په عملي او نظري پوهنو كې زيات معلومات لرل.

لږ لږ هغه وخت رانژدې كېده، چې لاك به په يوه بل علم كې خپله وړتيا ښوده او خپل هنر يې د ژوند په خوشحالولو كې (كه څه هم غمجن ژوند يې درلود) ښكاره كړي.

كه څه هم لرد اشلي خپلواكي غوښتونكي فكرونه لرل او څو كاله د پاچا له مهربانۍ څخه برخمن و، خو پاچا په خپل ځان دا زحمت نه ګاله، چې دهغه خبرو ته غوږ كښېږدي او وايې وري. خو بيا يې هم سره له دې چې د هغه د نصيحت په وړاندې بې اعتنا و، اشلي يې د لوى قاضي په دنده وګماره، له دې سره د لاك د بخت ستورى هم په ځلېدو شو. خو ډېر ژر پاچا د اشلي پر نفوذ او عقايدو پوه او اشلي يې له وېرې د لندن په برج كې بندي كړ.

لاك له داسې برخليك څخه د ژغورلو په نيت فرانسې ته وتښتېد. خو ډېر وخت نه و تېر شوى، چې د پاچا په زړه كې مهرباني وغزېده او لاك يې بېرته خپل هېواد ته راوغوښت. لاك په اكسفورډ كې په تدريس پيل وكړ، خو ډېر ژر له ستونزې سره مخ شو.

پاچا يوځل بيا له هغه څخه مخ واړاوه او په وړاندې يې بېباوره شو. يو شمېر جاسوسانو ته يې دنده وروسپارله، چې لاك تعقيب او د داسې خبرو ويلو ته اړ كړي، چې پاچا ته خيانت په كې نغښتى وي. خو لاك تر جاسوسانو ډېر هوښيار و. جاسوسانو ګزارش وركړ، چې ”د هغه په خبرو كې يې داسې څه نه دي موندلي، چې د هغه باطني نقشې راوسپړي“.

خو له دې ټولو سره- سره، لاك د پاچا په امر له اكسفورډ څخه وشړل شو او تهديد يې كړ، چې د لندن په برج كې به يې بندي كړي. فيلسوف دا ځل هم په دې بريالى شو، چې له لندن څخه تېښته وكړي او هالېنډ ته لاړ شي. دپاچا د غوښتنې پرخلاف دا ”ازادفكره كډوال“ وتوانېد چې ځان ”رڼې هوا“ ته ورسوي.

لاك خپل يوه طبيب ملګري ته پناه يووړه او د هغه په كور كې مېشت شو. هلته يې په ارامتيا سره خپل فلسفي افكار ترتيب او تنظيم كړل. هغه افكار چې يوه خپلواكه نړۍ يې جوړوله.

(4)

د لاك د فلسفې فهم په دوو تورو ”قراردادي جوړجاړي“ كې نغښتى دى. دولت او د بشر د وګړو ټولو اړيكو او مناسباتو او ژوند ته بايد د راكړې وركړې په سترګه وكتل شي. داسې لكه يو ډول سوداګري. حاكم د دې پرځاى چې خپله اراده په خلكو وروتپي، بايد خپل خدمت پر هغوى وپلوري او دا كار بايد د يوه قرارداد له مخې ترسره شي، داسې يو قرارداد چې په هغه كې د خلكو او حاكم، دواړو خواوو رضايت په پام كې نيول شوى وي.

ازاد تجارت چې په متوسطه طبقه كې دود و او په ټوله هوښيارۍ او ځراكت چې سوداګر يې په خپلو چارو كې ترسره كوي، خو غالباً به سم او د عدالت له مخې ترسره كېږي. د لاك په وړاندې يې يو بشپړ او نوى نظر پرانيست، چې په دې توګه په دې ډګر كې خپل عقل په لټه پسې واچوي. د لاك په اند، هغه فلسفه چې بايد د دولت په كارونو كې وي، هغه بايد د خلكو په ژوند، اصولو او كړنلارو كې هم په كار واچول شي. يانې شرافتمندانه ژمنه، د انصاف رعايت او د هغو توكو معامله چې ګټوره وي.

جان لاك وايي چې د يوه عقلاني ژوند د تامين لپاره لومړى دېته اړتيا ده چې د عقل ازمېښت وكړو او ووينو چې د هغه ماهيت څه دى او څنګه ترلاسه كېدى شي.

د هغه په اند د انسان عقل ارثي نه دى او د زېږېدنې پر وخت د ښو او بدو په اړه فطري معلومات، د دوزخ او جنت په اړه څه خبرتيا نه لرو. بلكې دا ټول معلومات وروسته، د هغو تجربو له امله چې ذهن يې د حواسو له لارې زده كوي، ترلاسه كوو ”په ذهن كې مې له هغه چې لومړى يې احساس شوى وي، بل څه نه شته“.

د نوي زېږېدلي كس ذهن د يوې ساده او بې ليكه تختې په څېر دى او د حسي تجربو ترلاسه كول د ليدلو، اورېدلو، بويولو، لمسېدو، د هغه كتاب متن دى چې د ذهن پر تخته له زېږون څخه تر مړينې پورې ليكل كېږي. دا پوهېدل د خاطراتو په څېر په ذهن كې راټولېږي. وروسته په فكر بدلون مومي او د عقل په نوم يادېږي.

په دې توګه عقل يوازې د مادي نړۍ غبرګون دى، چې د حواسو له سوريو څخه پر ذهن خپرېږي.

ذهن له مادې پرته د بل څه درك نه شي كولاى، ځكه دا يوازې ماده ده، چې حس اغېزمنوي.

پر دې سربېره خلك، نړۍ په بېلابېلو بڼو ويني. دا ځكه چې زموږ حواس كه څه هم يوه بڼه لري، خو په بېلابېلو بڼو كې له نړۍ سره مطابقت لري. ډېر توري ناڅرګندې ماناوې لري او دا په خپله د دې حقيقت ثابتوونكې ده چې يوه كليمه، ښايي د بېلابېلو وګړو لپاره بېلابېلې ماناوې ولري.

په دې توګه زموږ ژبه، زموږ د افكارو څرګندوونكې ده او دا په خپله له دې حقيقت څخه كيسه كوي، چې زموږ حواس يوازې كولاى شي په ناقصه توګه او د اشخاصو په اړه په ناڅرګنده توګه نړۍ درك كړي.

ددې نظرونو پايله څه ده؟ د هوسايۍ او مرستې غوښتنه.

موږ تر ډېره توانېدلي يو، چې پر بېباورۍ باور ولرو، نه په رښتينولي او همدغه بېباورۍ هم په خلكو كې بېلابېلې دي. نو په كار نه ده چې خپل عقايد او نظرونه پر نورو وروتپو.

هغه منطقي كړنلاره چې بايد د بشر پر وګړو واكمنه وي ”مرسته او د مقابل لوري زغمل“ دي. د دې لپاره كوم دليل نه پيدا كېږي، چې خلك ”كه څه هم د عقايدو له نظره پر يوه لار نه دي روان، په سوله او ارامۍ كې“ ژوند ونه كړي، ستا هڅه بايد دا وي چې خپل دليلونه نورو ته څرګند او هغوى پرېږدې چې فكر وكړي: ”دا سمه نه ده، چې نوروته ووايو چې خپل عقايد پرېږدي او زموږ نظرونه ومني، ځكه كېدى شي موږ هم د هغوى د عقايدو په وړاندې بې تفاوته پاته شو او كينه وښيو“. موږ ټول جايزالخطا انسانان يو، ځكه دا حق نه لرو، چې خپل ځان د حقيقت د معيار او سمبول په توګه وپېژنو.

”چېرې دي هغه وګړي چې خپل نظرونه پرحقه ګڼي او د نورو عقايدو ته په بده سترګه ګوري، ايا دوى د خپلو عقايدو د رښتينولۍ لپاره سم او له شك پرته قناعت وركوونكى دليلونه لري؟ او يا داسې ادعا وكړي، چې خپل او د نورو عقايد يې په غور سره څېړلي دي؟“.

لجاجت زموږ د ناسمو معلوماتو زېږنده دى او خپله مرسته خوښوونكې اروا بايد تر ډېره د عناد او لجاجت د له منځه وړلو لپاره په كار واچوو، نه دا چې د نورو د خپلسريو په وړاندې د مقابلې لپاره. هرڅومره چې ډېر وپوهېږو، په هماغه كچه به مو شخړې لږې وي. ”دا پرځاى خبره ده، چې كه خلكو په سمه توګه زده كړه او تعليم ترلاسه كړي واى، خپل ځانونه به يې پر نورو نه ورتپلاى“.

ژوند وكړه او پرېږده چې خلك هم ژوند وكړي. په خپلو عقايدو او فكرونو كې خپلواك واوسه او د نورو عقايدو ته هم درناوى ولره.

لاك لارښوونه كوي چې د عقل د توان د بشپړېدو لپاره، ټول بايد يوه عملي دوره ووهي، چې مرسته او هوساينه يې په عادت بدله شي. يوازې د نورو د نظرياتو د زده كړې په سيوري او د نورو عقايدو ته د درناوي په صورت كې كولاى شو چې حقيقت ته د نژدې كېدو تمه ولرو.

لاك وايي: ”د دې پرځاى چې يو بل ته دليلونه وړاندې كړو، غوره به دا وي چې په ګډه د عقل زده كړې ته لستوڼي رابډوهو“.

¯¯¯

په بله وينا، غوره دا ده چې له اوسنۍ وضعې څخه، د انسان طبيعي حالت ته راوګرځو. يانې هغه حالت ته چې فردي ازادي او متقابل ملاتړ په كې وي.

عقل چې د طبيعت له قوانينو څخه زموږ د فهم او درك وسيله ده ”د بشر ټولو وګړو ته چې له هغه څخه مشوره غواړي، امر كوي چې ټول خپلواك او يو ډول دي. هېڅوك حق نه لري، چې د نورو ژوند، روغتيا، خپلواكي او شتمنيو ته زيان ورواړوي“. په دې ځاى كې د لومړي ځل لپاره له يوه داسې مطلب سره مخ كېږو، چې ريښې يې وځغلولې او په پاى كې د ”خپلواكۍ د اعلاميې“ په توګه وځلېد.

دا د هر وګړي طبيعي حق دى، چې ازاد واوسي او د ژوند له خوندونو څخه ګټه پورته كړي.

لاك د خپلو عقايدو د بيانولو لپاره داسې وايي: خلك بايد د دې حق د ترلاسه كولو لپاره يو بل ته د يووالي لاسونه وغزوي او يوه داسې حكومت ته غاړه كښېږدي، چې په هغه كې فردي خپلواكي او عمومي هوساينه په پام كې نيول شوې وي.

په دې توګه يو صالح حكومت په دې مانا نه دى، چې د پاچا او رعيت ترمنځ تل شخړه او جګړه وي، بلكې د هغه حكومت ستنې بايد د سولې او له خلكو سره د روغې جوړې پر بنسټ ولاړې وي.

عادل حكومت هغه دى، چې د پاچا پر ځاى بايد د خلكو نظرونه او واكمني په كې عملي شي. ټولنه دا حق لري چې كه حكومت د روغې جوړې له شرايطو سرغړونې وكړي، خپل قرارداد لغوه كړي. په بله وينا، حكومت بايد د خلكو د حقوقو ساتنه خپله لومړنۍ دنده وګڼي. نه دا چې هغه محدود او مقيد كړي. سلطنت الهي امانت نه دى، پاچا د فردي حقوقو له پلوه دا حق نه لري، چې خپل ځان تر نورو همشكله وروڼو لوړ او غوره وګڼي. د خداى په وړاندې ټول وګړي يو ډول دي. حكومت هم بايد د سياسي مقرراتو له نظره ټولو ته په يوه سترګه وګوري: ”زما په اند سياسي قدرت هغه حق دى او ځكه يوې مرجع ته وركول كېږي، چې د ټولو په ګټه يوشمېر قوانين وضعه او پلي كړي“. په داسې حال كې چې واكمنان ډېر وخت د خپلو ځانونو په ګټه قوانين ټاكي او په هر ډول چې وي، پلي كول يې ضروري ګڼي. په دې توګه د حماقت وروستۍ درجه دا ده چې خلك د دې لپاره چې د يو بل له شر څخه په امن كې وي، پاچا ته پناه وړي. دا دېته پاتې كېږي، لكه زمري ته چې د پسه د ساتنې دنده ورپرغاړه كړې، غوره لار دا ده چې خلك په يوه داسې حكومت راټول شي، چې د اكثريت په خوښه جوړ شوى وي.

دا ډول حكومت به د ټولو په ګټه ګام پورته كړي او روښانه ده چې ادارې لګښت به يې د خلكو پر غاړه وي. خلك به ماليه وركوي او ماليه به هم د ملت په خوښه زياتېږي، نه په زور.

دا دى د امريكا د ډيموكراسۍ د طراح نظر، لاك زياتوي: ”ټول حكومتونه بايد د اكثريت وګړو د خوښې او موافقت په ستنو ولاړ وي او د بيان ازادي، د فكر ازادي، د ټاكنو او مذهب ازادي تامين كړي او د دې لپاره چې د دې ډيموكرات حكومت كار خپلسرى نه شي، بايد چې د تعادل ساتلو يو لړ چلندونه جوړ شي، په بله وينا، بايد د مقننه، اجراييه او قضاييه، درې ګونو ځواكونو توپير په كې څرګند وي او په سمه توګه مراعت شي“.

كه د دې درې ګونو ځواكونو ترمنځ تضاد پيدا شي، چاره يې څه ده؟ د بېلګې په توګه كه اجراييه ځواك د قوانينو له پلي كولو څخه سرغړونه وكړي، داسې لكه په انګلستان كې لومړي چارلز چې په خپل سر د مجلس له خوښې پرته، حكم چلاوه. څه په كار دي؟.

لاك وايي: په داسې پېښو كې دا د خلكو دنده ده، چې د دا ډول تېريو مخه ونيسي او كه اړ شي له زور څخه كار واخلي. په دې قانوني حق كې بايد له ډېر غور او احتياط څخه كار واخيستل شي ”زور بايد يوازې د زور په وړاندې وكارول شي، نه د بل څه لپاره“. يو ډيموكرات حكومت ته نه ښايي چې په يرغل لاس پورې كړي، بلكې بايد يوازې د خپل ځان د دفاع لپاره چمتووالى ولري.

دا د حكومتونو په اړه د جان لاك د سياسي فلسفې لنډيز دى. بايد يادونه وكړو، چې دا فلسفه چې اوس هم اعتبار لري، نژدې درې سوه كاله مخكې نړيوالو ته وړاندې شوه، هغه مهال چې ډيموكراسي يوازې يو خوب او خيال ګڼل كېده. جان لاك د پراخ نظر خاوند و. نوموړي په بېله توګه د حكومت په خپلواكۍ بسنه نه كوله، بلكې هڅه يې دا وه چې د نړيوال حكومت اصول څرګند كړي او رښتينى كمال، به هغه مهال تحقق ومومي، چې هېوادونه هم د وګړو په څېر ټولنيز پيغامونه ولري او له سياسي انده پر يو بل متكي وي.

د خپلواكۍ لار له ملي ډيموكراسۍ څخه د نړيوالې ډيموكراسۍ پر لوري غزېدلې ده او د هېوادونو ترمنځ د جګړو مخنيوى، په پاى كې نړيوالو جګړو ته د پاى ټكى ږدي.

¯¯¯

له حكومت څخه موخه، كه ملي وي يا نړيوال، له ژوند څخه ملاتړ او د نړۍ د خلكو خپلواكي او نېكمرغي ده.

په دې توګه د جان لاك په فلسفه كې وينو چې سياست اخلاقپوهنې ته ورننوځي. قضايي اصول د سلطاني قضاوت په څېر نه دي، بلكې د خلكو په اړتياوو پورې تړلي دي. زموږ عقل چې د حسي ليد د تجربو له امله ترلاسه شوى دى، ښيي چې: ”بد او ښه له خوند او رنځ پرته بل څه نه دي“. خو ځانګړى او يقين وركوونكى لامل چې بايد ووايي، د وګړي يا ټولنې لپاره خوندور او ځوروونكى دى، د خلكو غږ دى، نه د پاچا او د خلكو، د خداى اراده ده. اخلاقي اصول هغه څه نه دي چې له بهر څخه وتپل شي، بلكې يوه باطني ځلا ده. زموږ په ځانونو كې د قضاوت دستګاه ده، په بله مانا د سلطان له امر څخه ګوښه توب يا د حاكم حكم، په انسانانو كې يو ډول د همډول غوښتنې او د نورو د حقوقو د رعايت عاطفه نغښتې ده. دا دستګاه چې لاك ټينګار پرې كوي، زموږ د حسي تجربو محصول ده او دنده يې د حق، انصاف او عدالت رعايت دى. هغه وسيله ده چې خداى له هغې لارې خپله غوښتنه او اراده انسان ته ورښيي او په دې نړۍ كې له دې لارې د خداى پېژندنې تعليم او زده كړه ترسره كېږي.

هغه اصول او مقررات چې د خداى پېژندنې په دې زده كړه كې ځاى لري، د رياضۍ د اصولو په څېر متين او سرلوړي دي او كېدى شي چې هغه په غوڅ ډول په عمل كې پلي شي «د هغه لوړ مقام تصور چې د نېكۍ او پوهې نامحدود ځواك دى، هغه وجود چې موږ يې مخلوق يو او پر هغه اتكا كوو او د انسان تصور له خپله ځانه چې عاقل دى... زما په اند كله چې په ښه توګه تر پاملرنې لاندې ونيول شي، زموږ د دندو په وړاندې داسې بصيرت دى چې كېدى شي اخلاق په يوه علم كې ځاى كړي. داسې يو علم چې وكړاى شو په سمه توګه يې وښيو.

زه باور لرم چې په دې توګه له څرګندو اصولو او لازمو پايلو چې په لاس راځي او د رياضۍ د اصولو په ټينګښت ولاړې دي، توانېدلاى شو چې د ښو او بدو لپاره يو معيار او تله په واك كې ولرو“.

په دې توګه لاك اخلاقي اصول د سياسي چارو په څېر په علميت ثابتوي، چې دا په خپله د فكر او حواسو له مخې لاس ته راځي. فضيلت او پاكي هغه كړنلاره ده چې تدبير او لرليد يانې هغه عقل چې زموږ د تجربو زېږنده دى، هغه ته هدايت وركوي او په دې چوكاټ كې خيانت او ناپاكۍ ته ځاى نه دى وركړل شوى. د پخوانيو تېروتنو په اړه يوه سمه او دقيقه څېړنه د راتلونكو بريو د تامين لپاره غوره لار ده.

په دې توګه د برياليتوب او ماتې، ښو او بدو، سم او ناسم په اړه زموږ عقايد، ټول د تجربو پر بنسټ ولاړ دي. يانې هغه معلومات دي چې د تجربو په بركت مو ترلاسه كړي دي او دا له تجربو څخه لاسته راغلي معلومات ځينې څرګند مسايل زموږ په واك كې راكوي. دا چې ټول وګړي ازاد نړۍ ته راغلي او هېڅوك دا حق نه لري چې نورو ته په سپكه وګوري.

زموږ دنده دا ده چې د يو بل يار او ملګري واوسو، نه دا چې يو بل ته ازار رسوونكي، شفاهي او ليكلې ژمنې د درناوي وړ دي او بايد چې نقض نه شي. خو د دواړو خواوو په غوښتنه او يا هغه مهال چې په تړون كې له ليكل شويو شرايطو څخه يوه خوا سرغړونه وكړي.

پلار- مور حق لري چې پر خپلو ماشومانو پام وكړي او د هغوى روزنه او پالنه په پام كې ونيسي. د پلار او مور دا پاملرنه تر هغه وخته حتمي ده چې ماشوم يې د بلوغ مرحلې ته ګام كښېږدي.

د ځمكې پرمخ شته، د ټولو او په ټولو پورې اړه لري. دا مال ښايي د يوه وګړي په واك كې ولوېږي، كه يې د دې مال په راټولولو كې كوم خدمت ترسره كړى وي، هغه هم «چې نور وګړي يې په پوره توګه ولري» په بله وينا هېڅوك دا حق نه لري چې د نورو په لوږه كې دې ځان موړ كړي.

په هغه عصر كې چې لاك ژوند كاوه، په علم الاخلاقو كې د هغه دا نظر نوى و. تر دې چې نن ورځ هم هغه خلك چې د تجاوز اروا لري، دې فكر ته يې هركلى نه دى كړى. ځكه دا نظر په ټولنه كې يوه تن ته دوې دندې ټاكي. لومړۍ دا چې د هغه څه مالكيت دعوه باطله ده، چې هغه يې د لاسته راوړلو لپاره خولې نه وي تويې كړي. دويمه دا چې د خپل حق په اندازه خپله برخه پورته او پرې دې ږدي، چې نور وګړي هم ورڅخه ګټه تر لاسه كړي.

په دې توګه، نېك چلند او سمه كړنلاره دا ده چې يو څوك خوښۍ او نېكمرغۍ ته ورسوي او له درد يا رنځ څخه يې ليرې وساتي. خو د اخلاقو قانون د داسې كړنلارې غوښتونكى دى، چې د اكثريت وګړو لپاره نېكمرغي ولري او د ډېرو رنځونه او دردونه ليرې او د نېكمرغه ژوند زېرى وركړي.

(5)

په خپله د لاك درد او رنځ تر ډېره بريده راټيټ شوى و. دويم چارلز چې كله ناكله به يې د ظلم او تېري اور شغلې خپرې كړې، جان لاك ته يې كوم زيان وروانه ړاوه. ځكه نوموړي يوه مهمه زده كړه ترسره كړې وه، هغه پوهېده چې خلك بايد د پارلمان له لارې په دولتي چارو كې دخيل وي او دا د دې لپاره چې د پاچا سر په تن پاتې شي. دويم چارلز دا زده كړه له لاك څخه كړې وه، هغه څوك چې تبعيد يې كړ.

اوس دويم چارلز مړ او ځاى يې يوه داسې پاچا ډك كړى، چې پر پخوانيو عقيدو باندې ايمان لري. دويم جيمز د خلكو د ارادې په وړاندې مخالفت وښود او خلك هم د هغه د نسكورولو په هيله راووتل، خو نه په قهر او ځوږ. انقلاب خلكو ته ورزده كړي وو چې بې له وينو تويولو هم انقلاب كېدى شي.

پاچا لومړى د خلكو له هيلې سره سم چې د هغه د استعفا غوښتنه يې كوله، مخالفت وښود. خو په پاى كې قهر عقل ته سر ټيټ كړ او بې له دې چې وينې تويې شي، دويم جيمز سلطنت پرېښود. (1688).

نوى پاچا ويليام اورانژ(William of Orange) له هالېنډ څخه انګلستان ته راوستل شو، له هغه ځايه چې جان لاك په كې د تبعيد شپې او ورځې تېرولې.

د جان لاك څو كاله وروستى عمر په ارامۍ كې تېر شو او دا موده د هغه په ژوند كې له حاصله ډكه دوره شمېرلاى شو. په خپله ليكي:

«په حقيقت كې زما ژوند له شپېته كلنۍ څخه پيل شو». جان لاك تر هغه وروسته څو كاله د سوداګرۍ په وزارت كې دنده ترسره كړه او د لندن د بانك په موسسينو كې وګڼل شو. خلكو ته يې زده كړه خپله لومړۍ دنده ګڼله.

همدارنګه يې د كارګرانو د حقونو، د مطبوعاتو د ازادۍ، ټولنيزو حقوقو او د ملي ژوند د لارې موندلو په اړه يې ګڼ شمېر كتابونه او مقالې ليكلې دي.

جان لاك تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې ښوونكى پاتې شو. د ځوانانو په منځ كې يې له ژوند څخه خوند اخيست او ځواني يې تر بوډاتوب غوره ګڼله «هغه دوه بوډاګان چې د ژړا او چيغو په حال كې وي، په حقيقت كې يوه غمجنوونكې نغمه غږوي».

دغې روحيې چې تل يې د سبا د لمر ختو تمه لرله او د تېرې ورځې د هوا خړوالي ته يې پام نه كاوه، د هغه پر جسمي او اروايي وضعې يې اغېز وكړ او همدا لامل و، چې په دوه اويا كلنۍ كې چې مړ كېده، لا يې ډېر توان درلود.

تر مړينې څو شپې مخكې يې يوه ملګري ورڅخه وپوښتل:

څه احساس لرې؟

ځواب يې وركړ:

”جان لاك بشپړ هوسا دى. هغه كوټه چې لاك په كې ژوند كوي لړزېږي او باد له سوريو څخه ورته راننوځي. خو ښاغلى جان لاك ښه دى. مننه او اوس هغه ځاى ته د تلو شرف ورپه برخه دى، چې په جوړېدو كې يې بشر كومه ونډه نه ده اخيستې“.


د نصير احمد احمدي ژباړه

Advertisement