Fandom

Pashto Philosophy

د سقراط محاكمه او مړينه 2

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د سقراط محاكمه او مړينه

ايا دا د سقراط اروايي توان او زړورتيا نه ده، چې هغه مرګ په وړاندې بې تفاوته دى، چې په خپلو سترګو يې ويني؟ ښايي خپل ځواب د هغه په خبرو كې ومومو:


”هېڅوك نه پوهېږي، ښايي هغه مرګ چې خلك ترې وېره لري، په حقيقت كې لويه لاسته راوړنه وي. كه ما ووژنئ، ځان مو كړولى دى، نه زه. هغه څوك چې له ما څخه ژوند اخلي، مخكې تر دې چې ومرم، په رنځ اخته كېږي. تاسې هغه څوك له منځه وړئ او له ځانه يې شړئ چې د دې زړورتيا يې درلوده، چې تاسې نېكو كارونو ته وهڅوي“.


د خلكو له خولو څخه بېواكه د افرين غږونه پورته شول، خو سقراط يوځل بيا هغوى چوپتيا ته راوبلل:

”هيله لرم چې زما خبرې پرې نه كړئ، چې وكړاى شم پايته يې ورسوم. زما اتني ښاريانو! تاسې پوهېږئ چې زه هېڅكله هم له خطر څخه نه يم وېرېدلى. زه دوه ځلې: لومړى د ډيموكراسۍ او دويم د ديكتاتورۍ په وخت كې د عمومي دندې خاوند وم، دواړه ځله مې مشران، له دې امله چې زما ښه ښاريان يې محكوم كړي وو، تر نيوكې لاندې راوستل. لكه څنګه چې مې مخكې وويل، هېڅ شپون بايد د خپلې رمې د كموالي له كبله د غرور او لوړوالي احساس ونه كړي.


اى د اتن خلكو! دا هغه څه وو چې د ويلو لپاره مې درلودل، زه به هېڅكله هم د بخښنې لپاره خواست ونه كړم، زه له تيږو او لرګيو څخه نه يم جوړ. بلكې زما تن له وينې او غوښې څخه جوړ شوى دى. زه يوه مېرمن لرم او د درېيو ماشومانو پلار يم، هغوى مې ځكه محكمې ته نه دي راوستلي، چې په ليدو يې ستاسو زړه راباندې ونه سوځي، ستاسو رحم او زړه سوى نه غواړم، څه چې غواړم هغه عدل او انصاف دى. د احساساتو او عواطفو تر اغېزې لاندې مه راځئ، بلكې د خپل وجدان غږ ته غوږ كښېږدئ. ستاسو دنده دا نه ده چې ما ته ژوند راوبخښئ، بلكې دنده مو دا ده چې قانون پلى كړئ. زه د خپلو شكايت كوونكو په پرتله د خداى پر قانون زيات ايمان لرم. زه خپل ځان خداى او تاسو ته درپرېږدم، هغه څه وكړئ چې ستاسو په كې خوښه او زما خير وي...“

(5)

محاكمه پايته ورسېده. قاضيان به خپله رايه واوروي. د نندارچيانو په منځ كې مجلس تود دى، وروستۍ پرېكړه به څه وي؟

شړل، تلپاتى بند، كه مړينه؟


ډېر انتظار به بې ګټې وي. پرېكړه واورول شوه، پايله جوته شوه، ۲۲۰تنه د سقراط پر بېګناهۍ او 280 تنه د هغه پر مړينې راضي وو.


سقراط به دې پرېكړې ته په كومه سترګه وګوري؟ هغه د اتن د قوانينو له مخې كولاى شي چې پر دې پرېكړو د بيا كتنې غوښتنه وكړي.


كله چې سقراط دويم ځل په خبرو راغى، داسې يې وويل:

”اى د اتن خلكو! تاسو زه په مرګ محكوم كړم، خو زه خواشينى نه يم، تاسې څه فكر كوئ، چې زما وړانديز به څه وي؟

څرګنده خبره ده، زما لپاره به څه مناسب وي، تر يوه عمر خدمت او قرباينو وروسته به زما پرېكړه څه وي؟


عمومي بيت المال ته د مرستې او د دې لپاره چې زيات لګښت مې نه وي كړى، كولاى شم خپل نور عمر ستاسو تر اجرااتو قربان كړم. دا هغه مجازات دي، چې د خپل جنايت په بدل كې يې وړانديز كوم“.

د شور او ځوږ فضا، تالار په سر واخيست. له هر لوري څخه بد رد ويل كېدل. سترګې راوتلې او ګوتې د سوكانو د جوړولو لپاره سره ټولې شوې.


په دې وخت كې دا چيغې:

[لويه رسوايي، عالي مېړانه او دا چې زموږ په منځ كې خداى دى او موږ غواړو هغه د مرګ كندې ته واچوو] پورته وې، خو سقراط يوځل بيا خلك چوپتيا ته راوبلل.


”له تاسو سره يو څو نورې خبرې هم لرم. ما د هېواد د پرېښودلو لار غوره نه كړه، ځكه هرځاى ته چې لاړ شم، بايد حقيقت ته مخه كړم. تاسو زما وجود څو كاله نور هم ونه شو زغملاى. زه د مړينې لپاره چمتو يم، له مرګ څخه وېره نه لرم، راځئ چې د مرګ پر څېره يو ځغلند نظر واچوو، د مرګ په څېره كې څه وينو؟ دوه حالته لري، يا بېسدي او خوږ خوب، يا هم يوې نوې نړۍ ته سفر. هغه ځاى ته سفر، چې له پاكو او شريفو ملګرو سره به يوځاى شو، هيله لرم چې په دواړو حالتونو كې مړينه په هيله او خوښۍ سره ومنئ.


كه څه هم پر ما د شكايت لرونكو نيت زما په وړاندې صاف نه و، خو ما ته يې زيان نه دى رارسولى، يوازې په خپل قضاوت كې تېروتلي دي، ځكه يې ګناهونه وربخښم او خداى دې هم پر هغوى ورحمېږي، په دې چې د هغوى بد غوښتل د جهل او ناپوهۍ نښه ده“.


”د بېلتون شېبې رانژدې شوې دي او موږ به هر يو پر خپله لار درومو، زه د مرګ او تاسې هم د ژوند پر لوري. يوازې خداى پوهېږي، چې په موږ كې به كوم يو د نېك برخليك خاوند وي“.


سقراط زندان ته بيايي، چې هلته د خپل مرګ انتظار وكړي. خو موږ به د دې كيسې تر پايه پورې په اتن كې پاتې شو. د حكم له ترسره كولو څخه څو ورځې مخكې عجيبې اوازې خپرې وې:


”سقراط د تېښتې په هڅه كې دى. هغه ته يې ملګرو د تېښتې اسانتياوې چمتو كړې دي. په خلكو كې ګنګوسې دي، د زندان ساتونكي او مشران به د سقراط د تېښتې او ژغورنې پر وخت ځانونه كاڼه واچوي“.


خو خلك په خپلو منځو كې سره وايي هغه مهال چې د سقراط ملګري (كريتو/Crito) هغه ته د تېښتې د لارې نقشه وركړه، هغه له تېښتې ډډه وكړه:


”زه د خپل هېواد قانون محكوم كړى يم او بايد هغه ته غاړه كښېږدم، كه داسې ونه كړم، نو خپلو پلويانو ته به مې د قانون ماتولو لار ورښولې وي“.


په دې توګه دغه له ځان څه تېرېدونكي فيلسوف د مرګ لار غوره وګڼله او له محاكمې څخه يوه مياشت وروسته د مرګ ورځ راورسېده. ملګري يې په دې موده كې له هغه سره په زندان كې وو. سقراط د مرګ د ورځې په سهار خپله مېرمن او ماشومان كور ته ولېږل او ويې ويل:

”نه غواړم چې د ژوند په وروستيو شېبو كې چيغې او ژړاوې واورم“.


سقراط هغه مهال هم د نورو په پرتله غلى ښكارېده او له هغوى سره يې د تلپاتې اروا په اړه خبرې كولې. د ګور پر غاړه يې ژونديو ته هيله بخښونكى وصيتليك ليكه، په دې هيله ناك وصيتليك كې به سقراط روحاني پلار ”سنټ پل/Saint Paul“ وګڼو.


د هغه ايمان د مسيحيت د عقيدې پر بنسټ تلپاتې اروا ده، چې څلور سوه كاله وروسته تر هغه اعلان شوه. سقراط به په زندان كې ويل، تن د اروا لپاره يو زندان دى او زنداني اروا تل هڅه كوي چې خپلواكي ترلاسه كړي.


ټاكلې ورځ په چټكۍ سره راروانه ده، په دې موده كې د هغه خبرې ډاډبخښونكې، ارامې، له زغمه ډكې او متينې دي. هغه خپل مطالب په بېلابېلو ډولونو بيانوي، چې ملګري يې دى، په سمه توګه وپېژني.

تن (وجود) د موسيقۍ د يوې الې په څېر دى او اروا هغه نغمه ده، چې په هغه كې غږول كېږي.


دا وسيله ماتېږي، له منځه ځي، خو نغمه تلپاتى عمر لري. اروا هغه مهال رښتينې سمسورتيا مومي، چې له ناولي تن څخه والوزي، ځكه كله چې عمر د پاى لوري ته نژدې كېږي، غم ته بايد تسليم شو، دا بې ارزښته اړيكي دي.


د اروا ازادۍ ته زړه ښه كړئ، ځكه د خداى لوري ته ورګرځئ.

”بتې (قو) چې كله مرګ ته نژدې كېږي، غوره نغمې اوروي. هغوى د خپل احساس په مرسته د (اپولو) غږ چې د موسيقۍ الهه ده اوري. ايا زما ايمان، د يوه فيلسوف ايمان، بايد د بتو تر ايمان كمزورى وي؟“.


د سقراط غږ نور نه اورېدل كېږي. د لمر پرېوتو ته لږه شېبه پاتې ده، د زندان ساتونكى د بند خونې ته راځي.


”اى سقراطه! ما وبخښه چې د خپلو واكمنو په امر بايد دا جام د خپل عصر د يوه سپېڅلي او شريف انسان په لاسونو كې كښېږدم“.


كله چې له سقراط څخه مخ اړوي، په چيغو چيغو ژاړي، دا مهال پر ټولو د وارخطايۍ او هيجان څپه راځي، يوازې سقراط دى، چې پوښتنه كوي:


”دا چيغې او ژړاوې د څه لپاره دي؟ ما ښځې بهر وايستلې چې دا ډول منظره ونه وينم، ارام واوسئ او زغم خپل كړئ”.


ملګري يې د دې خبرې په اورېدو وشرمېدل او له ژړا څخه يې لاس واخيست. سقراط په داسې حال كې چې ګامونه يې پورته كول، د زهرو له جام څخه يې غوړپ وكړ، پر شونډو يې توده موسكا خپره وه. د هر يوه ملګري پر اوږه يې لاس ايښود او ډاډ به يې وركاوه. نور يې نو د زهرو د اغېزو له كبله نه شواى كولاى وګرځي. په يوه څنډه كې څملاست او خپل مخ يې پټ كړ (كريتو) له ځان سره وايي:

”كله چې زهر زړه ته ورسېږي، كار يې تمام دى“.


يو ناڅاپه سقراط خپل مخ لوڅوي. هغه خپلو ملګرو ته يو بل پيغام هم لري:

”اى كريتو! زه د اسليپوس د يوه چرګ پوروړوى يم. هيله لرم چې زما دا پور هېر نه كړې“.

كريتو ځواب وركوي:


”دا پور به دې پرې شي، ايا كومه بله غوښتنه هم لرې؟“.

كوم غږ پورته نه شو. زهرو زړه ته لار موندلې وه، كريتو د هغه خوله او سترګې سره ورولي.

|||

د سقراط خوله وتړل شوه، خو خبرې يې تلپاتې او نه هېرېدونكې دي.

”شرارت او بېعدالتۍ په زړه سوي او دښمنۍ په بخښنې ځواب كړئ. خپلو دښمنانو ته د هغوى د ناپوهۍ له كبله سزا مه وركوئ، بلكې هغوى وپوهوئ، زده كړه وركړئ او د ناپوهۍ له تيارو څخه يې وژغورئ.


د دويمې برخې پاى


د كتاب نوم  :: په فلسفه كې تلپاتې پېښې

ليكوالان  :: هنري توماس او دانالي توماس

ژباړن  :: نصير احمد احمدي د نصير احمد احمدي ژباړه

Also on Fandom

Random Wiki