Fandom

Pashto Philosophy

د عدالت پر لار د اپلاتون هڅې

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د عدالت پر لار د اپلاتون هڅې

(427_ 347 تر ميلاد مخكې)

اپلاتون هم د سقراط په څېر په يوه داسې چاپېريال كې سر راپورته كړ، چې له سياسي ناخوالو څخه ډك و. نوموړي د خپل ژوند په بيه د فلسفې په خپراوي لاس پورې كړ. راځئ د هغه ژوند له هغې شېبې څخه وڅېړو، چې د خپل استاد د مړينې پر مهال له اتن څخه تېښتې ته اړ شو.

سقراط د اپلاتون ښوونكى، هيله او لارښود و. جسمي او اروايي فشار اپلاتون دومره كمزورى كړى و، چې دا ”هوښيار او مدبر انسان يې“ د خپل ژوند په وروستيو شېبو كې هم ونه ليد. د سقراط مرګ وپوهاوه چې نور نو په اتن كې نه شي پاتېداى او هلته به يې ژوند خوندي نه وي.

اپلاتون ۲۸ كلن دى. له مړينې څخه وېره نه پېژني، هغه نړيوالو ته داسې يو پيغام لري، چې خپراوى يې خپله دنده ګڼي. هغه غواړي چې د خپل استاد نيمګړى كار بشپړ كړي. هغه په دې هڅه كې دى چې د سقراط ناليكلى وصيتليك چې له رښتينولۍ څخه ډك دى، په ژونديو تورو نړيوالو ته ورسوي. په همدې هيله يې د تبعيد لار غوره وګڼله. چې د حكمت زده كړې بشپړې كړي او د عدالت پر لار د خپلې فكري پياوړتيا هڅې ته قدرت وروبخښي.

له نېكه مرغه هجرت كولو ته بشپړ تيارى لري، ځكه كورنۍ يې شتمنه ده، نوموړى د ځلېدونكو مغزو او ډكو جېبونو خاوند و، په خپله خوښه يې دوه ځله د سرتېرۍ دنده ترسره كړې وه او دوه ځله يې د خوا (غېږې نيولو) د اتلولۍ لقب د ځان كړى و. رښتينى نوم يې اريستوكلس/Aristocles خو يوه ملګري يې هغه ته د پراخې سينې د درلودلو له كبله د اپلاتون مستعار نوم وربخښلى و او په نړۍ كې يې هم په خپل دويم نوم شهرت وموند.

اوس دا پياوړى انسان چمتو دى، چې رښتينې لار غوره كړي او يوې داسې لار ته ورګډ شي، چې هېښوونكو سيمو ته غزېدلې وي. د دغه وخت د لويانو په افكارو كې ورننوځي او د خلكو د ژوندانه پر رازونو، ستونزو او فكرونو باندې ځان پوه كړي. خو د سفر په ټولو پړاوونو كې، سقراط د هغه لارښود ستورى دى. دى په خپله وايي:

”د خداى شكر پرځاى كوم چې يونانى يې پيدا كړى يم، نه وحشي. ازاد زېږېدلى يم، نه بنده. نارينه يم نه ښځه اوتر ټولو غوره يې لا دا چې د سقراط په عصر كې مې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي“.

(2)

د اپلاتون دوولس كاله ژوند دپردې تر شا تېر شو، خو بيا هم د هغه له سفر څخه بېلابېلې نښې پرځاى پاتې دي. د هغه له پراخو افكارو څخه پوهېږو چې بايد مصر، سيسيلي، ايټاليا او ښايي هند ته تللى وي.

كله چې اپلاتون له مسافرۍ څخه راوګرځېد، نور نو هغه پخوانى اتنى نه دى، بلكې داسې يو شخصيت دى، چې په ټوله نړۍ پورې اړه لري. نوموړى د ”فراعنه“ پخوانيو دودونو ته درناوى كوي. د ايټاليا د وګړو سياسي اصولو ته د درنښت په سترګه ګوري او روښانه ده چې له شور، شوق او د هندوانو له سوله خوښوونكي خوى او خصلت څخه يې ډېر څه زده كړي دي. په حقيقت كې د اپلاتون ذهن هغې روښانه او ځلېدونكې ښيښې ته ورته و، چې لوړو فكرونو يې د نړۍ پوهان او سياستپوهان ځان ته وركښل او دهغه له ځلېدونكي ذهن څخه يو مطلب هم پټ او ليرې نه و پاتې.

د ښځو او ماشومانو درناوى، شته، د خبرو ازادي، د عبادت ازادي، د مينې ازادي، دولتي ودونه، د نژاد اصلاح، د ډېرو زېږونونو مخنيوى، د نارينه او ښځو ترمنځ برابر حقوق، ملتپالنه، ډيموكراسي او د ورورۍ لپاره د بشر هڅې، دا هغه څه وو چې د اپلاتون پراخ ذهن ته يې لار موندلې وه. د نوموړي دا ټولې فكري بېلګې د هغه د فلسفې لومړني توكي وو، هغه غوښتل چې يو خپلواك، جمهوري او د ځمكې پرمخ د يوه اسماني حكومت بنسټ كښېږدي.

بايد وپوهېږو چې د اپلاتون د (جمهور) كتاب، نظريات بېځايه نه وو، بلكې هغه په دې هڅه كې و، چې عملي بڼه وركړي.

اپلاتون پوهېده چې په اسپارت ښار كې چې له اتن څخه ډېر ليرې نه و، د ده يو شمېر نظرياتو عملي بڼه نيولې ده. اسپارت نومي ښار ته، سيلانيانو له ورتګ څخه ډډه كوله، خو اپلاتون په دې بريالى شو چې ښار ته د ننوتو اجازه ترلاسه كړي. دا ښار توانېدلى و چې د اپلاتون د جمهور يوشمېر اعمال ومني. كه څه هم د دې تجربې پايله په زړه پورې نه وه.

اپلاتون به د اسپارت حكومت ته ”چې تر ډېره حده تر كارل ماركس 2300 كاله راوروسته د ماركسيزم نظريات په كې راغونډ شوي وو“ د كركې او نفرت په سترګه كتل.

ده ليدل چې د اسپارت خلك ټولنيز ژوند لري، ټول په عمومي سالونونو كې ډوډۍ خوري، ځكه چې نه غواړي د هغوى په ښار كې څوك وږى ويده شي. دا ښار له شتمنو او بېوزلو خلكو څخه ډك دى. خو د بيت المال په شتو كې ټول وګړي ونډه لري. په دې توګه له ټولو څخه ملاتړ كېږي، هرڅوك د خپل استعداد په كچه ګټه اخلي او له هر چا سره د هغه د اړتيا له مخې مرسته كېږي. هېڅوك حق نه لري، چې د سرو او سپينو زرو او قيمتي ډبرو څښتنان شي، سكه پر اوسپنه وهل كېږي، ځكه اوسپنه داسې يو فلز دى، چې هېڅوك هم نه غواړي ډېره زېرمه يې ولري. په دې توګه د خلكو ترمنځ يو ډول برابري شته. خو يو ډول وحشيانه او بې اروا برابري. د هغوى يوازېنۍ دنده جګړه ده، له نويو زېږېدلو ماشومانو څخه يوازې غوښن او په تن پياوړي ماشومان د ژوند حق لري او پاتې يې د ژوند په هماغه لومړيو ورځو كې ډوبېږي.

ژوندي ماشومان د دې پرځاى چې په ښوونځيو كې ليك لوست زده كړي، د سرتېرۍ ځايونو ته د روزنې لپاره لېږل كېږي. هغوى ته ورښوول كېږي چې څنګه د خپلو واكمنانو اوامرو ته غاړه كښېږدي او بله دا چې له نړۍ سره به تل په جګړه كې وي.

ټول ښار په وسلو سمبال او د يوه وسلوال پوځ بڼه لري. د اسپارت خلك له خپلو ګاونډيانو سره سوله نه غواړي، زړونه يې د يووالي له خبرو څخه تش دي.تر دې چې د يونان د يووالي په سوچ كې هم نه دي. هغوى د دې پرځاى چې د پوهې او هنر مينه وال وي، يوازې پوځي ځيركتيا او د پوځ غلبه غواړي. همدا لامل دى چې ښار د يوې اوسپنيزې كلا بڼه نيولې ده. دوى په دې هڅه كې دي، چې د نفاق اور ته لمن ووهي او شعار يې له نورو هېوادونو سره جګړه ده. دوى هيله لري چې ټوله نړۍ دې د اسپارت بڼه غوره كړي.

اپلاتون د خپلو افكارو د پلي كولو لپاره، لومړى دا ښار غوره كړ. هغه په دې اند و چې ذهن يې بايد يوازې د دفاع په فكر كې نه وي. بلكې هڅه دې وكړي، چې دښمني په دوستۍ، مينه او ورورګلوۍ واړوي.

(3)

اوس اپلاتون د هغه په خپل اصلي ښار كې وينو. د هغه په له پېښو ډك ژوند كې لږه ارامتيا رامنځته شوې ده، هغه شور او ځوږ چې سقراط د مړينې پرمهال ورسره مخ و، اوس مهال لږ څه كرار شوى دى او اوس د پخوا په څېر فكر كول دومره خطرناكه نه دي. اپلاتون د خپل ژوند يوه برخه ليكوالۍ او زده كړې ته ځانګړې كړې وه. زده كوونكي يې روزل او خپل ذهن ته يې ځلا وربخښله او د خپلې فلسفې د اصلي طرحې (چې د خلكو ترمنځ عدالت او ورورګلوي وه) ستنې يې ټينګولې. د هغه د زده كړې دوران تر توپان مخكې كرارۍ ته ورته و، د هغه په وړاندې بېشمېره ستونزې پرتې دي، چې په راتلونكي كې به ورسره مخ شي. اپلاتون تر ښار دباندې يو ښوونځى جوړ كړ، چې وروسته اكاډمي ونومول شو. هغه د زيتون تر ونو لاندې او د روان رود د اوبو په زمزمه كې سخت په كار بوخت شو. ده به خپلو زده كوونكو ته هغه څه ورښوول، چې د نړى په ګوټ ګوټ كې يې زده كړي وو. اپلاتون دغه يووالي ته كله د ښايست او كله هم د نېكۍ نوم وركاوه. خو تل به يې ښايست او نېكۍ د عدالت په نوم پېژندل. دا دوه كلامه يې تل په روښانه ذهن كې پراته وو.

(جمهور) د اپلاتون غوره اثر دى. كولاى شو ووايو چې د هغه نور اثار د دې اثر په رڼا كې طرحه شوي وو. اوس به د (جمهور) پر افسانه چې د بشر يوه ستره فكري پديده ده، يو څه رڼا واچوو.

(4)

د هغه له ښوونځي څخه به يې پيل كړو. په دې ښوونځي كې لومړنى مطلب چې موږ تر اغېزې لاندې راولي، دا دى چې زده كونكي يو او بل د ورور او خور په نامه پېژني. له ښوونكي څخه پوښتنه كوو:

ايا په زده كوونكو كې دا يو ځانګړى دود دى؟

_نه! دا يوازې يو حقيقت دى. دا زده كوونكي په رښتيا هم د يو بل خور او ورور دي.

او كله چې پوهېږي دغه ځواب موږ حيران كړي يو، نو زياتوي:

”په دې ټولنه كې چې كوم ماشومان زېږي، د عمومي اړيكو زېږنده دي، اصيل نارينه له اصيلو نجونو سره يوځاى كېږي. منځني له منځنيو سره، همدارنګه ترپايه...دا هغه لار ده چې فارم لرونكي يې د خپلو حيواناتو په منځ كې كاروي.

دوى هڅه كوي چې بشپړانسان توليد كړي. لكه فارم لرونكي چې تل د ښه نسل د موندلو په لټه كې دي“.

ښوونكى د دې لپاره چې موږ هوسا شو، لنډه شېبه خپلې خبرې دروي، وروسته بيا په خبرو راځي.

”زموږ په ټولنه كې فردي يا خصوصي ودونه نه شته، هغه وخت چې ماشوم نړۍ ته راشي، نو د مور له غېږې بېل او روزنتون ته وړل كېږي. همدا لامل دى چې پلار او مور خپل ماشوم نه شي پېژندلاى“.

_ ايا دا كار له رحم او شفقت څخه ليرې نه دى؟

_”برعكس، دا د هغوى لپاره كاملاًانساني كار دى. په دې ټولنه كې هغه رنځ چې په نورو هېوادونو كې يې كورنۍ د خپلو اولادونو د پاللو لپاره ګالي نه تر سترګو كېږي. هېڅوك نه شي كولاى چې د غرور احساس وكړي. په دې چې ماشوم يې تر نورو ماشومانو پوه او هوښيار دى. ټول خلك د ښار ماشومانو ته د خپلو اولادونو په سترګه ګوري. ځكه نو دلته نړيواله ورورولي په سمه توګه ليدلاى شو“.

_ ستاسو په نړيواله ورورولۍ كې ښوونه او روزنه څنګه ترسره كېږي؟

_ ”زموږ موخه دا ده چې غوره وګړي وروزو، تر شل كلنۍ پورې د زده كوونكو د زده كړې ترمنځ كوم توپير نه شته. د جسم د پياوړتيا لپاره سپورټ او د اروا د پياوړتيا لپاره ساز او سندرې غوره ګڼو“.

_ وروسته تر هغه؟

_ ”په شل كلنۍ كې ځوانان د هغې ازموينې لپاره تيارى نيسي، چې په كې غوره وګړي ټاكل كېږي. موږ د هغوى په وړاندې بېلابېل ستونزې او ربړې ږدو، څوك چې له دغو ستونزو څخه بريالي راوځي، هغوى ته كرنه، په كارځايونو كې كارګري او د منشيتوب دندې ورسپارو. لكه څنګه چې يې تاسې هم وينئ زموږ طبقات د ارث او ولادت پر بنسټ نه دي جوړ، بلكې ستنې يې د وګړو پر ارزښت ولاړې دي‘.

_ هغه كسان چې له ازموينې بريالي وتلي، له هغوى سره څه كوئ؟

’هغوى ته اجازه وركول كېږي، چې خپلې زده كړې پرمخ بوځي، وروسته د (تصفيې او ټاكنې) پړاو راځي، هغه كسان چې په دې ازموينه كې پاتې راځي، په بله طبقه كې د ساتندويانو تر څنګ درېږي، چې د خپل هېواد دفاع وكړي‘.

_ او هغه كسان چې له دې ازموينو څخه په سرلوړۍ او بري سره تېر شي؟

_ ”دا وګړي چې تاسې هم پوهېږئ، شمېره يې ډېره لږه ده، پنځه كاله پرله پسې د فلسفې زده كړه كوي، په زده كړه كې اصلي موخه د رښتينولۍ موندل دي، چې د مادي نړۍ رښتينې بېلګه ده.

د رښتينولۍ په اړه د اپلاتون نظريه روښانه نه ده، خو موږ به هڅه وكړو، چې دا مسئله د څو بېلګو په راوړلو سره يوڅه رڼه كړو. ځكه بايد د اپلاتون پر بنسټيزې موخې رڼا واچوو.

د اپلاتون په اند مادي نړۍ د خداى يوه نيمګړې اروا ده. په نړۍ كې هرڅه يوه اروا ده. د انسان رښتينولي هغه حقيقت ته ورته دى، لكه د لمر وړانګې چې پر ځمكې لګېږي، خو هغه وګړي چې موږ يې د نارينه او ښځو په نوم پېژنو، هغه تياره سيوري دي، چې د لمر له رڼا څخه تيارو سوړو ته پناه وړي. كه د غار دېوالونه په بشپړ ډول وچ كړاى شي، نور به د رڼا د انعكاس اغېز پاتې نه وي. په دې مانا چې وګړي مري. خو د هغوى انساني حقيقت، رښتينې او بنسټيزه برخه به د تل لپاره ژوندۍ او تلپاتې وي.

په دې توګه هر هغه څه چې په دې نړى كې شته، دوخت (زمان) يو تېرېدونكى سيورى دى. خو د فكر رښتينولي يو تلپاتى او پرځاى جوهر دى.

دا الهي رښتينولي د يوه اواز د نټونو په څېر يو له بل سره يووالى لري او دوى چې د ژوند ډولونه زېږوي. د دې يووالي د بشپړو فردي اخلاقو سازش، د نړۍ په وړاندې د هغوى كړنلاره له انساني همدردۍ سره پيوستون او له ښارونو او ستورو سره اړيكي، هماغه عدالت دى.

دا هغه فلسفه ده، چې د دې ډلې د نارينه وو او ښځو لپاره غوره شوې ده. دا ډله په خپله دويمه ازموينه كې هم بريالۍ شوې ده. دوى ته به نوره زده كړه هم وركړل شي او پنځه كاله وخت غواړي، چې هغوى د دې پيوستون په رښتينې مانا وپوهېږي، په تېره بيا هغه څه زده كړي، چې په خپل ورځني ژوند كې يې په درد خوري“.

_ او وروسته؟

_ ”په دې پړاو كې دوى د فلسفې له اوج څخه هغه څه ته راكښته كېږي، چې نوم يې د ژوندانه د رقابت غوښتنې ځمكتلى (زېرزميني) ده. دا وګړي اوس پنځه دېرش كلن دي، پنځلس كاله هغوى هڅول كېږي، چې خپله فلسفه په عمل كې پلې كړي او د كركې، نفرت، ځانغوښتنې، حسادت او د پرمختګ د مخنيوي د توپانونو پرضد مقابله وكړي. هغه وګړي چې له خپلې وروستۍ ازموينې څخه بريالي راووځي او اخلاقي ستنې يې پياوړې وي، په خپله د واكمنۍ مقام ته رسېږي. ناوړه ښارونه بايد د هغو مېرمنو او نارينه وو له خوا اداره شي، چې قوي ماغزه او نرم زړونه ولري.

دا واكمن فيلسوفان چې د لوړې زده كړې او ښې روزنې څښتنان دي او ستونزمنې ازموينې يې تر شا پرېښي، دا توان لري چې زموږ په منځ كې سوله ټينګه او د بشر ټول وګړي خوښ او نېكمرغه ژوند ته راوبولي.

دا د ښوونې او روزنې هغه حيرانوونكې كړنلاره ده، چې د اپلاتون په (جمهور) كې يې وينو. ښه به دا وي چې د دې حيرانوونكي هېواد پر ځينو نورو چارو باندې هم رڼا واچوو.

هرځاى كارګرانو ته پوره مزد وركول كېږي، عدل او انصاف تر سترګو كېږي، پلورونكي او سوداګر په لږه ګټه قناعت كوي او كارګران ډېرې پيسې نه اخلي. له جنايتكارانو سره د اروايي ناروغانو په څېر چلند كېږي. هغوى روغتونونو ته وړل كېږي، چې له ستونزو او كړاوونو څخه خوندي او په پاى كې يې د ناروغۍ درملنه وشي. په روغتونونو كې د هغوى د پاتېدو موده په قضا او قاضي پورې اړه نه لري، بلكې دا ډاكټران دي، چې د ناروغ روغتيا تاييدوي. دا جنايتكاران تر هغه وخته په روغتونونو كې پاتېږي، چې په سمه توګه يې درملنه نه وي شوې. په جمهور كې نه قاضي شته، نه مفصل قوانين“.

د اپلاتون په وينا:

”هرڅومره چې قوانين مفصل او له نوښته ډك وضعه شي، په هماغه كچه قانون ماتوونكو ته د جنايتونو د ترسره كولو اسانتيا برابرېږي“.

خلكو زده كړي، چې څنګه د خپلو كړنلارو شاهد او كتونكي وي، چې د پوليسو څارنې ته اړتيا پيدا نه شي.

هرڅوك چې هرڅه كوي، كولاى يې شي. خو په يوه شرط، هغه دا چې د نورو حقوق تر پښو لاندې نه كړي.

د اپلاتون په عقيده دا د عدالت بشپړه او غوره مانا ده. په بله وينا، د دې پرځاى چې خلك د يوه بل غوښې وخوري او يو بل ته غاښونه وبرېښوي، غوره به دا وي چې په يووالي سره په خپلو منځو كې يو ډول سازش او روغه سره وكړي.

(5)

دا دى هغه خوږ خوب، چې اپلاتون يې ويني. د يوه داسې ښار خوب، چې په هغه كې عدالت، ښكلا، وروري او خيرغوښتنه واكمنه ده. خو اپلاتون داسې څوك نه دى، چې يوازې دې په خيالي خوبونو بسنه وكړي، بلكې هغه غواړي چې خوب يې رښتينې بڼه ومومي او په ويښه كې يې عملي كړي. په همدې هيله خپل ښوونځى پرېږدي، چې پر خپلو اوږو بار خپله بېسارې دنده، په عمل كې پلې كړي.

ځكه په ډاډه زړه په سيسيلي كې د سيراكوس پاچا، د يونيسوس/Dionisus ته وړانديز كوي، چې ده ته اجازه وركړي، چې په دې جګړه غوښتونكې نړۍ كې يوه سوله پاله ولسواكي پلې كړي.

اپلاتون په خوښۍ سره اتن پرېږدي، نوموړى په سمه توګه د بشر د زړه له بدلون سره اشنا دى، ديونيسوس د مجرد حقيقت مينه وال دى او څرګنده نه ده كله چې ورسره مخ شي، څنګه يې وارزوي، اپلاتون هغه په جمهور نومي كتاب كې ليكلي دي، چې: ”واكمن فلسفيان يوازې په هغه څه پوه وي او زړه ورباندې تړلاى شي، چې ضروري دي. له نورو څيزونو څخه بايد سترګې پټې كړي. دى بايد د شخصي كور خاوند نه وي، بلكې يوازې دې دومره څه ترلاسه كړي، چې د ژوندانه اړتياوې يې پوره كړي. څه چې له دغو پاچايانو سره ښه ښكاري، هغه له ولس سره ښه چلند، عدل او انصاف دى. نه دا چې پر قيمتي ډبرو ايمان راوړي. دوى ته دومره هوساينه بس ده، چې جسم او اروا ته يې د زغم وړ وي. واكمنان بايد د فيلسوفانو په څېر وروزل شي، كه داسې نه وي، نو هغوى به هېڅكله هم دا لوړ مقام ترلاسه نه كړي“.

د اپلاتون په (جمهور) نومي كتاب كې وينو، چې بشپړه زده كړه پنځوس كاله وخت نيسي. پنځوس كاله زده كړه، يو بشپړ او كامل انسان ټولنې ته وړاندې كولاى شي.

څرګنده ده، چې پر ديونيسوس به د اپلاتون خبرې اغېز ونه كړي، ځكه هغه له وړكتوب څخه په ستره ښاري ماڼۍ كې په ناز او قدرت رالوى شوى دى. دا مغروره پاچا به هېڅكله هم د اپلاتون خبرو ته تسليم نه شي. خو اپلاتون د خپل بخت په ازموينه كې، ټينګ ولاړ دى. هغه غواړي چې د خپل ژوند په بيه دې كار ته لستوڼي بډ وهي او يوه نازولي واكمن ته د فلسفې زده كړه وركړي.

اوس به ووينو چې څه كېږي؟ ديونيسوس اپلاتون په پراخه ټنډه مني او د ټولو ترمخ يې درناوى كوي. خو ډېر ژر د هغوى ترمنځ ستونزې پيدا كېږي. كه څه هم چې پاچا په لومړيو كې خوښ برېښېده، چې په دربار كې يو هوښيار او مدبر انسان ويني، اپلاتون يې خپل سلاكار وټاكه، خو د اپلاتون په خبرو پوه شو چې د جمهور كتاب هغه څه نه دى، چې ده يې غوښتنه كوله. د جمهور كتاب په منلو سره به يې د خپلې پاچايۍ ټول شان، شوكت او امتيازونه تر پښو لاندې كول، خو ده نه غوښتل چې ان پر خپل وزير هم يو وړوكى امتياز ولوروي. ځكه يې اپلاتون ته وويل:

”زه ستا له موخې سره مينه لرم، خو ما ته ستا عقيده د منلو وړ نه ده“.

اپلاتون وړانديز وكړ چې د هېواد په بنسټيزو اړخونو كې بايد يوشمېر بدلونونه راوستل شي. خو د هغه په دې وړانديز د پاچا پر شونډو له بدګومانۍ ډكه موسكا وغزېده.

كله چې اپلاتون د پاچايۍ پر ځينو اړخونو نيوكې وكړې او ويې ويل چې د غلا او بډې اخيستنې ټغر دې ټول كړاى شي، نو پاچا خپلې وروزې سره بېرته كړې او هغه مهال چې اپلاتون پاچا ته د ازموينې د وركړې يادونه وكړه، چې د پاچايۍ لپاره د هغه وړتيا څرګنده شي، د پاچا له خولې څخه وېروونكې چيغه راووته:

”دا نو په څرګنده توګه له پاچا سره خيانت دى“.

قهرجن وزيران هم له پاچا سره ملګري شول:

”او د حكومت په وړاندې بغاوت...!“.

لنډه شېبه وروسته د خلكو ډلې نارې كړې، اپلاتون وليدل چې عوام هغه چا ته غوږ نيسي چې ږغ يې تر نورو لوړ او بر وي.

فيلسوف زنداني شو، ايا هغه جنايت به بيا تكرار شي، چې سقراط ورسره مخ شو؟

مريدان يې هر كار ته چمتو دي. خو اپلاتون خپله وروستۍ دنده هم پايته ورسوله. نوموړي خپل (جمهور) نومى كتاب نړيوالو ته وسپاره، اوس نو د نورو خلكو دنده ده، چې په عمل كې يې پلى كړي. اپلاتون د جمهور په عملي كولو باوري و. د بشر ترمنځ يې پر ورورۍ عقيده درلوده، هغه پوهېده چې د عملي كولو لپاره يې يوازې يو څه وخت ته اړتيا ده.

اپلاتون مرګ ته غاړه ايښې، خو مجازات يې تر مرګ هم درانه دي. پاچا داسې طرحه جوړوي چې هم يې طبعه خوشحاله كړي او هم يې جېب ډك، دى غواړي د نړۍ يو خپلواك سړى د غلام په توګه خرڅ كړي. له دې سره اپلاتون چې خان او شتمن نړۍ ته راغلى و، غلامېږي.

(6)

چا چې پر اپلاتون پيسې وركړې، تر ديونيسوس پاچا لږ ظالم و. په اپلاتون به يې يو څه موده خپل ماشومان كرارول. ده به اپلاتون ته په سپكه كتل، چې ګواكې سپكو او لوېدلو كارونو ته پيدا شوى دى.

اپلاتون په دې عقيده و، چې ”هر ژوند يوه بېلګه لري او په همدې هيله بايد د خپل ژوند يوه بله څنډه هم ووينو، ځكه د پاچايانو د بزم پرځاى د غلامۍ پر دسترخوان كښېناست. ښايي دا به هم د رښتيني ارادت پر مانا د پوهېدا يوه لار وي“.

(۷)

اپلاتون د خپلو ملګرو په مرسته له بند څخه خوشې كړاى شو. د خپل ژوند وروستۍ ورځې يې په ارامۍ سره تېرې كړې، نوموړي خپل زده كوونكي د نړۍ ګوټ ګوټ ته واستول، چې نړيوال د رښتيني عدالت په مانا وپوهوي.

”كله چې فيلسوفان واكمنان شي، يا هم واكمنان فلسفي اروا او ځواك ترلاسه كړي، نو په دې شېبه كې د بشر هر توكم (نژاد) له ستونزو څخه خلاصون مومي او رڼا ته راوځي“.


د كتاب نوم  :: په فلسفه كې تلپاتې پېښې

ليكوالان  :: هنري توماس او دانالي توماس

ژباړن  :: نصير احمد احمدي


د نصير احمد احمدي ژباړه

Also on Fandom

Random Wiki