Pashto Philosophy
Advertisement

روسو، د فرانسې د انقلاب پلار

(۱۷۷۸_۱۷۲۱ م كال)

يو ارام- خو له نېستۍ، جنايت، كركې، نالورېينې، شفقت، بدګومانۍ، حماقت، فضل او پوهې څخه ډك ژوند، د روسو(Jean Jacques Rousseau) ژوند جوړوي.

د هغه فلسفه يو فكري سيسټم نه، بلكې يوه احساسي حماسه ده، انګرېز فيلسوف ډيوېډهيوم (Dived Hume ۱۷۱۱-۱۷۷۶م كال) ليكلي دي:

”روسو په خپل ټول ژوند كې يوازې احساس كړى دى“.

په تاريخ كې ډېر لږ وګړي تېر شوي دي، چې د برخليك له ضرباتو او د نړۍ له بېعدالتۍ سره يې دومره حساسيت ښوولى وي. هيوم خپل نظر داسې پسې غزوي:

”روسو يو داسې سړى دى، چې نه يوازې په ظاهره د بدلونونو ښكار شوى دى، بلكې كله- كله سم دم خپل ماهيت ته بدلون وركوي او په دې حال كې د ستونزو، شور او ځوږ په وړاندې په جګړه راوځي“.

اوس به د دې حساس فيلسوف حماسه- چې د خپل عصر د تېري او دښمنۍ په اړه يې ويلې ده، له نژدې څخه وڅېړو.

(۲)

روسو په ۱۷۱۲م كال په يوه نېستمنه كورنۍ كې وزېږېد او په ماشومتوب كې يې خپله مور له لاسه وركړه.

پلار يې چې يو ساعت جوړوونكى او د نڅا ښوونكى و، روسو په وچه ډوډۍ رالوى كړ او له اخلاقي پلوه يې بې بند و باره او بې پروا وروزه.

روسو په دوولس كلنۍ كې ښوونځى پرېښود او په شپاړس كلنۍ كې له خپل ټاټوبي (ژنو) څخه وتښتېد او د ګېډې ډكولو لپاره به تل له يوه ښاره بل ښار ته په سفر كې و. په پاى كې د تورين(Turin) ښار په يوه دير (هغه ځاى چې راهبان په كې اوسي) كې مېشت شو. په دې ځاى كې يې له يوه كشيش سره ملګرتيا ټينګه شوه او له هغه څخه يې وغوښتل چې دى دې د كاتوليك مذهب ته ورواړوي.

روسو وروسته اعتراف كړى او ويلي يې دي، چې د كاتوليك مذهب ته يې ځكه پناه يووړه، چې وږې ګېډه يې ډكه شي، نه دا چې خپله اروا قانع كړي. ”دا نه شم كولاى چې ځان له ځانه پټ وساتم، هغه سپېڅلي كارونه چې د مذهبونو د بدلولو په مراسمو كې مې ترسره كړل، په حقيقت كې د ايمان پرځاى نه- بلكې د ريا لپاره وو“.

څو كاله وروسته يې د پروتستان مذهب غوره كړ، خو بيا يې له كليسا څخه مخ واړاوه، چې په خلوت كې ”له خداى او خپل وجدان سره“ عمر تېر كړي.

خو تر دې دمه دومره په ګناهونو لړل شوى و، چې نړيوالو ته يې بيانول خپله دنده ګڼله. د نوموړي د ”اعترافونو“ كتاب چې په بيوګرافي ليكنه كې يو شاهكار ګڼل كېږي، په خپله د ژورتيا او ډېرو ويناوو ايت دى. روسو مينه درلوده چې خپله اروا بربنډه او بې پردې نړيوالو ته وروښيي. د هغه ډېرو ويلو او اعترافونو داسې يو بنيادم معرفي كړى دى، چې ”له هر ډول پاكوالي او فضيلت څخه تش دى، خو حيرانوونكى نبوغ لري“.

روسو چې كله په تورين ښار كې دير پرېښود، نو د مېرمن دوورسلي (Madam de Vercellis) په خدمت بوخت شو. دا مېرمن څو مياشتې وروسته مړه شوه او هغه مهال روسو د هغې له كور څخه د جواهراتو د يوې ټوټې د غلا په تور ونيول شو. روسو پوليسو ته وويل چې دا ټوټه جواهر هغې نجلۍ وركړي، چې ده مينه ورسره لرله. د روسو دې شهادت هغه نجلۍ په سزا او بند محكومه كړه او په خپله روسو ازاد شو. نوموړي وروسته په خپل كتاب (اعترافونو)كې د دې پېښې يادونه وكړه او ويې ليكل، چې د هغې نجلۍ په حق كې چې د درواغو شهادت يې وړاندې كړ، دا عمل ځكه روا ګڼي چې هغه نجلۍ يې خپله محبوبا ګڼله. د روسو په ناڅرګندو اصولو كې، مينه ټول جنايتونه آن د معشوقې په وړاندې هم جنايت روا ګڼي.

خو روسو په خپله د مينې اسير شو. د مېرمن دووارن(Madam Dover Ellis) په نوم يې پر يوې شتمې نجلۍ مينه راغله. نهه كاله يې د هغې مينه په داسې حال كې په زړه كې وساتله، چې يو بل نارينه هم په دې مينه او محبت كې ګډ و، خو ده ارزښت نه وركاوه. تر دې چې د هغه رقيب مړ شو او روسو خوشحاله و، چې ”د رقيب جامې او د مېرمنې مينه“ دا ټول هغه ته ځانګړي شول.

كله چې به له دا ډول پېښو وزګار شو، نو خپل ډېر وخت به يې د ځان په څېر له لالهاندو او دربدرو خلكو سره تېراوه. كله به يې له خپلو ملګرو څخه غلا كوله او كله به هغوى د ده جېبونه تشول. په همداسې بېځايه ګرځېدو كې يوه ورځ په ناڅاپي توګه په ونيز كې د فرانسې له عياش سفير سره اشنا شو او سفير هم هغه خپل منشي وټاكه. د هغه دنده رضايت بخښونكې وه، خو د معاش پرځاى يې يو موټ ستاينې ترلاسه كولې.

روسو د مزد د نه وركولو له امله د فرانسې حكومت ته شكايت وكړ، كه څه هم ټولو د ده د حق په پلوي خبرې كولې، خو هېچا هم مرسته ورسره ونه كړه.

د فرانسوي چارواكو دې بې پروايۍ د روسو په ژوند كې يو لوى بدلون رامنځته كړ او تر دې نېټې وروسته يې په ژوند كې يوه موخه ترلاسه كړه، روسو غوښتل په هره بيه چې وي، د فرانسې حكومت په وړاندې مبارزه وكړي. نوموړي هيله درلوده چې د فرانسې حكومت او ټول هغه حكومتونه چې د خلكو له خوښې پرته جوړ شوي، ونړوي.

روسو په يوه سيمه كې په ارامۍ سره ژوند پيل كړ، خو نه د عزت او ابرو ژوند. لكه څنګه چې د قانوني واده د مقرراتو په وړاندې بې تفاوته و، همداسې يې د كشيش له مداخلې پرته ”كورنۍ“ جوړه كړه. مېرمن يې ترز لوواسور (Therse Le Vasseur) نومېده، چې په پاريس كې د ده د كور خدمتګاره وه.

له هغې سره يې د څوكلن ګډ ژوند ثمره پنځه اولادونه وو، خو يو يې هم په خپله لوى نه كړ، بلكې خپل ټول ماشومان يې لا د ژوند په لومړيو ورځو كې د كوڅه يي ماشومانو لپاره ځانګړي روزنتون ته وروسپارل. څوك نه پوهېږي چې روسو په خپله مېرمن كې څه ليدلي وو، چې پر هغې يې زړه بايلود، ځكه ترز لوواسور يوه ناپوهه او بدرنګه ښځه وه او روسو ډېره خواري وګاللـه، چې خپله مېرمن په ليك- لوست وپوهوي. روسو د خپلې مېرمنې په پوهولو كې ډېر زيار وايست، خو هغې آن د مياشتو نومونه هم زده نه كړل. ترز لوواسور ډېره مادي اشتها درلوده او له هغو هلكانو سره يې، چې په غوجلو كې به په كار بوخت وو، مينه كوله، ويل يې: ”هغوى راباندې ځكه ګران دي، چې ماته ډېر ورته والى لري“.

ښايي روسو له دې امله پر هغې زړه تړلى و، چې هغه يې د ”ساده وحشي“ يوه بېلګه او د خپلې فلسفې ايډيال شمېرله.

روسو د انسان په اخلاقو كې بدويت خوښاوه او ويل يې، لكه څنګه چې وحشيان د تفكر توان نه لري، له بدغوښتلو څخه هم ليرې دي. له ترز سره د هغه مينه هر رنګه چې وي،خو دا روښانه ده چې ترز خپل خاوند ته تر خپله وسه اسانتياوې برابرولې، چې وتوانېږي خپل فلسفي افكار بشپړ او هغوى ته نظم وركړي.

(۳)

روسو څلوېښت كلن و، چې د خپلو فلسفي پېښو په لار كې يې ګام واخيست. د ديژن(Dijon) پوهنځي يو سوال طرحه كړ چې ايا علم او هنر د ټولنيز فساد لامل ګرځېدلاى شي كه برعكس؟ د دې پوهنځي له خوا اعلان وشو، چې كه چا دې پوښتنې ته سم ځواب وركړ، نو جايزه به وركړل شي. روسو دا پوښتنه ځواب او جايزه يې ترلاسه كړه.

روسو په خپله رساله كې په ډېره ځيركتيا- روڼاندو وګړو ته يادونه كړې چې تمدن تر ډېره بريده د شر زېږنده دى او ډېر ظلمونه له هغه ځايه سرچينه اخلي چې فكر مو پر زړه حكومت وكړي. څومره چې د نړۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه كوو، په هماغه اندازه يې نيولو ته نژدې كېږو او په دې توګه د لوستو طبقو ځانغوښتنه د بېسواده او ناپوهو طبقو په اسارت او بندګۍ سره پاى مومي. روسو باور درلود چې پوهه او تقوا له يو بل سره جوړجاړى نه لري. هره پوهه د يوه ټيټ هدف او موخې له امله زېږېدلې ده. د ستورپوهنې علم له فال ليدلو څخه سرچينه اخلي، چې موخه يې د خصوصي او شخصي هدفونو لپاره د ستورو كارول دي.

فصاحت له سياست څخه لاسته راغلى او د سياستوالو موخه دا ده چې پر هغو وګړو ښاغلتوب او واكمني وكړي، چې لږ تېرى كوي. حساب او هندسه له مال او شتو سره زموږ د حرص زېږنده ده او آن د چاپ فن هغه خوب راوړونكى معجون دى، چې شتمنو د بېوزلو د تسكين او د هغوى د پاڅون د مخنيوي لپاره رامنځته كړى دى.

”د فيلسوفانو ترمنځ يو متل دود دى، چې وايي په هغه ځاى كې چې هوښيار او باسواده وګړى پل كښېږدي، رښتيني او شرافت لرونكي خلك ورك كېږي“.

په دې توګه يو اندېښمن وګړى ”يو فاسد حيوان دى“. نو راځئ مخكې تر دې چې زړونه د مغزونو اسيران شي، په ښوونه او روزنه كې له افراط څخه ډډه وكړو.

روسو د طبيعت د ”اصيل وحشي“ ستاينه كوي. هغه مخلوق چې ښوونه نه وي ورښوول شوې، له ځانغوښتنې او فساد څخه ليرې دى. هغه موجود دى چې استدلال نه پېژني او د احساساتو په لارښوونه عمر تېروي. د عقل له بندګۍ څخه ازاد دى، ”نو غوره دا ده چې موږ هم د عقل د بندګۍ كړۍ وشلوو او زړه احساس ته وسپارو“.

روسو چې سخت د خپلې ليكنې تر اغېزې لاندې راغلى و او د زده كړې او ښوونې په لار كې خنډ ګڼل كېده، ساده ژوند ته يې مخه كړه. نوموړي خپل ساعت وپلوره او ويې ويل چې نور نو د وخت پوهېدو ته كومه اړتيا نه لري. متمدن ژوند يې پرېښود، طبيعت ته راوګرځېد، خو ډېر د ذهن په نړۍ كې- نه د عمل. اعلان يې وكړ، ټول وګړي د روسو او خداى په اند يو ډول دي.

روسو خپل نظريات د ”مساواتو په نشتوالي كې خبرې“ په نوم په يوه بله ليكنه كې په غوره توګه څرګند كړل. هغه وايي: بشر په خپله طبيعي بڼه ښه برېښي دا يوازې ټولنيز دود او نظامونه دي چې بدرنګه كوي يې“ او په دغو ټولو كې ناوړه نظام د اموالو خصوصي ملكيت دى.

”هغه چا چې په لومړي ځل يې يوه ټوټه ځمكه خپله وګڼله او اعلان يې وكړ چې دا زما مال دى او خلكو په سادګۍ سره د هغه پر خبرو باور وكړ. په حقيقت كې د ظالم حكومت لومړنى بنسټ ايښودونكى دى“.

روسو په دې باور دى، چې له ”شر“ څخه د خلاصون يوازېنۍ لار ”د تمدن پرېښودل“ دي، ځكه ټول وګړي په خپل طبيعي حالت كې غوره دي. وحشي انسان د نېكمرغۍ لپاره يوازې خوړو ته اړتيا لري او كله چې يې ګېډه ډكه شي، له خپلو همډولو وحشيانو سره په سوله او ارامۍ كې ژوند كوي.

روسو د دې ليكنې يوه نسخه ولټر ته ورولېږله، خو د ولټر ځواب د روسو لپاره ډېر ځوروونكى و. ولټر ليكلي وو: ”د انسان د انواع په نوم چې دې كوم كتاب رالېږلى، مننه، كله چې يو څوك ستا كتاب ولولي، زړه يې غواړي چې په څلورو روان شي. خو شپېته كاله كېږي چې ما دا عادت پرېښى دى، له بده مرغه نه شم كولاى چې دويم ځل ځان په دې عادت روږدى كړم!“.

دې ليك د هغو دوو تنو ترمنځ چې هغه مهال لوى كره كتونكي ګڼل كېدل، يو څه ستونزې وزېږولې. ولټر روسو ”د بدمرغه لېوني“ په نوم ونوماوه او روسو هغه ته ”د شرارت او ورانكارې شپېلۍ“ لقب وركړ او ويې ليكل: ”هغه متفكر مغز او خبيثه اروا چې په ظاهره پر خداى ايمان لري، خو په حقيقت كې يوازې د شيطان مريد دى“.

دا ډول ستونزې د يوې وړې خبرې له امله پيدا شوې وې، دوى دواړو ته په وړاندې له خطر څخه ډكې دندې پرتې وې، روسو هم د ولټر په څېر غوښتل چې د هغې دورې بدي او شرارت يودم له منځه يوسي او يوه داسې غوره نړۍ جوړه كړي، چې نېكمرغه توكم (نژاد) ژوند په كې وكړي.

روسو يوشمېر زړه وړونكې صحنې په خپلو اثارو كې لكه: رمان، د ښوونې او روزنې په باب رساله، د مذهب په باب ليكنه، د تاريخ په اړه ليكنې او سياست او اخلاقو كې شرحه كړې دي.

دا كتابونه په تېره بيا د روسو ”اميل“ چې د يوه ايمان لرونكي انسان اعترافات په كې راغلي دي او (د ټولنيز قرارداد) كتاب د فرانسې پر انقلاب بې اغېزې نه و او د يوې پېړۍ لپاره يې يو لړ فلسفي افكارو ته لار پرانيستله. دا كتابونه اوس هم د هغو وګړو د نظرونو او تصوراتو غبرګون (انعكاس) دى چې په معاصره نړۍ كې يې خدايي رڼا په خاورينو زړونو كې روښانه ساتلې ده.

په لنډه توګه كولاى شو چې د روسو فلسفه په دوو جملو كې بشپړه كړو: د خداى احسان او د بشر د وګړو مساويتوب. روسو وايي:

”خداى هماغه نېكي او ښه والى دى“. پوښتنه كوي چې دا حقيقت مې له كومه موندلى؟ زړه مې ګواهي راكوي او پسې زياتوي چې د زړه دلايل د مغزونو تر برهانه روښانه دي.

په خپل يوه ليك كې ليكي: ”اه مېرمنې! كله زما د كار كوټې په خلوت كې، د شپې په تياره كې، هغه مهال چې خپلې پټې سترګې په دواړو لاسونو موښم، ذهن ته مې راګرځي چې خداى نه شته، خو كله چې د لمر د راختلو په باب سوچ كوم، چې هغه ورېځ او لړه چې پر ټوله نړۍ واكمنه ده، څيري او تيت كوي يې او طبيعت ته ځلا وربخښي، هغه مهال مې اروا د شك او ترديد له تورو ورېځو خلاصون مومي او يوځل بيا مې پر خداى ايمان ټينګ شي. د هغه پر نېكۍ او احسان ايمان راوړم، د هغه عبادت كوم او په حضور كې يې خاورو ته لوېږم“.

روسو به خپل ايمان او اعتقاد د فلسفې د شك لړلو استدلالونو له لارې نه ترلاسه كاوه، بلكې دا حقايق يې د ”زړه په سترګو“ ليدل. د هغه په اند همدا ليد موږ ته د دې توان راكوي چې د خپلو وجدانونو په راويښولو سره د خداى په خوښه او اراده چلند وكړو. د ښه والي لپاره زده كړې او ښوونې ته اړتيا نه لرو! ”د خداى شكر چې خپلواك يو او د عقل كوم زنځير مو تر پښو نه دى تاو. پرته له دې چې متمدن شو، كولاى شو چې نېكمرغه شو. خو د اخلاقي اصولو د زده كړې لپاره ولې خپل عمر بېځايه تېر كړو؟ د دې لپاره چې د بشري فكر له كږلېچونو او ناسمې لارې څخه په سمه توګه لار وباسو، له يوه ډاډمن لارښود سره مو پېژندلي دي“ دا ډاډمن لارښود زموږ غريزه ده. فلسفه مو زړه دى.

روسو وايي كه د زړه امر ته غوږ كښېږدو، ټول به يوه دين ته راواوړو. داسې يودين چې د ټولو لپاره به نېكمرغه وي. په دې دين كې به د طبيعت مينه، مساوي حقوق او له قشري عقايدو څخه خلاصون نغښتى وي، هغه غږ چې ”د زړه له دې نوي دين“ څخه پورته شو، د فرانسې په محافظه كارو رهبرانو كې يې ازانګې خپرې كړې، د بم په څېر وچاودېد او درباريانو ا و د كليسا مشرانو پر روسو له دې كبله يرغل وروړ، چې ويلي يې وو: ”خداى خپلو ټولو بندګانو ته په يوه سترګه ګوري“ ځكه دې وګړو خپل ځانونه تر نورو خلكو خداى ته نژدې او د درجې خاوندان ګڼل. روسو هيله درلوده چې نړۍ تر يوه واحد بيرغ لاندې راولي او زړونه د ايمان په رڼا روښانه كړي.

د روسو سياسي عقايدو د هغه تر نوي دين لا ډېر له شور او ځوږ څخه ډك وو. روسو د زور او واك له هر ډول كړنلارې سره، كه فردي يا ډله ييزه او كه د مشرانو له خوا، كه د عامو خلكو له خوا وه سخت مخالف و. ”انسان خپلواك زېږېدلى دى“ او له دې حق څخه چې په ماشومتوب كې يې لاره- بايد د تل لپاره ګټه ترلاسه كړي. يو شمېر حكومتونه كمزوري خلك د قدرتمنو لپاره قرباني كوي.

په دې توګه خپلواكي د خلكو د اسارت، ظلم او فشار تر اغېز لاندې راځي. د چارې لار د حكومت او خلكو ترمنځ يو ټولنيز قرارداد دى. داسې يو باورليك چې جان لاك يې پلوى و، چې خلك دې د دولت سمو قوانينو ته درناوى ولري او حكومت هم د خلكو انساني حقونه په پام كې ونيسي.

د روسو په عقيده دا ډول ټولنيز قرارداد د ډيموكراسۍ په حكومت كې غوره ځلېدى شي. خو داسې يوه ډيموكراسي چې په هغې كې ټول خلك له مساوي حقونو څخه برخمن وي، هغه حكومت ته چې ستنې يې د خلكو په رايه او غوښتنې نه وي درول شوي، د ډيموكراسۍ نوم نه شو وركولاى، بلكې دا ډول نظام د ”اشرافو په ټاكنه“ ولاړ دى. په يوه رښتينې ډيموكراسۍ كې بايد د هر وګړي اراده په مستقيمه توګه تجلي وكړي، نه د انتصابي استازو په توګه ”كه خلك پوره معلومات ولري، په خپله به تصميم ونيسي... او د اكثريت تصميم تل په خير او صلاح وي...“.

روسو په خپله دا مني چې دا ډول ډيموكراسي په يوه وړوكي هېواد كې پلې كېدى شي، ځكه ”په لويو هېوادونو كې په ماشيني توګه رايه وركول تر ډېره ناشونى كار دى. دا له دې امله چې خلك نه شي كولاى د دې كار لپاره پاك مامورين غوره كړي او يا د ټولو قوانينو د پلي كولو په وخت د خلكو له خوا دقيقه څارنه ترسره شي“.

”هغه مهال چې د خدايانو ملت پيدا شي، د هغوى حكومت به ډيموكرات وي، د دا ډول بشپړ او بې عيبه حكومت جوړول، د بشر لپاره ناشونى كار دى“.

خو پر هغو بنديزونو او محدوديتونو سربېره، چې انسانان يې لري، بيا هم د دا ډول حكومت جوړول څه ناڅه شونى كار دى.

تر هرڅه وړاندې بايد ”الهي حقوق“ په پام كې ونيسو، بيا انساني حقوق وپېژنو. وروسته د ټولنيز قراراداد ستنې ټينګې كړو، يانې داسې قانوني تشكيلات جوړ كړو، چې په هغو كې د قرارداد له مخې د ټولو حقوق او اړتياوې څرګندې وي. دا هغه يوازېنى حكومت دى، چې په هغه كې به ښاغلى او بنده شتون ونه لري.

(۴)

لكه څنګه چې برتراندراسل ويلي دي، دا ټولنيز قرارداد ”د فرانسې د انقلاب د ډېرو مشرانو مقدس كتاب“ شو. له همدې امله يې د هغه مهال د واكمنانو غوسه راوپاروله او ټولو د زړه له كومې دا غوښتنه كوله چې روسو دې له منځه لاړ شي. روسو په تېښته د سويس هېواد ته پناه يووړه، خو د سويس حكومت هغه ونه مانه. د روسو ليكل شوي كتابونه يې د خلكو په وړاندې وسوځول او په خپله روسو يې له هغه ځايه وشاړه.

روسو ته لنډ وخت لوى فردريك چې په خپله يو روڼاندى انسان و، پناه وركړه. خو د هغې سيمې كليوال، هغه وګړي چې روسو په خپلو ډراماتيكو روياوو كې هغوى ته د ”اصيلو وحشيانو“ لقب وركړى و، د روسو په وژلو پسې راووتل. دې كليوالو ويل چې: ”روسو د مذهب په وړاندې د هغوى اروا زهرجنه كړې ده او اوس غواړي چې بدنونه يې هم مسموم كړي. روسو انګلستان ته وتښتېدو او هلته يې د ډيويډ هيوم په ځوانمردۍ او مينې زړه وتاړه. خو د روسو اروا د ډېرو ستونزو په ګاللو سره له پښو غورځېدلې وه او نور نو له جنون او لېونتوب سره مخامخ شوى و. تر دې چې د هيوم په وړاندې هم بدګومانه شو او فكر يې كاوه چې هغه يې وژني. هغه مهال چې به يې سد او فكر پرځاى و، مهربانه كوربه به يې په غېږ كې نيوه او ويل به يې:

”نه، نه هيوم خاين نه دى“ په پاى كې يې وسوسه پر عقل بريالۍ شوه، خپل نژدې ملګري يې پرېښودل او له هغه ځايه وتښتېد. په پاى كې روسو ته اجازه وركړل شوه، چې فرانسې ته ورشي، ځكه د هغه د فكر له ګډوډۍ څخه دا تصور كېده، چې نور نو د فرانسې لپاره خطر نه شي پېښولاى.

د پاچا ساتندويانو هغه د ”متحرك مړي“ په نوم ياداوه، خو په دې نه پوهېدل چې كتابونه يې ژوندي دي او ساه لري.

(۵)

روسو د خپل ژوند وروستي كلونه د ”اعترافونو“ د كتاب په ليكلو تېر كړل. هغه كتاب چې ښايي نيمايي حقيقت او نيمايي هم خيالونه وي. هغه مهال چې د هغه د فكر كمزورى لمر مخ په زوال و، د ګناهونو سيوري يې اوږده برېښېدل، تر دې چې فكر يې په تياره كې ډوب شو او لنډ وخت يې په بېوزلۍ او غفلت كې تېر كړ او كله چې يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې، په خلكو كې اوازه خپره شوه، چې روسو خپل ځان په خپله وژلى دى.

له بده مرغه زموږ په ذهنونو كې د روسو نوم تر ډېره د ګناهكار په توګه ځاى نيولى، نه فيلسوف. د روسو نوم د ډېرو خلكو ژبو ته لار موندلې ده.

ديكتاتوران هغه د سوسياليسټي افكارو د خپراوي مسوول ګڼي. سوسياليسټان هغه غندي او وايي چې ديكتاتوري يې پياوړې كړې ده. مرتجع دينداران هغه خداى نه پېژندونكى ګڼي او خداى پېژندونكو ورباندې د مرتجع خداى نه پېژندونكي نوم ايښى دى.

په هر صورت، دا برخليك د هغو ټولو متفكرينو په نصيب و، چې نوي فكرونه يې خپاره كړي وو، داسې فكرونه چې له پخوانيو معتقداتو سره يې تضاد درلود.

ښايي وتوانېږو چې د دغو افراطي نظرياتو ترمنځ يو تعادل رامنځته كړو او ووايو، كه څه هم روسو لويې تېروتنې وكړې، خو په پاى كې يې د مذهبي ازادۍ او ټولنيز عدالت لار وموندله.

Advertisement