Fandom

Pashto Philosophy

د مشاء او اشراق فلسفې

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

د اسلامي فلسفې ښوونځي په دوه ډلو وېشل کېږي، د اشراق فلسفه او دویمه د مشاء فلسفه، چې د اشراق د فلسفې بنسټګر یا سالار شیخ شهاب الدین سهروردي (د شپږمې هجري سپوږمیزی پېړۍ عالم او صوفي) او د مشاء د فلسفې بنسټګر شیخ الریسس ابو علي سینای بلخي ګڼل کېږي. اشراقیان د اپلاتون لارویان او مشاییان د ارستو لارویان ګڼل کېږي. د مشايی او اشراقي تګلارو ترمنځ اصلي او جوهري توپیر دا دی، چې په اشراقي تګلاره کې د فلسفي مسايلو په ځانګړي توګه د (الهي حکمت) مسئلو په څېړنه کې یواځې د استدلال او عقلي تفکر بسیا نه کوي، بلکه د حقایقو د ترلاسه کونې لپاره دزړه سلوک او د نفس مجاهدت او د هغې تصفیه اړین او لازمي دی. مګر په مشايي تګلاره کې یواځې په استدلا بسیا کوي.

د «اشراق» ویي چې د روښنایي د تودوخې په مانا دی، د اشراقي تګلارې لپاره ګټور او پرځای نوم ګڼل کېږي، مګر د «مشاء» ویي، چې د (په لار تلونکي) په مانا ده، یا (ډېر پر لار تلونکې) يواځې نومونه ده، او د مشايي تګلاره نه افاده کوي. داسې ویل کېږي، چې ارستو او د هغعو لارویانو ددې لپاره مشايین ګڼل کېدل، چې ده (ارستو) د خپل عادت له مخې پلي تګ او لاره تلو سره درس و تدریس ورکاوه. نو که چېرې وغاړو، چې د مشايي فیلسوفانو لپاره یوه سمه او پرځای ویی وکاروو، نو د «استدلالي» ویي به سم او پر ځای وي. دلته باید ددې خبرې څېړنه وشي، چې ایا په رښتیا سره هم اپلاتون او ارستو د دوه مختلفو ښونځیو بنسټګر دي. او دارنګه اختلاف د ښوونکي (اپلاتون) او زده کوونکي (ارستو) ترمنځ وو. او ایا هغه تګلاره چې شیخ شهاب الدین سهروردي (چې لدې وروسته به یې د شېخ الاشراق په لنډ نامه یادوو) په اسلامي پیر کې بیان کړې. د اپلاتون لار ده او اپلاتون د معنوي سلوک، مجاهدت، د نفس د ریاضت، او د زړه د مکاشفې او مشاهدې لاروی وو؟ ایا هغه مسئلې، چې د شېخ الاشراق له پیر او له هغه راوروسته د اشراقیانو او مشاییانو ترمنځ د اختلاف سرلیک ګڼل کېږي، لکه د ماهیت اصالت او د وجود اصالت، د وجود کثرت او وحدت، د جعل مسئله، له هیولی او صورت څخه د جسم ترکّب او عدم ترکّب، د مُثُل او ارباب انواع مسئله، د اشرف امکان قاعده، او په سلګونو نورې مسئلې، چې د اپلاتون او ارستو ترمنځ د اختلاف ټکي دي، چې تردې دمه یې دوام کړې، او یا دا مسئلې یا لږ تر لږه ځینې ددې مسائلو اختراع او ابتکار شوي. او د اپلاتون او ارستو ارواګانې (ارواح) لدې څخه ناخبره دي؟

هغه څه چې په لنډ ډول به یې دلته ولولو دا دی، چې مسلماً د اپلاتون او ارستو ترمنځ د نظریاتو اختلاف شتون درلود: یانې د ارستو د خپل ښوونکي زیات نظریات رد کړي ول، او پر وړاندې یې خپل نور نظریات وړاندې کړي ول. د سکندریې ( ) په پیر کې، چې د یوناني او اسلامي پیرنو ترمنځ د پول حیثیت لري، د اپلاتون او ارستو لارویان په دوه ډلو ویشل کېږي، افغان فیلسوف ابو نصر الفارابي د «الجمع بین رأیي الحکیمین» په نامه کتابګوټي کې ددې دوه فیلسوفانو ترمنځ د منځګړیتوب کوښښ کوي. پدې کتاب کې ددې فیلسوفانو د اختلاف ټکي یاد شوي او کوښښ یې کړې، چې په یوې لارې سره دا اختلاف له منځه یوسي.

مګر هغه څه چې د اپلاتون او ارستو د اثارو او د هغو کتابون له لوستنې، چې ددې دوه فیلسوفانو د ګروهو او آراوو په اړه لیکل شوي، او په اسلامي پیر کې د فلسفې سیر کتاب څڅه دا په لاس راځي، چې یو دا ده، چې د اشراقیانو او مشاییانو ترمنځ، نن ورځ کوم اختلافات په اسلامي فلسفه کې یاکدول کېږي، له یو دوه مسئلو څخه پرته یو سلسله نوي اسلامي مسائل دی، او اپلاتون او ارستو پورې هېڅ تړاو نلري، لکه د ماهیت او وجود، د جهل مسئله، د جسم د ترکیب و بساطت مسئله، د اشرف امکان قاعده، وحدت و کثرت، د ارستو او اپلاتون ترمنځ د اختلاف مسائل هماغه دی، چې د «الجمع بین رأیي الحکیمین» کتاب کې فارابي یادې کړې دي، البته له پورته یادو شویو مسئلو څخه پرته.

زموږ په اند د اپلاتون او ارستو د اختلاف ټکي په دری مسئلو ولاړ دي، چې وروسته به د هغې په اړه مالمات ورکړو. له ټولو زایت د تردید ځای ا دی، چې اپلاتون د سیر او معنوي سلوک، مجاهدت او ریاضت او د زړه د مشاهدې پلوي وو. پر دې بنسټ، دا چې موږ اپلاتون او ارستو د دوه تګلارو خاوندا وبولو: اشراقي او استدلالي، ډېره د څېړنې وړه خبره ده. په هېڅ ډول مالومه ند، چې اپلاتون دې په خپل پیر کې یا خپل پیر ته نږدې پیرونو کې د یو اشراقي فرد په توګه د داخلي اشراق پلوي اوسېدلې وي. او ان تردې دا هم مالومه نده، چې د «مشايي» ويي په ارستو او د هغه په زده کوونکو الاق کېده او که نه... د فلسفي پېښلیک لیکوال او نامتو متکلم شهرستاني د خپل کتاب «الملل و النحل» په دویم ټوک کې داسې لیکي: ((اما مطلق مشایین: پس هغوي د «لوقین له اهل» څخه دي. او اپلاتون فلسفي ته په درناوي سره، تل د تګ پر حال د هغې زده کړه ورکوله، ارستو د هغه متابعت وکړ، نو لدې وجې هغه (ظاهرا ارستو) او لارویان یې «مشایین» وګنل. دا چې ارستو او لارویانو ته یې «مشایین» ویل کېده، او دا حال تر اسلامي پیر وغزېد، نشو ردولای. هغه څه چې د نه منلو وړ دي، هغه دا چې «اپلاتون» اشراقي ګڼل شوې دی. موږ له شېخ الاشراق څخه مخکې فیلسوفان لکه، فارابي، ابن سینا، او یا فلسفي تاریخپوهان لکه شهرستاني په ویناوو او لیکنو کې نه وینو، چې اپلاتون دی، د یو ذوقي یا اشراقي فلسفې پلوي ګڼل شوې وي. ان تردې چې د «اشراق» له اصطلاحي لفظ سره هم نه مخ کېږو( ) همدا شېخ الاشراق وو، چې دا لفظ یې په نورو خولو ته وروغوزلو، او همدې وو، چې د «حکمة الاِشراق» د کتاب په سریزه کې یې یو ډله لرغوني فیلسوفان لکه فیثاغورس او اپلاتون د ذوقي او اشراقي فلسفې پلویان ښودلي، او اپلاتون یې د ((اشراقیانو د ریسس)) په نامه نومولی دی.

زموږ په ګروهه شېخ الاشراق د اسلامي متصوفه و او عارفانو څخه په اغیزمنتیا د اشراق تګلاره غوره کړه، د اشراق او مشاء یو په بل کې اښل دده خپل ابتکار وو، لې ده، ددې لپاره، چې نظریات یې ښه نوم پیدا کړي، یوه ډله لرغوني فیلسوفان یې د همدې چتر لاندې راوپېژندل. شېخ الاشراق ددې دعوی په زبات رسونې لپاره هېڅ دلیل نلري... ځکه که چېرې یې کوم لاسوند درلودای، نو وړاندې کړې به یې وای، او دا مسئله به یې همداسې ګونګه نه پرېښودای.

یوه ډله لیکولان «فلسفي تاریخ» د اپلاتون د ګروهو او افکرو شرحه کې په هېڅ ډول دده د اشراقي تګلارې یادونه نده کړې. په الملل و النحل (شهرستاني، د فلسفې تاریخ (وېل ډېورانټ) او د فلسفې تاریخ (ډاکټر هومن)، په اروپا کې د فلسفې سیر کې د اپلاتون د اشراقي تګلارې پ ههغه ډول چې شېخ الاشراق یې دعوی کوي، نده شوې، په اروپا کې د فلسفې سیر کې د «اپلاتوني مینه» تر سرلیک لاندې موضوع یاده شوې، او د اپلاتون له خولې داسې لیکي: ((مخکې لدې چې اروا دې نړ ته راشي، مطلقه ښکلا ویني، نوڅرنګه، چې پدې نړۍ کې ظاهري ښکلا ويني، نو مطلقه ښکلا ور په یادېږي او د بېلتون غم ورته لاس ورکوي. جسماني مینه د صوري ښکلا په څېر مجازي ده، اما حقیقي مینه بل څه ده، چې د اشراقي ادراک او تلوالي ژوند ترلاسه کېدا لامل ګرځي)).

هغه څه چې اپلاتون د مینې په اړه ویلي، وروسته د «اپلاتوني مینې» په نامه نومول کېږي، همدا د ښکلاګنو مینه ده، چې د اپلاتون په وینا لږ ترلږه په فیلسوفانو کې (الهي ريښه) لري.. او له هر هغه حال سره، چې شېخ الاشراق د نفس په نهذیب، عرفاني سیر و سلوک کې ویلي هېڅ تړاو نلري.

اما برټرانډ رسل د خپل کتاب (د فلسفې تاریخ) په لومړي ټوک کې په پرله پسې توګه د اپلاتون فلسفه کې اشراق او تعقل اښکنې یادونه کوي... مګر په هېڅ ډول هم کوم لاسوند نه وړاندې کوي. او هېڅ څه نه راوړندې کوي، ترڅو دا خبره روښانه کړي، چې اپلاتوني اشراق هغه څه دی، چې د نفس او مجاهدې او د هغې له تصفیې څخه پیدا شوې. او یا هماغه څه دي، چې د ښکلا سره د مینې زېږنده وی؟ دا کار لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري، چې د اپلاتون اثار په مستقیم ډول مطالعه شي...

د فیثاغورث په اړه دا منلی شو، چې اشراقي تګلاره یې درلوده، او ظاهراً یې دا تګلاهر له ختيځ څخه په الهام اخیستې وه. رسل، چې اپلاتون اشراقي ګڼي، دا دعوی کوي، چې اپلاتون پدې اړخ کې له فیثاغورس څخه اغیزمن وو. ( )

د اپلاتون له ګروهو او اندو اند ترمنځ، که هغه د اشراقي تګلارې اند وګڼو یا نه، درې مسئلې دي، چې د اپلاتون د فلسفی اصلي بنسټونه او ځانګړتیاوې جوړوي، او د ارستو په درېواړو مسئلو کې له ده سره مخالف ښکاري.


هغه درې مسئلې دا دی: سمول

۱- د مُثُل اند: سمول

د مُثُل د اند له مخې هغه څه چې موږ پدې نړۍ کې وینو (هغه که جواهر وي یا اعراض)، اصل او حقیقت یې په بله نړۍ کې دی، او ددې نړۍ افراد د هغې نړۍ د حقایقو سیوري او انځورونه دي. د مثال په توګه: انسانان چې پدې نړۍ کې اوسېږي، په بله نړۍ کې د یو بل اصل او حقیقت درلودونکي دی. او حقیقي او اصیل انسان هماغه د بلې نړۍ انسان دی، همدارنګه ټول هغه شیان، چې پدې نړۍ کې ګورو په همدې ډول بل اصل او حقیقت لري. اپلاتون دا حقایق (اېډیا) نوموي. په اسلامي پیر کې د (اېډیا) ويي په (مثال) ژباړل شوې، او ټول هغه حقایت د (اپلاتوني مُثُل) په نامه یادېږي.

نامتو افغان فیلسوف ابن سینای بلخي د اپلاتون د «مُثُل» د اند ډېر سر سختې مخالف وو، او شېخ الاشراق بیا ددې اند له سر سختو ملاتړو څخه ګڼل کېږي. د مُثُل د اند بل ملاتړی میرداماد او بل یې هم صدر المتألهین (ملا صدرا شیرازي) دی. البته ددې دوه فیلسوفانو تعبیر د مثل په ځانګړي توګه د میرداماد تعبیر له اپلاتوني تعبیر سره، ان تردې، چې د شېخ الاشراق له تعبیر سره هم توپیر لري. د اسلامي پیر بل فیلسوف، چې دې اند پولي دی، میر فندرسکي نومېږي. په پاړسو ژبه یوه اوږده بوللـه (قصیده) لری، چې د مُثُل اند پکې له ورایه ښکاري.

چرخ با این اختران، نغز و خوش و زیباستی صورتی در زیر دارد آنچه در بالاستی صورت زیرین اګر با نردبان معرفت بر رود بالا همی با اصل خود یکتاستی این سخن را در نیابد هیچ فهم ظاهري ګر ابونصرتس و ګر بوعلی سیناستی

۲- دویم اند د اروا (روح) په اړه دی: سمول

اپلاتون پدې ګروهه دی، چې ارواګانې له بدنونو سره د یوځای کېدنې څخه په یوه غوره او پورته عالم کې شتون درلود، چې دا عالم هماغه د مُثُل عالم دی. او دا اروا د بدن له خلق څخه وروسته ورسره یوځای کېږي او اړیکه ورسته پیدا کوي. ۳- درېیم اند، چې د هماغو پورته دوه یادو شویو اندواند پایله ده، هغه داسې چې علم او پوهه په یاد راوړل او تذکر دی، نه په رښتیاني ډول په یاد لرل: یانې هر هغه څه چې موږ پدې نړۍ کې زده کوو، او په هغه څه چې نه پوهېدو، او ناپوه وو، د لومړي ځل لپاره مو زده کړل. دا په حقیقت کې د هغه څه په یاد راوستل دی، چې مخکې پرې پوهېدو، لکه څرنګه مو چې وویل، چې اروا پدې نړۍ کې له بدن سره د اړیکو ټینګولو څخه مخکې په یو بل پورته عالم کې وه، او په هغه نړۍ (عالم) کې یې ((مثل)) لیدل، او څرنګه چې د هر شي حقیقت د همغه ((مثال)) دی، او ارواګانو ((مثالونه)) مخکې درک کړی ول، نو ارواګانې مخکې لدې، چې ددې عالم دنیا ته واردې شي، او نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي، په حقایقو پوهې وي.پس د ارواو له بدن سره اړیکه ټینګولو سره مو هغه شیان هېر کي دی څه چې مو په یا دول. زموږ بدن د اروا لپاره د هغ پردی په مثال دی، چې د یوې ایینې پر مخ راځونړنده وي، چې په ایینه کې د روښنایۍ د ځلېدا او د انځور د انعکاس مانع وی. د دیالکتیک په اثر، یانې بعث و جدل او عقلي تګلاره، یا د مینې په اثر د یاد مجاهدت او نفس د ریاضت په اثر او معنوي سیر و سلوک (د شېخ الاشراق د امثالو په استنباط) پرده لری کېږي او روښنایی ځلېړي او انځور ښکاره کېږي.

ارستو په دې درېواړو مسئلو کې له اپلاتون سره مخالفت ښکاره کوي. لومړی مثالي او مجرد او ملکوتي کلیاتو له وجود څخه انکاري کېږي، او ((کلي)) یا په سم تعبیر کلي کلیّت یواځې ذهني امر ګڼي. دویم: پدې ګروهه دی، چې اروا د بدن سره له پیدا کېدنې سره سم، یانې د بدن بشپړتیا او جوړښت سره سم اروا پیدا کېږي، او بدن په هېڅ ډول سره هم د اروا لپاره مانع او پرده ندی، برعکس د نورو مالوماتو د لاسته راوړنې لپاره وسیله او د ارواو اوزار ده. اروا خپل مالومات د همدې بدني حواسو او اوزارو په وسیله لاسته راوړي. اروا په بل عالم کې نه وه، چې مالومات ترلاسه کړي. د اپلاتون او ارستو د نظر اختلاف پدې بنسټیزو مسائلو کې وو، او ځینو نورو مسائلو کې هم شته، چې هغه پدې کچه مهمې ندي.

د سکندریې په ښوونځي کې د دواړو (اپلاتون او ارستو) زده کوونکي او ملاتړي شته. د اپلاتون سکندري ملاتړي د ((نوي پلاتونیانو)) یا ((نوي اپلاتونیانو)) په نامه یادېږي، چې ددې ښوونځي بنسټګر مصري امونیوس ساکاس دی. ( ) ددې ښوونځي نامتو فیلسوف په خټه یوناني مصری پلوتین ( ) (اپلوتین) یا په عربۍ کې افلوطین دی، چې د اسلامي نړۍ تاریخپوهان یې د (شېخ الیوناني) په نامه پېژني. نوي پلاتونیانو ډېری نوی نظریې وړاندې کړي، چې کېدای شي له ختیځو سرچینو څخه یې ګټه پورته کړې وي. او د ارستو سکندري ملاتړي ډېر زیات ول، چې ارستو یې شرحه کړې. ددې ډلې نامتو فیلسوفا ثامتیوس او سکندر افرودیسي نومېږي.

Also on Fandom

Random Wiki