Pashto Philosophy
Advertisement

Template:فيلسوف-مالوماتبکس

علامه محمد اقبال دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه تېر شوې.


زوکړه[]

علامه محمد اقبال د سیالکوټ په ښار کې زېږېدلې. له آره د کشمیر ؤ، پلار یې په سوداګریزه سلسله کې سیالکوټ ته راغې او هملته مېشت شو.

مړینه[]

د اسلامی فلسفې او پوهې دا روښانه ستورې د اپرېل په ۲۱مه کال ۱۹۳۸ز سهر وختي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، او له خپل رېښتیني څښتن ته ورغې. زیارت یې د لاهور شاهي جومات عمومي دروازې سره(ختیځ لور ته) جوړ دی، چې د پوځ لخوا یې شپه او ورځ پیره کېږي.

لیکنې[]

ناله یتیمد علامه اقبال لومړنې اثر ؤ، چې په ۱۸۹۹ کال پ هغه غونډه کې چې د حمایت الاسلام ټولنې لخوا به جوړېده، واوروله. د علامه اقبال لیکنې په ټولییزه توګه عبارت دی له:

[1]:

  • علم‌الاقتصاد: په وټه ایزه پوهنه کې په اردو ژبه لومړنې کتاب، چاپ ۱۹۰۳ په لاهور کې.
  • په پارس کې د فلسفې پراختیا (سیر فلسفه در ایران)
  • د هند پېښلیک
  • اسرار خودی
  • رموز بیخودی
  • پیام مشرق
  • بانگ درا
  • زبور عجم
  • جاویدنامه
  • په اسلام کې د دیني فکر بیا راژوندی کوونه
  • مثنوی مسافر
  • بال جبرئیل
  • ضرب کلیم
  • ارمغان حجاز
  • ګډوډ یادښتونه

سرچینې

د علامه اقبال فلسفي نظريات[]

له مرګه وروسته ژوند[]

له مرګه وروسته ژوند يا د اروا د تلپانې كېدنې مسئله يوه داسې مسئله ده، چې د ډېوېډ هيوم په څېر ستر فېلسوف هم دا خبره منلې، چې د اروا مسئله د عقل او پوهې باندې نه بلكه د عقيدې او ايمان پر بنسټ هوارېداى شي. د علامه اقبال هم پدې ګروهه دى، چې د اخرت د ژوند ايقان له فلسفي اندواند (نظرياتو) څخه نه رازېږېېږي، بلكه ددې آر او سرچينه ايمان دى.

(زما جذباتي ژوند په داسې پېښه كې راګرې دى، چې د انساني شعور د تل تر تله پاېښت كې له كلك ايمان څخه پرته د يوې شېبې ند هم نشم تېرولاى. دا ايمان ماته د اسلام له پېغمبر صلى الله عليه وسلم څخه د چا د سپېڅلي ذات لپاره چې زما زړه ټوپونه وهي، رابښل شوې دى.

علامه اقبال په يو بل ځاى كې داسې ليكي:

(پدې اړه ډېرې چارې له انساني عقل څخه بهر دي، چې دا امور او چارې د ايمان، بصيرت او سرچينو څخه پيدا كېږي.

ددې سرچينو اړيكه له فلسفې سره نده.)

له سره، سره علامه ددې خبرې مخالفت (بډوالې) نه كوي، چې په عقلي او نظرياتي كچه ددې مسئلې سره تعرض وشي.

د عقل او وجدان په اړه د علامه اقبال يو ځانګړې نظر درلوډ. هغه د عامو وجدان خوښو په څېر عقل له يوه څېر مې نه ردولو. بلكه دا يو ګټور او اړين څېړز ګڼي لكه تر يوه بريده:

عقل د هغو حقايقو كوم چې وجدان پيدا كړې دي، څخه ليدنه كوي، او دهغو وجداني حقايقو يا يووالو (وحدتونو) ترمنځ اړيكې جوړوي.

سرچینې[]

    • اقبال كا نظريه بقاى دوام، ليكوال: ... ، اردو بازار، لاهور-پاكستان


مسلمان فیلسوفان
Ibn rushd1
يعقوب كندي | ابن سينا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفيل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكويه | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي
  1. رادفر، ابوالقاسم، د اقبال د شېرونو غورچاڼ، تهران: مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۹خ، صص۱۲-۱۴.
Advertisement