Fandom

Pashto Philosophy

فلسفي

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

فلسفي



فلسفي هغه چاته ويل كېږي، د فلسفې اړوندې پوهې لكه: رنځپوهنه، ارواپوهنه، رياضيات، هندسه، ستورپېژندنه، منطق، ادب او نورو كې پوره پوه او لوى لاس ولري. او دارنګه په حكمت (فلسفه) چې د موجوداتو په احوالو د ځانپوهونې پوهه ده، او د ټولو پوهو مور ګڼل كېږي پوره ماهر او رسېدلې وي.

فيثاغورس لومړنې كس ؤ چې ځان يې د حكمت خوښوونكې ونوماوه، ځكه د هغه په اند د حكيم صفت يواځې څښتن تعالى لپاره ځانګړې شوې دى.

هغه ژوند د لوبو له ډګرونو سره پرتله كاوه او ويل به يې چې:

څوك چې پدې ډګرونو كې شتون لري په درې ډلو وېشل كېږي:

  1. هغه خلك چې په لوبه كې د ګډون لپاره راغلي دي.
  2. هغه خلك چې د پېر او پلور لپاره راغلي دي.
  1. هغه خلك چې د سېل او ليدو لپاره راغلي دي.

درېيمه ډله خلك يا وروستۍ خلك فلسفيان دي. فلسفيان دا نړۍ له بره (پاس) څخه (د ليدونكيو په څېر) ګوري، او د هغې (لوبې) په اړه خپل قضاوت كوي.

د فلسفي كار څه دى؟ فلسفي د هغو ستونزو او مسئلو په حلولو كې زيار ګالي، چې موږ ورسره په ورځني ژوند كې مخ كېږو، او ددې ستونزو او مسئلو حلول زموږ له وسې څخه بهر وي، او ددې ستونزو حلونه زموږ لپاره د اهميت وړ وي

فلسفي په خپله سمه انتقادي څېړنه كې دا كوښښ كوي ترڅو زموږ ګروهې د نړۍ او انسان په پېژندنه كې وڅېړي او يوه سمه پاېله ترې ترلاسه كړي. هغه تل دا كوښښ كوي ترڅو د هغه څه چې موږ پرې پوهېږو او فكر پكې كوو، راپېدا، حل او يو ټولګړې، منظم او منطقي انځور وركړي.

موږ ټول د نړۍ او انسان په اړه مالومات او ګروهې لرو، مګر د ګوتو په شمېر زموږ څخه فكر او تامل كوي او كړې يې دى، چې آيا دا مالومات او ګروهې د منلو وړ دي او كنه.

فلسفي پدې خبره اصرار كوي ترڅو دا ټول په يوه څېړنيزه مرحله كې واچوي، چې آيا دا نظريات او ګروهې په دليل او برهان ولاړې دي او كه خېر.

سقرات خپل پام فلسفې په لور داسې بيانوي:

ژوند بې له تفكر او تامل څخه هېڅ ژوند ندى، او نه هم كوم ارزښت لري. هغه دا خبره درك كړه چې د دده ترڅنګ خلكو خپل ژوند د خپلو غوښتنو سره سم په خوند تېرولو، مال او دولت راټولولو او مزو چړچو كې تېروي. بې لدې چې له ځان څخه وپوښتي چې آيا دا چارې مهمې او د منلو وړ دي او كه نه؟ نو څرنګه چې دا پوښتنې له ځان څخه نه كوي، او د ځواب په لټولو كې هم ندي. نه پوهېږي، چې آيا دوي سم كار كوي يا نه، پدې ډول خپل ټول ژوند د ناروا غوښتنو په لټه كې له لاسه وركوي.

د فلسفي ځانګړتياوې: فلسفي هغه چاته وېل كېږي، چې د لاندې ځانګړتياؤ لرونكې وي. دا ځانګړتياوې د فلسفې اروا ده.

دا ځانګړتياوې يې په لاندې ډول دي:

  1. فلسفي هغه څوك دى، چې د عقل په ارزښت ګروهه ولري، او خپل علم او عمل كې د عقل په احكامو مقيده وي. پدې صفت كې فلسفي د هغه چا برعكس دى، چې د خپل علم او عمل كې په وحې او الهام ګروهه لري. مګر په اسلامي فلسفه كې خبره داسې نده. دلته بيا فلسفي هغه څوك دى، چې د خپلې پوهې، عمل و عقل په واسطه د الهي وحې په رڼا كې د هغو ستونزو په له منځه وړلو كې كوښښ وكړي، كومې چې ددې پوهې بنسټيزه اصول جوړوي.
  1. فلسفي هغه چاته ويل كېږي، چې د حوادثو په اړه عقلي شننه كوي، او د هغو په عللو پسې لټونه كوي.


  1. فلسفي هېڅ شې بې له دليل، برهان او استدلال څخه نه مني، بلكه له هرڅه مخكې د نظر اړوندې چارې تر څېړنې لاندې نيسې، چې نه چېرې داسې كوم غېر عقلي عنصر د فلسفې نړۍ ته ورننوځي.
  1. فلسفي تل رښتا پسې لټه كوي، او له رښتيا څخه بغېر بل څه نه مني.
  • فلسفه و منطق، صفحه 44
  • کلیات فلسفه، صفحه 4
  • فرهنگ فلسفی
  • سیر فلسفه، صفحه3

Also on Fandom

Random Wiki