Fandom

Pashto Philosophy

له انساني ټولنې د سپينوزا شړنه

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

له انساني ټولنې څخه د سپينوزا شړل كېدل

(۱۶۷۷_۱۶۳۲)

سپينوزا¨ اته كلن و، چې يوه زړه بوږنوونكې صحنه يې وليده او دا صحنه يې د ژوند تر پايه پورې له ياده ونه وتله. دا پېښه په امسټردام كې د يهوديانو په عبادتځاى كې پېښه شوه.

د اوريل اكوستا(Uril Acosta) په نوم يوسړى په وره كې پروت و او د عبادتځاى مشر پر هغه وخوت.

سپينوزا له خپل پلار څخه وپوښتل: ”هغه د كومې ګناه له امله دومره خواري ګالي؟“.

پلار يې ځواب وركړ:

”كيسه يې اوږده ده، خو زه به هڅه وكړم چې په څو جملو كې يې درته لنډه كړم.

اوريل اكوستا زموږ د دين له دستوراتو سره موافق نه دى او د هغه دا افكار د دې لامل شوي دي، چې له ټولنې څخه بايد وشړل شي. خو اكوستا د يوازېتوب احساس كوي او هيله يې دا ده چې يو ځل بيا دې د يهودانو په ټولنه كې ورګډ شي. ځكه نو په دې ټولنه كې د ګډون لپاره بايد لومړى سزا وويني“.

_ ګران پلاره! ايا يو څوك په لغتو وهلو، د دويم ځل لپاره يهودي مومن جوړېداى شي؟

_ نه، داسې لكه د خلكو په سوځولو چې يو باايمانه مسيحي نه شي روزل كېداى.

كوچنى سپينوزا پرېشانه كور ته ستون شو. د ښار يهودي مېشته برخه د اكوستا د سزا له امله، يوشمېر خواشيني او نور خوښ وو.

ډېرو وګړو د عبادتځاى د مشر كړنلاره ستايله او كوم چې پاتې وو، هغوى د اكوستا ځورول نه تاييدول، خو له وېرې يې څه نه شواى ويلاى. د يوه تن له خولې څخه د هغه بېچاره په حق كې د ترحم خبره راووته، خو يوه بل تن د هغه دا مهرباني په يوه كلكه څپېړه ځواب او خبره يې په خوله كې وروچه كړه.

په بله ورځ د اكوستا تراژيدي خپل اوج ته ورسېده. نوموړي د ډېر رنځ او نهيلۍ له كبله خپله ككرۍ په ګولۍ سورۍ او ځان يې بېغمه كړ.

كوچني سپينوزا له ځان سره وويل:

”عجيبه نړۍ ده! هغه يهودي حكمت د درد او رنځ په ګاللو، وموند!“.

يهودانو نه يوازې دا چې د تاريخ له زده كړې سره مينه ښودله، بلكې په خپله د تاريخ ژوندي شاهدان وو.

د عقايدو تفتيش، حبس او ځورونه او په اور كې سوځل، دا ټول غيرانساني اعمال، په منځنيو پېړيو كې تقريباً د يهودو كورنيو د هر وګړي عادي برخليك ګڼل كېده. دا ملت د يوې ماتې بېړۍ د ټوټو په څېر له يوه لوري بل لوري ته په تګ راتګ كې و. په هغوى كې يوشمېر له اسپانيا او پرتګال څخه د افريقا لويې وچې ته ورسېدل او په هغه ځاى كې له دې امله په ډله ييزه توګه ووژل شول، چې جواهرات او لوړبيه ډبرې يې په ګېډو كې پټې كړې وې. يو شمېر نورو ايټاليا او انګلستان ته مخه كړه، خو هلته هم دې نابللو مېلمنو ښه ورځ ونه ليده. يوه ډله هم هالېنډ ته لاړه. كه څه هم په دې هېواد كې دوى ته په ورين تندي هركلى ونه ويل شو، خو بيا يې هم وګړو له دوى سره په سوله چلند وكړ.

سپينوزا هم په دې كډوالو كې د يوې كورنۍ غړى و، چې له پرتګال څخه يې هالېنډ ته مخه كړه. هغه په كوچنيتوب كې لا د يهودانو له حماسي كيسو، درد، رنځ، مېړانې او ايمان سره اشنا و. سپينوزا د مسيحيانو د ظلم په اړه كيسې اورېدلې وې، خو د اكوستا په تراژيدۍ كې يې يو نوى درس زده كړ. هغه وپوهېده چې همدينه خلك يې څومره ظالم او بېرحمه دي. يهودان چې په خپله د ظلم او قساوت ښكار شوي وو، اوس يې په خپله د ظلم، كركې او بدبينۍ لار نيولې وه او د دې لارې د زده كولو لپاره يې زده كوونكي روزل.

نړۍ يوه نوي ښوونكي ته اړتيا درلوده، دې اندېښنې د كوچني پاك ذهن ته لار وموندله، كله چې د ودې سن ته ورسېد، هغه دنده چې زړه يې منل غوښتل همدا شغل و او غوښتل يې چې خلكو ته زده كړه وركړي. داسې يوه زده كړه چې د خلكو زړونه له كينې او نفرت څخه ومينځي.

(۲)

سپينوزا يوازې د كتابونو په لوستلو بسنه ونه كړه، بلكې تر هرڅه زيات يې د طبيعت له كتاب څخه درس واخيست او د هغه لپاره د دې كتاب هره پاڼه له درد او ترخو تجربو څخه ډكه وه.

سپينوزا په هماغه لومړيو كې وپوهېده چې د يهوديت فلسفه او د غيريهودي مذاهبو ښكلا سره له دې چې د تحسين او درناوي وړ دي، خو مينه او محبت ځاى په كې نه لري.

د فان دن انده(Van Den Ende) په نوم د هغه د لاتيني ژبې هالېنډي ښوونكي يوه ښكلې لور درلوده. سپينوزا له بېړې څخه كار واخيست او هغې نجلۍ ته يې د ګډ ژوند بلنه وركړه. نجلۍ ته د سپينوزا يهودي فكر او ذوق د درنښت وړ و، خو د هغه يهودي څېره يې نه وه خوښه، ځكه يې سپينوزا ته منفي ځواب وركړ او له يوه غيريهودي سره يې ګډ ژوند پيل كړ.

سپينوزا دا ماته ومنله او نورو پېښو ته په تمه كښېناست. د پلار تر مړينې وروسته يې خور په دې هڅه كې شوه چې په چل او هنر سره خپل ورور سپينوزا د خپل پلار له ميراث څخه بې برخې كړي.

سپينوزا دا ځل دې موضوع ته په جدي توګه وكتل، خو په محكمه كې يې عريضه وكړه او د پلار له اړخه د خپلې ميراثي برخې په ترلاسه كولو بريالى شو.

خو بيا يې هم له لويوالي څخه كار واخيست. خپله برخه مال يې خپلې خور ته مسترد كړ، د محكمې رايه يې څيرې كړه او ويې ويل:

پرېږده چې عدل او انصاف خپله دنده ترسره كړي، خو مينه او محبت پرې بريالى شي.

خو سپينوزا د ازمېښت تر ټولو سخت پړاو سره هغه مهال مخ شو، چې د يهودانو د عبادتځاى مشر له هغه څخه وغوښتل چې هغه ناسم نظريات چې د تورات په اړه يې لري، له ذهن څخه پاك كړي.

مشر سپينوزا ته هر كال د پنځه سوه ډالرو د وركولو ژمنه وركړه، خوشرط يې دا و چي خپل افكار به يوازې له خپل ځان سره ساتي او د خپراوي هڅه به يې نه كوي.

سپينوزا دا وړانديز ونه مانه او له همدې امله د ۱۶۵۶ كال د جون پر ۲۷مه، له خپل ځاى او د همدينانو له سيمې څخه په رسمي ډول وشړل شو.

هغه دا مهال څلرويشت كلن و. نوموړي يوه سخته ازموينه وركړې وه او د عمر تر پايه پورې په يوازېتوب محكوم شوى و. نوموړي د يوې لالهاندې اروا غوندې اواره و. هېڅ يهودي د دې حق نه درلود، چې هغه ته ډوډۍ او پناه ورکړي او يا له هغه سره خبرې و كړي او ورته وخاندي. دا حكم په جار سره خلكوته واورول شو او په دې حال كې شمعې په پرله پسې توګه يو په بلې پسې مړې شوې او دې كار د دې ښكارندويي كوله چې نور نو سپينوزا د يهوانو په ټولنه كې ځاى نه لري.

يوه له هغه څخه كركه وښوده:

”پر هغه دې لعنت وي. شپه او ورځ، په خوب او ويښه كې، په تګ او راتګ كې وي. خدايه! هغه هېڅكله مه بخښه او د خپل غضب په اور كې يې وسوځوه. هغه غندنې چې په تورات كې دي، ټولې دې پر هغه وي. خداى دې د هغه نوم له اسمانونو څخه وشړي“.

او كله چې د كركې وروستي غږ په فضا كې انعكاس وموند، ورسره وروستۍ شمعه مړه او عبادتځاى په تياره كې ډوب شو. د عبادتځاى مشر په لوړ غږ اعلان وكړ چې سپينوزا د نړۍ له ساحې څخه وتلى:

”هېڅوك به له هغه سره خبرې نه كوي، ليك به نه ورته ليكي، هېڅ ډول خدمت به نه پرې لوروي. هېڅوك دا حق نه لري چې له هغه سره تر يوه چت لاندې ډوډۍ وخوري، ورنژدې شي، ليكنې يې ولولي او خبرو ته يې غوږ ونيسي“.

سپينوزا په هماغه تياره كې ودرېد، د محكوميت حكم يې واورېد، د خلكو چيغو ته يې غوږ ونيو او په دې حال كې د خپل كوچنيتوب هغه خاطره ورپه زړه شوه، چې د اوريل اكوستا وجود په لغتو وهل كېده. د بشر زړه له څومره وحشيانه جنون څخه ډك دى!

له دې ټولو سره سره د هغه ټول رنځ په منځ كې يې د خپلو قضاتو په وړاندې په زړه كې هېڅ ډول كينه پيدا نه شوه. ”دا زما دنده نه ده، چې له نورو څخه كركه وكړم او يا وړو خبرو ته په ارزښت قايل شم. بلكې زما دنده پوهېدل او درك كول دي“.

تر هغه وروسته د هغه دنده همدا وه، هغه ځاى يې په يوازېتوب او زړه تنګۍ سره پرېښود، د خداى پېژندلو ته يې مخه كړه او په دې هڅه كې شو، چې پر انساني طبيعت برلاسى شي.

(۳)

سپينوزا د تكفير د حكم په اورېدلو، د يهودي مذهب يو شړلى انسان شو. هغه مذهب چې پلويانو يې په ځانګړي لجاجت او ځانغوښتنې خپله لار د جنت پر لوري ونيوله. يهود ملت له دې امله په رنځ او عذاب ككړ شو، چې د مسيح د دين له منلو څخه يې ډډه وكړه. سپينوزا ته اسانه خبره وه چې د ځان لپاره يو بل دين غوره او د نويو همدينانو غېږې ته پناه يوسي. خو غوره يې دا وګڼله چې همداسې يوازې پاتې شي او نړۍ په خپلو سترګو وويني او ويې پېژني.

”هغه څوك چې هيله لري.. د فيلسوفانو په څېر د طبيعت موجودات وپېژني او په ليدو يې د احمقانو غوندې حيران نه شي، د ټولنې په اند، بې دينه وګړي دي“. دوى نه شي كولاى چې د عوامو چاپلوسي او ښه راغلاست له حقيقت پلټنې سره معاوضه كړي. سپينوزا غوښتل چې د عمر تر پايه پورې يوازې يو همدم (ملګرى) ولري، چې فكري ارامتيا وه، خو دا هيله يې هم پوره نه شوه، يوه متعصب يهودي پر هغه د چړې وار وكړ، سپينوزا په غاړه كې ټپي شو او له هغه ځايه وتښتېد.

هغه د امسټردام يوه تشه برخه د خپل ژونه لپاره غوره كړه، هلته يې يوه كوته ونيوله او خپل نوم يې په بنديكت(Benedict) واړاوه.

هلته يې د عينكو د ښيښو د پاكولو له لارې چې پخوا يې دا كسب زده و، خپل ژوند پرمخ بېوه او تفرېح يې دا وه چې د خپلې زړې كوټې په چت كې به يې د غڼو (عنكبوت) د جنګ ننداره كوله.

سپينوزا د بنيادمانو او غڼو ترمنځ يو ډول ورته والى وليده، غڼې هم په خپل حيرانوونكي نبوغ سره تارونه ځغلوي، كورونه جوړوي او وروسته په ډېر حماقت سره، له كوم دليل پرته، خپل جوړ شوى كور ورانوي.

سپينوزا د خپلې بېكارۍ وخت خپلو فلسفي څېړنو ته ځانګړى كړى و. څه موده وروسته يې د كور خاوند ليدن ته كډه شوه. سپينوزا هم په هغه پسې لاړ. د كور خاوند بوډا او د منونيت(Mennonit) د لارې پلوى و. دا د مسيحيانو هغه فرقه وه چې هم يې په خپله ژوند كاوه، هم يې د نورو ژوند ته درناوى درلود.

يوه ورځ سپينوزا د هغوى تر څنګ ناست و او چلم يې څكاوه، خپل عقايد او نظريات يې په يوه داسې ساده بيان سره څرګند كړل، چې د زړه له كومې يې راوتل.

هغوى هم تر هغه وروسته د سپينوزا د ژوند د ورځنيو اړتياوو پوره كول، لكه د ډوډۍ يوه ټوټه، لږ انګور او شيدې پر غاړه واخيستل او د ناروغۍ پر مهال به يې د هغه خدمت كاوه.

سپينوزا د نري رنځ په ناروغۍ اخته شو، هغه پوهېده چې د عمر لمر يې د بام پر ژى دى. له همدې امله په حرارت او بېتابۍ سره لاس په كار شو. هغه هڅه كوله، مخكې تر دې چې ژوند يې پايته ورسېږي، خپل كتابونه بشپړ كړي، د سپينوزا د ”سياست په اړه يوه رساله“ چې د هغه وروستى او ښايي تر ټولو غوره اثر وي، ناتمامه پاتې شو. ان د هغه نور كتابونه هم لكه ”د دين او دولت په اړه رساله“، ”د مدركې قوې اصلاح“ او ”اخلاق“ تر پايه پورې ونه ليكل شول.

سپينوزا په خپله ويل چې دا كتابونه د ”حقيقت يوه برخه“ په خپله لمن كې رانغاړي. اعتراف يې كاوه چې ان لوى فيلسوفان هم د يوه زنداني په څېر، نړۍ د خپل تن له درزونو څخه چې د هغه د ټول عمر بند دى، ويني.

خو دا ليد، كه څه هم محدود او نارسا و، كه ”د ابديت په چوكاټ كې“ پروت وي، يو رښتينى او حقيقي ليد ګڼل كېږي.

دا د سپينوزا د فلسفې جوهر او متره ده. د غڼو جنګ او جګړه د بنيادمانو ترمنځ شخړې، هډوكي ماتوونكي عذابونه، له مذهبي مراجعو څخه صادر شوي تكفيري احكام، سو تفاهمات، كركه او د خلكو، كورنيو او ملتونو په زړونو كې پرتې كينې، دا ټول تور او تېره تارونه دي چي د وجود په ابدي جوړښت كي پراته دي او د هستۍ د كمال لپاره بايد همدا تور تارونه هم د سپينو او روښانه رشتو په څېر، له اصلي موادو څخه وي.

اوس به دېته راشو چې اصولاً د وجود مانا څه ده؟

سپينوزا هغه د تلپاتي ژوند په بهير كې د نړۍ يووالى تعبيروي. له هغه ځايه چې موږ د تن په زندان كې بنديان يو، كولاى شو چې پر دې ابدي او الهي ژوند باندې يو ځغلنده نظر واچوو. سپينوزا وايي چې همدا لنډ او روښانه نظر د هغه حقيقت د موندلو لپاره بس دى، چې موږ په دې وپوهوي خداى، انسان او نړۍ يوازې يوه ده او بس!

دا فلسفه چې په ”وحدت الوجود“ مشهوره شوې ده، په دې مانا ده چې خداى په موږ كې وجود لري او په موږ كې هر يو د هغه د ذات يوه ځلا يو.

هغه كينه چې د عقايدو د تفتيش مامورين يې ښيي، هغه درد اورنځ چې د نري رنځ (سل) په ناروغۍ (اخته انسان) يې زغمي، ياس او نهيلي چې د يوه ناكامه مينې زېږنده وي، د مرګ رارسېدل، دا ټول هغه تېرېدونكي سيوري دي، چې د خداى پر څېره لوېږي.

د خداى اصلي جوهر نور دى. يو تلپاتى او ابدي نور. د انسان تن د الهي جوهر يوه برخه ده، داسې لكه د انسان اروا چې د خداى له اروا څخه ګټه اخلي. خو نه ښايي چې خپل كمزورى ادراك (پوهه) له الهي بې پايه پوهې سره يوځاى وګڼو او تېروتنه وكړو. نړۍ زموږ د هر يوه په غوښتنو نه، بلكې نړۍ د خداى په اراده او الهي مدرك اداره كېږي.

څرګنده ده چې ټول وګړي له الهي علم څخه برخمن دي، خو علم او ادراك بېلابېلې درجې لري. د بېلګې په توګه هغه شعور چې په ونه كې دى، له هغه شعور سره توپير لري، چې يو الوتونكى يې لري او دا وړ د يوه الوتونكي ادارك له يوه انسان سره د پرتلې وړ نه دى. د يوه عادي وګړي فهم د يوه ليكوال د ادراك په وړاندې ډېر ټيټ دى.

د سپينوزا د فلسفې نچوړ او عصاره په دې كې ده چې وايي له دې ټولو سره د انسان دنده له هغه څه څخه باارزښته ده، چې په لومړي ځل يې په نظر كې ورځي. د ځمكې پرمخ زموږ ژوند د ښوونې او روزنې يوه وروستۍ مرحله ده. په موږ كې ټوله، شاه او ګدا، د ابدي ژوند په ټولګي كې يو ډول او په يوه كتار كې ناست يو او د هغه استعداد د تناسب له مخې چې په زده كړه كې يې ښيو، كېدى شي چې په هره شېبه كې په متضادو درجو كې ځاى ونيسو. خو د هغې طرحې له امله چې تنظيم شوې ده، ټول د عالي او غوره ټولګي پر لوري روان يو. نو څومره به غوره وي چې د نړۍ په ښوونځي كې، ملګري او مهربانه ټولګيوال واوسو. په هغو وګړو پسې بيړه وكړو، چې تر موږ مخكې دي او هغوى ته د مرستې لپاره لاس وروغزوو، چې لا شا ته پاتې دي.

سپينوزا وايي: ”زموږ ټولو په وجود كې په غريزي توګه يو ډول خدايي مينه پرته ده. په بله مانا د خپل همډوله په وړاندې يو ډول د ورورۍ احساس كوو، چې په حقيقت كې په ابدي ښوونځي كې زموږ د زده كړې او تعليم احساس دى. زموږ په غوره تن كې، زموږ د وجود په الهي برخه كې يوه ”لايتناهي“ مينه پرته ده او هغه څوك چې په غور سره پر خپل دې الهي جز باندې پوه شي، خپل ځان په دې ”لايتناهي مينه“ كې چې د خداى له وجود څخه سرچينه اخلي او ټول موجودات په خپله لمن كې رانغاړي، محصور ويني.

كه موږ د خپل وجود دې الهي برخې ته خپل غوږونه او هوښ په واك كې وركړو، موږ به د هغه ژوند پر لوري بوځي چې له نېكمرغۍ څخه ډك دى.

”د انسان نېكمرغي په دې كې ده چې د هغه توان، يانې له ژوند سره يې مينه زياته شي“ او د ژوند او د خلاق كار او فعاليت لپاره د توان دا ډېرښت، يوازې ”له ځان سره د مينې“ له لارې سرچينه اخلي.

د سپينوزا په فلسفه كې ”له ځان سره مينه“ د هغې محدودې ځانغوښتنې په مانا نه ده، چې ځان ستايونكي او دسيسه ګر انسانان يې يادونه كوي. دا يوه داسې مينه ده چې خپلواك، خيرغوښتونكي او د انسانيت مينه وال يې له ځان سره كوي. ځكه د انسانيت مينه وال په حقيقت كې د يوه واحد ژوند برخې دي، كه څوك ځوروې په حقيقت كې دې د خپل ځان هغه ”الهي برخه“ ځورولې ده. هر يرغل په ځان پسې يو بل يرغل لري او هغه مهال چې انسان د عقل كمال ته ورسېږي، له كركې او كينې څخه مخ ګرځوي او د بخښنې او تېرېدنې له لارې د مينې مقام ورپه برخه كېږي.

همدا زړورتوب، سپينوزا هڅاوه چې خپله شتمني خپلې خور ته وروبخښي. ”څوك چې بد، په بدو ځوابوي تل به خوابدى وي“ ځكه د هغه تر ژوند به د كركې، كينې او جګړې كړۍ راتاوې شي. سپينوزا يوازې يوه جګړه ، تل او په هر ځاى كې، پر حقه ګڼي او هغه هم د سولې د راوستلو لپاره د ټولو وګړو تيارى دى. ”د كاوړ او غوسې ځواك هېڅكله هم د بري لامل نه شي كېداى. بلكې رښتينى برى په ايثار، لويۍ او د اروا د پاكوالي له لارې ترلاسه كېدى شي“.

هغه څوك دى چې د دې فيلسوف نظرونه سم نه ګڼي؟ په ځانګړې توګه د سپينوزا وړانديزونو تر اوسه پورې عملي بڼه نه ده نيولې. نوموړى د ستونزو د ليرې كولو لپاره، له ناسمې كړنلارې څخه د كار اخيستلو مخالف و. وايي:

”د زور د اعمالو پايله مقاومت دى او مقاومت ډېر زور ته اړتيا لري. سپينوزا كركه، كينه، نه لورېينه، دښمني، حسادت، جګړه ماري، بدغوښتل، دا ټول د لنډفكرۍ زېږنده ګڼي. موږ نه شو كولاى چې دغو جګړو او ناخوالو ته لاس تر زنې كښېنو او ننداره يې وكړو، كه نړۍ ته د همدغو اعمالو په سترګه وګورو، څومره به وينه تويول او وژل لږ شي. له دې حقيقت سره زموږ بې مينې توب ”څومره عقايد او مغزونه بېحاله او اندېښمن كولاى شي“ موږ بايد د ليد لپاره ښكلې منظرې جوړې او په دې هڅه كې شو، چې نورو ته هم داسې وګورو لكه ځان ته چې ګورو. بايد خپل ځانونه د هغو كوترو په څېر وګڼو، چې په ډله ييزه توګه د ابديت پر لوري الوتنه كوي.

د ابديت پر لوري دا الوتنه نه يوازې نورو ته، بلكې دوى ته هم په زړه پورې او له خوښۍ څخه ډك وي. كله چې د غره څوكې ته ورسېږې، نورو ته هم د مرستې لاس وركړه او د هغوى لارښود شه، چې دوى هم پر هغه ځاى پل كښېږدي، چې ته پرې ولاړ يې.

له خپل توان څخه هغه وخت خوښ واوسه، چې له هغه څخه دې يوه برخه قانون ته وربخښلې وي.

سپينوزا د ځان په خوښۍ كې نورو ته د ګډون شوق، ”د عاقل انسان توان“ نوموي. برعكس نادان ”يوازې د خپل شهوت په قوه پرمخ ځي“. په بله مانا، رښتينى پوه هغه ټولنيز وګړى دى، چې د نورو خدمت ته يې ملا تړلې ده او پوهېږي چې ټول انساني وګړي د ابديت د ښوونځي زده كوونكي دي او دوى له هغه ډول ازادۍ څخه ګټه پورته كوي، چې ارزښتمنه ده. له كركې او دښمنۍ څخه ازادي.

”كله چې د كركې او دښمنۍ زړي زما په روح كې وپاشې، په حقيقت كې دې زما په حق كې لويه دښمني كړې ده“ له وېرې څخه ازادي، ”نارينه له هېڅ شي، آن له مړينې څخه هم وېره نه كوي“، ”خپلواك وګړي د خپل ځان ښاغلي دي او د هېچا غلامۍ ته غاړه نه ږدي“. له حسادت او خپلسري څخه ازادي.

”كله چې دواړه خپلواك يو، نو ولې يو بل خوار او سپك كړو؟“.

له شك، ترديد او نادانۍ څخه خپلواكي”حكمت د سړې سينې او زغم زېږنده دى، چې دا په خپله د حكمت د ډېروالي لامل ګرځي“.

په دې توګه بشپړه خپلواكي له كامل عقل سره تړلې ده او عاقل انسان ”د خپل ځان لپاره څه نه غواړي، بلكې يوازې د بشر د ټولو وګړو لپاره غوښتنه او هيله لري“. دا هغه نسخه ده چې سپينوزا يې ”د اروا د رښتيني ازمېښت“ لپاره سپارښتنه كوي.

(۴)

سپينوزا په خپله د تاريخ له ګوتو په شمېر وګړو څخه دى، چې له دې اروايي ارامتيا څخه برخمن و، تن يې د ټوخي له امله رنځور، لوښى يې له ډوډۍ تش او جامې يې زړې وې ”يو عادي څيز بايد لوړبيه پوښښ ونه لري“ خو په دې حال كې په قوت او مېړانه په خپله موخه پسې روان او خپل كار يې پرمخ بېوه.

يوځل نژدې و، چې ومري. دا خندوونكې او له خپګان څخه ډكه كيسه ده:

يوه ورځ د پرنس كونده(Prince Conde) قوماندان ځاى ته چې هغه مهال يې پر هالېنډ يرغل وروړى و، ورغى او له هغه سره يې وليدل. كله چې له هغه ځايه راوګرځېد، خلكو په ډبرو وويشت او پر هغه يې چيغه كړه:

”مرتد، خداى نه پېژندونكى، خاين“.سپينوزا په ډېر زحمت وتوانېد چې خلك قانع كړي او هغوى وپوهوي، چې ده كومه ګناه نه ده كړې، يوازې په دې موخه هلته ورغلى و، چې له كونده سره د فلسفې د څو موضوعاتو په اړه بحث وكړي. سپينوزا د خلكو دښمنۍ چې د هغوى اروايي غوښتنې وې، بې ارزښته وګڼلې او هم يې اروايي خپلواكي تر جسمي رنځونو غوره وګڼله. نوموړي په خپل ژوند كې دوه له چاپلوسۍ څخه ډك وړانديزونه چې د پرمختګ او ترقۍ ورونه يې ورته پرانيستل ونه منل.

لومړى وړانديز د فرانسې د پاچا څوارلسم لويي و. هغه وويل چې سپينوزا خپل راتلونكى كتاب د هغه په نوم ونوموي، نو هغه وخت به يوه لوړه دولتي دنده وروسپاري. خو سپينوزا د پاچا دا وړانديز په مودبه توګه ونه مانه.

دويم د المان د هېواد د يوه واكمن غوښتنه وه. هغه سپينوزا ته بلنه وركړه، چې په هايدلبرګ پوهنتون كې د فلسفې څانګې مشري پر غاړه واخلي، خو شرط يې دا كښېښود چې سپينوزا دې د المان د رسمي دين په اړه د ده په اند له ناوړه تبليغ څخه لاس واخلي. دا ځل هم د سپينوزا ځواب منفي و. ”خپلواك انسان، يوازې د خپل ځان ښاغلى دى او د هېچا غلامي نه مني“. هغه پرېكړه كړې وه چې له نېستۍ، خپلواكۍ او خپلو عقايدو سره همداسې يوازې پاتې شي.

سپينوزا په دې توګه په خپله كوټه كې ګوښى ژوند كاوه، د سترګيو (عينكو) هندارې به يې پاكولې او افكارو يې په ناڅرګندو او مرموزو كايناتو كې سياحت كاوه، په دې حالت كې وو چې په يوه روښانه او لمرينه ورځ د ۱۶۷۷م كال د فبرورۍ مياشت يې پور پرې كړ او د تل لپاره يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې. سپينوزا دا وخت څلورڅلوېښت كلن و. د هغه د كور څښتن په كليسا كې و او يوازې د هغه درمل كوونكى ډاكټر ماير و چې د هغه په غېږ كې يې ساه وركړه.

(۵)

نړۍ د سپينوزا تر مړينې وروسته د هغه پر لويوالي وپوهېده، اوس د هغه كور په وړاندې چې سپينوزا په كې ژوند كاوه، د نوموړي تصوير په يوه ډبره حكاكي شوى دى. داسې يو تصوير چې سترګې يې لايتناهي لوري ته ځير شوي او لاس يې د لايزال حقيقت په ليكلو بوخت دى.


د نصير احمد احمدي ژباړه

Also on Fandom

Random Wiki