Fandom

Pashto Philosophy

لويېس دوپري

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

[[دوتنه:لويېس دوپري او بېنوا.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|[[عبدالروف بېنوا]] د راډيو افغانستان پخوانی ریيس، لويېس دوپري ته رباب ډالۍ کوي]]

[[پروفېسر]] '''لويېس دوپري''' (۲۳ د اگ

سټ، ۱۹۲۵ - ۲۱ د مارچ، ۱۹۸۹ ز.) یو [[متحده ایالاتو|امریکنی]] [[لرغونپوه]], [[وگړپوه]] [[عالم]] او  [[د افغانستان کولتور|د افغان کولتور]] او [[د افغانستان پېښلیک|پېښلیک]] کارپوه وه. هغه د [[نانسي دوپري|نانسي هاچ دوپري]] خاوند و, چې اوس په [[کابل پوهنتون]] کې ''د افغانستان مرکز'' [[د بورډ غړی|هيت ريسه غړې]] ده او د [[افغانستان]] په اړه يې ۵ کتابونه هم کښلي دی. له [[متحده ایالاتو]] څخه د مېرمن او خاوند په توگه په گډه د ۱۵ کلونو لپاره په [[کابل]] کې کار وکړ., تر خپلې وسې یې د افغانستان په اړه لیکلي اثار او معلومات راټول کړل.

دوي له ۱۹۶۵ز کال تر ۱۹۷۸ز پورې د هېواد هر گوټ ته سفرونه وکړل، ترڅو د لرغوني ځایونو او توکو په اړه مالومات راټول کړي. 

== لومړي وختونه ==

دوپري د اگست په ۲۳مه، ۱۹۲۵ز کال د  [[گرین ویل, شمالي کاریلونا|گرین ویلي]], [[شمالي کاریلونا]] زېږېدلی.

هغه په دوېمه نړیواله جگړه کې د امریکې متحده ایالاتو بحري ځواک په توگه گډون کړی و، او په فلپین کې یې ځای ونیوه.

د جگړی په وروستیو کې هغه غوښتل چې ځان د متحده ایالاتو پوځ ۱۱مې ... لوا ته ځان بدل کړي. کله چې دویم نړېواله جگړه پای ته ورسېده، نو ده د هارورډ پوهنتون کې اسیایي [[لرغونپوهنه]] او [[توکمپوهنه]] پیل کړه.


وروسته د لېسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ لاسوندونو ترلاسه کولو وروسته یې وغوښته چې د څېړنیزو موخو لپاره فلپین ته بیا ور وگرځي، مگر د نوموړي دولت له خوا یې غوشتنه رد شوه، مگر په ورته وخت کې په ۱۹۴۹ز کال نوموړی په افغانستان کې د لرغونپوهنیزی څېړنو لپاره وبلل شو. 

دې کار دده لېوالتیا له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۸۳ پورې تر اوږدمهاله پورې له سوېل لودیځې اسیا سره جوړه کړه. .<ref>{{cite web |url=http://www.iranica.com/articles/dupree-louis |title=DUPREE, LOUIS|accessdate=2011-07-11 |خپرندوی=[[ایرانیکا انسایکلوپیډیا]] پرلیکه بڼه |first=David B. |last=Edwards|date=December 15, 1996}}</ref>


دوپري په لاندې پوهنتونو کې درس ورکړی دی:


*[[هوایي پوهنتون (د متحده ایالاتو هوایي ځواک)|هوایي پوهنتون]] په [[مېکس وېل هوایي ډگر]]

*[[د پنسلوانیا ایالت پوهنتون]] (پېن ایالت)

*[[پرېنسټن پوهنتون]] په [[نیوجرسي]]

*[[متحده ایالتونو پوځي اکاډېمي]] at [[West Point, نیویارک]]

*[[د شمالي کارولینا پوهنتون-چپل هېل]]

*[[ډوک پوهنتون]] in [[دورم, شمالي کارولینا]]


په خپل کاري ژوند کې دې د یو شمېر هېوادونو لکه [[لویدځ المان]]، [[فرانس]]، [[ډنمارک]]، [[سویډن]] او [[برېټانیې]] سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه، همدارنگه یې له  [[د امریکې متحده ایالاتو کورنیو چارو وزارت]] او د ملگرو ملتونو سره د سلاکار په توگه دنده ترسره کړه.


دی او دده مېرمن له کمونستي اووښتونه مخکې په یوه لینډ رو ور گاړي کې ډېر ځلې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې لیدل شوي چې بې له کوم ساتونکي او موټر چلوونکي به یې خپله موټر چلاوه او له یوه ولایته به بل ته تگ کاوه. د غویي له اووښتونه [[۱۹۷۸ز اپریل]] وروسته ډوپري او مېرمن یې ونیول شوه او له هېواده وشړل شوه. دوي دواړه د امریکې متحدو ایالتونو ته وگرځېده، مگر وخت ناوخته به یې گاونډي پاکستان ته راتلو، چې د شوروي اتحاد برید پر افغانستان له نږدی وڅاري. ډوپري له افغان مجاهدینو سره چې د کمونستي رژیم او شوروي پوځونو سره په جگړه بوخت وه؛ کار وکړ او د هغوي کړنې یې په نړیواله کچه وځلولی. 


=== مړینه===

دوپري د مارچ په ۲۱مه، ۱۹۸۹ز کال د شمالي کارولینا په دورهم کې ومړ، پوره یوه میاشت وروسته له هغې چې د پخواني شوروي وروستی پوځي له افغانستان څخه په تېښته پر شا شو.


== کتابونه==

* افغانستان (1973)

* د افغانستان تاریخي لارښود (1972)

* د کابل تاریخي لارښود

* د ملي موزیم لارښود


== سرچینې==

{{Reflist}}


== باندنۍ سرچینی==

*[http://www.dupreefoundation.org/louis-dupree.htm Professor Louis Duprée]

*[http://www.archaeology.org/online/features/afghan/ Museum Under Siege: Full Text by Nancy Hatch Duprée]

*[http://www.americanlibrariesmagazine.org/features/12092009/able-afghanistan ABLE in Afghanistan]

*[http://www.embassyofafghanistan.org/06.23.08dupree.html Embassy of Afghanistan Hosts Benefit for Afghanistan Center]

*[http://www.nytimes.com/2004/05/08/international/asia/08fpro.html?pagewanted=all A Chronicler of Afghan Culture, Now Its Loyal Guard]

*[http://www.asiasociety.org/countries-history/traditions/preserving-afghanistans-cultural-heritage-an-interview-nancy-hatch-dupr Preserving Afghanistan's Cultural Heritage: An Interview with Nancy Hatch Duprée]

*[http://www.afghanistan-parsa.org/articles/nancy_duprees_love_affair_with_kabul.php Nancy Dupree's love affair with Kabul]

*[http://www.flickr.com/photos/unama/3756287493/ Groundbreaking ceremony for new library at Kabul University: 25 July 2009]



[[وېشنيزه:امریکایي لرغونپوهان]]

[[وېشنيزه:د ۱۹۲۵م کال زېږدنې]]

[[وېشنيزه:د ۱۹۸۹م کال مړینې]]

[[وېشنيزه:د منځنی آسیا زده کړې]]

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on Fandom

Random Wiki