Fandom

Pashto Philosophy

ماكياول، د شيطان مريد دويمه برخه

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ماكياول، د شيطان مريد دويمه برخه

(۱۵۲۷_ ۱۴۶۹م كال)

2. له خپل ځان پرته بل چا ته درناوى مه لره:

ماكياول وايي: ”هغه څوك چې د نورو د سرلوړۍ او لويوالي لامل ګرځي، په حقيقت كې يې له خپل ځان سره ظلم كړى دى. د نورو ګټو ته تر هغه مهاله درناوى لره، چې ښه ګټه ورڅخه ترلاسه كولاى شې. او هغه مهال چې وپوهېږې د خلكو زړونو ته نژدې كېږي، په له منځه وړلو كې يې هڅه وكړه، ځكه يو هوښيار او ځانغوښتونكى انسان، هېڅكله د خپل رقيب پرمختګ او لوړوالى نه شي زغملاى‘.

ماكياول په دې عقيده دى، چې نېكمرغه ملت هغه دى چې يوازې يو پياوړى مشر ولري او ټول خلك د غلامۍ طوقونه پرغاړه كړي. شهزاده بايد داسې لاس ونه لري، چې نور خلك د لاسنيوي تمه ځنې وكړي، په دې مانا چې له احساس او بخشش څخه ډډه وكړي.


3. بدي وكړه، خو داسې وښيه چې د نېكۍ تكل لرې:

ماكياول د زړه له كومې پر دې بدۍ او دښمنۍ بيه وركوي او سياستوال ته په رښتينې توګه سپارښتنه كوي، چې رښتينولي يې په ګټه نه ده. په رښتيا چې ښه والى خواري زېږوي، خو ځانښوونه بېشمېره ګټې لري. هغه چې خپل ځان ته وايي:

”بايد له هغو وګړو سره چې ټول ده ته ورته دي، په پاكۍ او نېكۍ عمل وكړې، له دې كبله به د هغو وګړو په منځ كې چې ښه نه وي، ضايع شي“. د دې لپاره چې واك وساتل شي او لوټماري دوام وكړي، دا د شهزاده دنده ده، چې د ايماندارۍ، ځوانمردۍ، عدل او انصاف پرخلاف چلند وكړي. خو هغه څه چې ارزښت لري، خلك بايد له دغو اعمالو څخه ناخبره وساتل شي او د هغوى په ذهنونو كې دا ورپېچكاري شي، چې شهزاده، مهربان او عادل واكمن دى. په بله مانا، بريالى واكمن هغه دى، په هغه وخت كې چې خلك تر پښو لاندې كوي، په هغوى ومني چې زه مو ساتونكى او غمخور يم. ماكياول واكمنانو ته وايي چې ژبه مو په مهربانۍ اړوئ، خو زړه مو په ظلم او شيطانت.


4. تمه ولرئ او هڅه وكړئ چې ډېره شتمني او ثروت ترلاسه كړئ:

د ماكياول له ښوونو سره سم، يو شهزاده بايد يوازې خپلو ګټو ته وګوري او د نورو حقوق له پامه وغورځوي.

په څرګنده وايي، څومره چې كولاى شې غلا وكړه او د هغه چا ژبه ورغوڅه كړه، چې شكايت كوي. خو په عين وخت كې هڅه وكړه چې خپلواكۍ غوښتونكى څرګند شې. سراښتوب (حرص) په اندازه كوه، خو دا د دې مانا نه ده چې دا ښه او غوره كار دى، بلكې لامل يې دا دى چې ډېر حرص او غوښتنه خطرناكه پايله لري. غوره دا ده چې پردي خلك لوټ او وشكوې، ځكه هغوى بايد د دې توان ونه لري، چې له تا سره مقابله وكړي، خو له شتمنواو د نفوذ له څښتنانو څخه ماليات مه غواړه، ځكه كه دا ډول وګړي په تنګ شي، واكمنۍ ته دې خطر دى. په بله مانا، بېوزله وشوكوه او له قوي څخه ډډه وكړه، چې له دې لارې لوى انسان شې.


5. كنجوس واوسه:

ماكياول خپلې زده كړې داسې غزوي. نوموړى شهزادګانو ته نصيحت كوي، چې خپل مال زېرمه او د خلكو مال مصرف كړه. له يوه شهزاده سره دا ښه نه ښكاري چې له خپل رعيت سره مهرباني او زړه سوى وكړي. څرګنده ده چې سخاوت او بخشش له ځان سره شهرت او ښه نوم لري، خو دا كار د خزانې د تشېدو لامل ګرځي او د خزانې د بيا ډكولو، د بخشش او سخاوت دوام، د مالياتو د ډېرېدو لامل ګرځي. په دې توګه سخي شهزاده په پايله كې ناكام او فاسدېږي:

”هغه څه چې تا ته زيان دررسوي، هغه له خپل مال څخه نورو ته بخشش دى“. خو يو هوښيار واكمن له هغه غنيمت او لوټ څخه چې له پرديو يې ترلاسه كړي دي، پر خپل رعيت يې لوروي. ځكه دا كار د دې لامل ګرځي چې رعيت يې ستاينه وكړي او د جنګ جګړې په ډګر كې د شهزاده د واكمنۍ لپاره خپل ځانونه قربان كړي.


6. قهرجن او بېرحم واوسه:

هوښيار شهزاده هغه دى، چې د خلكو غاړو ته د غلامۍ كړۍ وراچوي او هېڅكله هم له مهربانۍ او نرمښت څخه كار وانه خلي.

ماكياول يادونه كوي، چې سزار بورژيا ځكه د خپل وخت تر نورو واكمنانو د جلال او پرتم څښتن و، چې تر ټولو قهرجن او بېرحمه و.

د ماكياول لپاره يو بل د درنښت وړ كس د اسپانيا پاچا فرديناند(Ferdinand) ډېر (بېرحمه پرهېزګار) و. ماكياول وايي: ’يوازې يو بېرحمه او پر خپله خبره ټينګ ولاړ واكمن كولاى شي چې يوه ټينګه او بريالۍ پاچايي ولري. انسان دوسته او د ښه خوى لرونكى سلاطين چې د عدل او انصاف خوښوونكى دى، خواشينوونكې پايلې لري.

نېكي هېڅكله بديل نه لري. هغه شهزاده چې د خپل رعيت په واك كې وي او خپلو سرتېرو ته درناوى ولري، په حقيقت كې يې خپله واكمني له ستر ګواښ سره مخ كړې ده.


7. تر هغه مهاله چې دې په وس پوره وي، چل او تېرايستنه زده كړه:

ماكياول ټينګار كاوه، چې د رقيبانو له منځه وړلو لپاره غوره لار په قصدي توګه د قهر او كاوړ څرګندول دي. شهزاده ته د نصيحت په توګه سپارښتنه كوي، چې د زمري قهر او د ګيدړې چالاكي خپله كړه. ”هغوى چې د ګيدړې طرز او مكر يې په ښه توګه زده كړى وي، تر نورو بريالي وي“.

د هغه په وينا زور او توان تر عدل او انصاف د ارزښت وړ او چل او فرېب غښتلى حقيقت دى. شهزاده ته د ماكياول نصيحت دا دى چې هېڅكله دې هم ځان ته دا زحمت نه وركوي، چې پر كړي قول وفا وكړي. ځكه هېڅوك ژمنې ته ارزښت نه وركوي: ”كه ټول خلك نېك او ښه واى، دا ډول نصيحت به سم نه واى، خو اوس چې ټول وګړي بدذاته دي او تا ته وفاداره نه شي پاتېدى، غوره دا ده چې ته هم له هغوى سره وفا ونه كړې“ او خپلو خبرو ته دوام وركوي: ”د يوه امر چلوونكي لپاره دا ډېر اسانه دى، چې په اسانۍ سره خپل كړي لوز (پيمان) مات كړې“. دا شهزاده دېته اړتيا نه لري چې د خپل لوز د ماتولو لپاره معقول دليلونه وړاندې كړي. ځكه ډېر وخت خلك ساده او احمق دي. نړۍ تل دغولېدو لپاره تيارى لري.


8. دښمنان له منځه يوسه او د اړتيا له مخې پر دوستانو هم زړه سوى مه كوه:

هغه عصر چې ماكياول په كې ژوند كاوه، له انسانيت څخه ډېر ليرې و. په شپاړسمه پېړۍ كې دول- ډول ورزشونه دود وو. د ځناورو ښكار او د هغو وګړو سوځول چې د معمولي نظريې خلاف عقايد يې لرل. د هغه مهال يوه امپراتور د دې لپاره چې د انسان هضمي سيسټم ورته څرګند شي، خپل په وړاندې يې د دوو ژونديو كسانو ګېډې څيرې او قصابي يې كړل. كټ مټ داسې لكه د طب محصلين چې پر چونګښو څېړنه كوي.

په پرله پسې پېړيو كې وينه تويونې او انسانوژنې زړونه كلك او ژوند بې ارزښته كړ. هغه مهال، د ژوند په قمار كې جنايت يوه بې مانا پېښه او خيانت يوه عامه او منل شوې قاعده وه. د ماكياول زده كوونكي او د هغه د اثارو لوستونكي دېته چمتو وو، چې خپلو زده كړو ته عملي بڼه وركړي او دوى په دې هڅه كې وو، چې د هغه د شيطاني منطق يوه بله برخه هم زده او په كار واچوي.


9. له خلكو سره په كړنلاره كې زور، تر نرمۍ او پوستوالي غوره وګڼه:

ماكياول دې عقيدې ته درناوى كاوه او ويل يې: غوره دا ده چې خلك له تا وېره ولري، نه دا چې ملګري دې شي او مينه درسره وكړي. هركله چې بريالى شې، خپل رقيب شهزاده له منځه يوسه، كه غواړې چې په بشپړه توګه پايله ترلاسه كړې، نو د هغه پر كورنۍ هم رحم مه كوه، داسې لكه ونه چې له ريښو څخه باسې. كه نه نو د هغه د كورنۍ كوم غړى به راپورته او خپل بدل به واخلي. يو ځانغوښتونكى انسان بايد نيمګړى ظالم نه وي. يا بايد ځان له ستمګرۍ سره عيار كړي او يا هم له ځانغوښتنې څخه لاس ومينځي او ګوښه دې شي. خو ستاپه ستمكارۍ كې حد او پايله نه شته، كله چې يو هېواد لاندې او يا هم څوك لوټ كړې، نو داسې ګوزار وركړه، چې په خپله د ګوزار ځواك له خلكو څخه هېر شي.

برعكس، كه غواړې چې پر هغوى لورېينه وكړې، خپل بخشش په تدريج سره لږ لږ ترسره كړه، چې په خاطرو كې پاتې شي او دوام وكړي. خو غوره به دا وي چې له خپلې بخښنې څخه لاس په سر شې، ځكه ظالم او ستمكار بايد يوازې پر خپل ځواك او توان متكي وي او له دې لارې واكمني خپله كړي، نه په بخشش او مهربانۍ سره.


10. يوازې د جنګ جګړې په اړه فكر كوه:

جګړه او وژنه د ماكياول په اند تر ټولو غوره بوختيا ده. يو شهزاده بايد خپل ډېر وخت د جګړې د فن زده كړې او وينو تويولو ته ځانګړى كړي. ”ځكه جنګ جګړه يوازې هغه هنر دى، چې د واكمنانو په درد خوري“.

شهزاده بايد تل د خپل پوځ او خپلو پوځي چارو په اړه فكر وكړي. د سولې په دوران كې بايد جګړې ته چمتو وي. څېړنې، مطالعې او فكر په لنډه توګه هرڅه بايد پر دې محور راوګرځي، چې څنګه او له كومې لارې پر دښمن برى ترلاسه كېدى شي.

(3)

د ماكياول په فلسفه كې د ټولو لارو پاى جنګ جګړه ده او ښايي يو لامل همدا وي چې اوس هم په نړۍ كې د جنګ جګړو ټغر نه دى ټول او اوس هم ډېر هېوادونه د ماكياول د مريدانو له خوا اداره كېږي، يانې بېلارۍ ته يې وړي.

د هغه د اخلاقو علم هماغه دى، چې په ميلتياريسم كې پرې عمل كېږي او په ټوله نړۍ كې ځانغوښتونكي له هغه څخه ګټه پورته كوي، د هغوى په اند ژوند اوس هم هماغه د ځنګله جګړه ده او يوازې زور او قدرت ته د حق په سترګه ګوري. د هغه مهربانۍ په اړه چې نېك، شريف او مهربانه خلك يې لري، بې معلوماته دي.

د ماكياول نظريات د اشرافي حكومت غوښتنه ده او كولاى شو دا حكومت د ”مهربانو لېوانو“ په نوم ونوموو. د ماكياول مريدان يوازې په پوځيانو كې نه، بلكې په سياستوالو او ليكوالو كې هم شته.

لودبېكن چې شرارت او حكومت يې په حيرانوونكې توګه په ځان كې راټول كړي وو، ټولو واكمنانو ته دا سپارښتنه كوي، چې د ماكياول پر اصولو عمل وكړي. د نوموړي په وينا: ”په خپلو كارونو كې له ريا او ځانښوونې څخه تر رښتينولۍ او مهربانۍ ډېر كار واخله“.

لومړي وزير توماس كرمول او د انګلستان پاچا اتم هنري د (پاچا) كتاب د ”سياست حكمت زېږېدنه“ بللى دى. د نولسمې پېړۍ يوه نامتو تاريخ ليكونكى كامولي د ماكياول په اثارو كې د ده په وينا ”د احساساتو اوج او لوړتيا“ موندلى دى او نيچه خپل ډېر زهر لړلي الهامونه د ماكياول له شيطاني اعتقاداتو څخه ترلاسه كړي دي.

په سياسي ډګر كې د ماكياول لوى مريدان دا وو:

ناپليون، قيصر ويليم، هيټلر، موسوليني هغه يرغلګر چې د قدرت لپاره يې څه له پاسه تمدن له منځه يووړ، نن ورځ هم ډېر جنګيالي، ديكتاتوران، امپرياليسټان او نور تېري کوونكي د ماكياول په شيطاني ښوونو عمل كوي او انساني ټولنې ته ستر ګواښ ګڼل كېږي.

Also on Fandom

Random Wiki