Fandom

Pashto Philosophy

ماكياول، د شيطان مريد لومړۍ برخه

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ماكياول، د شيطان مريد لومړۍ برخه

(۱۵۲۷_ ۱۴۶۹م كال)

په 1498م كال كې ساوونارولا (Savonarola) د ټينګ ايمان د لرلو له امله په اور كې واچول شو او ماكياول (Machiavelli) د دې صحنې يو نندارچي و. ځكه يې دا پايله ترلاسه كړه، چې رښتيا او رښتينولي تر ټولو بد سياست دى. دې عقيدې د هغه په ذهن كې ريښې وغزولې او وروسته يې د بشر په فكري تاريخ كې د شريرو اصولو په بڼه تجلي وكړه. ماكياول اعلان وكړ: برى ته تر ټولو نژدې لار ناپاكي او نارښتينتوب دى“.

د ماكياول زده كړې غولول او د ظلم كولو لارښوونكې دي. نوموړى تر نن ورځې پورې سياسي پېښو غوښتونكو ته يو الهام دى. ماكياول د هغه دوران يو ځانګړى او مبارز شخصيت و، د سزار بورژيا (Caesar Borgia) دا د رياكارۍ خداى، د انسانوژنې د فن استاد، چې خپل ورور، زوم او نور خپلوان يې ووژل، ځكه دغه كسان د ده پر لار خنډ وو او په دې توګه د ايټاليا له نفوذلرونكو مشرانو څخه شو. نوموړي په دې لار كې دومره شيطاني استعداد درلود، چې خپل ملګري به يې په غېږه كې د نيولو پر مهال هم په چاړه وهل او وژل به يې او مېلمنو ته به يې په ډوډۍ كې زهر وركول.

سزار بورژيا يو استثنايي شخصيت نه و. بلكې د هغو عصري پېشوايانو استازى و، چې ځان ته يې د خلكو پام اړول غوښتل. د نوموړي په وينا هغوى به يې جنت ته لېږل او دا خاورينه نړۍ يې نه پرې لورېده. له بخشش او تېرېدنې سره بې مينې و او يوازې يې هڅه كوله چې څنګه او له كومې لارې خپله شتمني او ثروت ډېر كړي. بورژيا غوښتل خلكو ته وروښيي چې پر خداى ايمان لري، خو په حقيقت كې يې د سراښتوب (حرص) او تمې غږ ته غوږونه څك كړي وو.

هغه مهال سپېڅلى كتاب هغه اصول او قواعد ګڼل كېدل، چې يوازې يې په غلامانو پورې اړه درلوده. د قدرت څښتنانو به چې څه زده وو، هغه به يې كول او هېچا يې هم مخه نه نيوله. د څوكۍ او مقام ترلاسه كول د هر انسان لومړنۍ موخه وه او هغه حكومت ته معتقد وو، چې زړه يې نه درلود.

دا وه د ماكياول په دوره كې د اروپايانو د ځانغوښتنې هيلې او اميدونه.

هغه مهال يوازې هغه وګړي د درناوي وړ ګڼل كېدل چې د ترقۍ لار يې په بېرحمۍ او ظلم سره لنډوله. هغه شرير او دېو صفته وګړي چې د مديترانې د سمندر د غاړو اوسېدونكو ته ورته او نيچه (Nietzsche) هغوى ته د ”ژېړ وېښته لرونكو حيواناتو“ نوم وركړى او د ځانګړي درناوي وړ كسان يې بللي وو.

دې وحشي ډلې فكر كاوه چې دا خلك كه څه هم تر هغه ډېر رياركاره وو، چې د دې منلو ته غاړه كښېږدي، چې د اپلاتون فلسفه او اخلاقي لارښوونې د هغه د ځانغوښتنې د موخو لپاره بسنه نه كوي د دې نړۍ درد نه دوا كوي.

هغوى يوې رښتينې اخلاقي كړنلارې ته اړتيا درلوده. داسې يوې كړنلارې ته چې دوى ته د لا نورو تېرايستلو لارې چارې ورزده كړي. خلك وشكوي او د مقام د ترلاسه كولو لپاره وينې تويې كړي. هغوى د يوې نوې مجموعې غوښتونكي وو. د هغې لارښوونكې مجموعې غوښتونكي، چې غلو او داړه مارانو ته په كار ورشي.

ماكياول د هغوى دا هيلې پوره كړې، د هغه هم له واكمنۍ او مشرتوب څخه بد نه راتلل. ماكياول د دې لپاره چې د خپل عصر د واكمنانو زړونه ترلاسه كړي، يوه تګلاره يې د هغوى په واك كې وركړه، چې په مرسته يې وكړاى شي د خلكو پر مړو ګام كښېږدي او د لوړتيا لوړو پوړيو ته ورسېږي.

د ماكياول كړنلاره او علم الاخلاق د ظلم، پېگښو زېږونې، كينې او مكارۍ نوي اصول وو، ’مخكې تر دې چې ستا پرضد ګامونه پورته شي، په خپله اقدام وكړه‘. ماكياول د مسېح هغه وينا او خطابه رد كړه، چې د غرو پر سر يې ويلې وه. ماكياول دا وينا غيرعملي خوبونه وګڼل او پرځاى يې د چل او دوكې په ښوونه لاس پورې كړ:

”نېكمرغه، ټيټ او هغه وګړي دي چې نړۍ په ميراث وړي“. او د دې لپاره چې د خپل ځان لپاره يې هم يوه وړه برخه بېله كړې وي، په خپل يوه كتاب كې يې په يوه ليكنه كې دا پخوانى متل، چې ”د خلكو غږ، د خداى غږ“ رااخيستى او منلى و. خو وروسته يې په خپل مشهور كتاب ”پاچا“ كې له دې سره په توپير تبليغ وكړ ”د خلكو غږ لعنتي او شوم دى، مه پرېږده چې د ظالم او ستمګر له غږ پرته په فضا كې بله ازانګه انعكاس وكړي“.

خو بخت له ماكياول سره ياري ونه كړه او د هغه غوښتنه عملي نه شوه. ځكه ده خپل كتابونه ددې لپاره ليكل، چې د پاچا په وړاندې به مقام او منزلت پيدا كړي، خو پاچا د هغه له خپلو كتابونو څخه خپل درس په سمه توګه زده كړى و او پوهېده چې ماكياول هم د ځمكې د وروسته پاتې برخې يوه ټوټه ده. تملق او غوړه مالي يې خوښوله، خو له غوړه مالو څخه يې بد راتلل. همدا لامل و چې ماكياول نېستمن او له ذهنونو څخه هېر شو. خو بدمرغۍ د خلكو ګرېوانونو ته لاس وراوږد كړ او د ماكياول فلسفه ومنل شوه او دا د شيطان مريد تر نن ورځې پورې د خلكو په عملي ژوند كې د لارښود په توګه وپېژندل شو.

اوس به د هغه او د هغه د عقايدو په اړه ژوره مطالعه وكړو.

(2)

ماكياول په 1469م كال، په فلورانس كې وزېږېد. د اروپا په بېلابېلو دربارونو كې يې د يوه ډيپلومات په توګه وده وكړه. پرله پسې لس كاله (له ۱۵۰۲ څخه تر ۱۵۱۲ پورې)د سودريني (Doderin) ښى لاس ګڼل كېده، چې ټول عمر د فلورانس واكمن و.

په دې توګه ماكياول هغه څه له نژدې ليدل، چې هغه مهال په اروپا كې د پردې تر شا تېرېدل. دا هغه و چې د فلورانس لښكر ته يې نوې پوځي زده كړه وركړه. د سودريني ويناوې يې ليكلې او په ډېر احتمال د هغه د اعمالو يوه برخه يې جوړوله.

كله چې سودريني د خپلو دښمنانو له خوا ماتې وخوړله او له واكمنۍ څخه وغورځېد، ماكياول ته يې شكنجې وركړې او نوموړى يې له فلورانس څخه 12 ميله يوه ليرې ځاى ته تبعيد كړ. خو دا ځاى له ښار څخه ډېر ليرې نه و. ماكياول په اسانۍ سره له هغو پېښو خبرېده چې په ښار كې تېرېدلې، خو بيا هم دومره ليرې و، چې د واكمنانو په سياست كې يې لاسوهنه نه شواى كولاى. نوموړي به ډېر وخت نورو ته زده كړه وركوله او هغوى به يې پوهول چې څنګه بريالي سياستوال ورڅخه جوړېدى شي.

ماكياول د سياست په اړه څو كتابونه (موخه يې د چل او دروغو سياست دى، نه د واكمنۍ ډول) وليكل. د پوځي جګړو د فن په اړه يې اووه كتابونه وليكل. د واده په اړه يو طنز، د ناسالمې زده كړې په اړه يو دوه نندارليكونه (نمايشنامې) او شهوت پاروونكي څو لنډ داستانونه هم د هغه ليكلي اثار دي. ماكياول په ځانګړي او عمومي ژوند كې اخلاقو ته بدلون وركړ. په سياست كې يې ځوانمردي زهر وګاڼه او په جګړه كې يې صداقت ته احمقانه نوم وركړ.

د نوموړي په وينا ”د جګړې په سياست كې ځوانمردي او رښتينولي بې مانا كار دى، ځكه په جګړه كې هر كار روا ګڼل كېږي“. كه دښمن وژنې، هڅه وكړه چې له څټ څخه يې په توره ووهې“. د (پاچا) په كتاب كې د هغه عقايد په څرګنده توګه تشرېح شوي دي. دا كتاب د حرص او ځانغوښتنې د عقايدو او اصولو يوه ټولګه ده.

ماكياول به تل د سزار بورژيا په ستاينه بوخت و او د(پاچا) په كتاب كې يې د هغه د ظلم او تېري ستاينه كړې اودا كار يې د بري يوه بشپړه بېلګه ياده كړې ده.

ماكياول د فلورانس نوي واكمن لورنزو دومديسي(Lorenzo de Medici) او نورو شاه زادګانو ته سپارښتنه كوله چې كه غواړي د تل لپاره بريالى حكومت ولري، نو د بورژيا لار دې تعقيب كړي.

ماكياول د خلكو له هوساينې او ښه ژوند سره مينه نه درلوده، بلكې خپل ټول پام يې د واكمنانو او شهزادګانو ځاني پرمختګ ته اړولى و.

د نوموړي (پاچا) كتاب په پنځلسمه او شپاړسمه پېړى كې د اروپا اخلاقي وضعه په ښه توګه معرفي كولاى شي.

په دې ځاى كې د ماكياول د عقايدو اصول په يو څو ټكو كې لنډوو، چې د پاچا د كتاب روښانه تصوير څرګندوي:

1. يوازې د خپلو ګټو او غوښتنو په هڅه كې واوسه.

2. له خپل ځانه پرته بل چا ته درناوى مه لره.

3. بدي وكړه، خو داسې وښيه چې د نېكۍ تكل لرې.

4. تمه ولرئ او هڅه وكړئ چې ډېره شتمني او ثروت ترلاسه كړئ.

5. كنجوس واوسه.

6. قهرجن او بېرحم واوسه.

7. تر هغه مهاله چې دې په وس پوره وي، چل او تېرايستنه زده كړه.

8. دښمنان له منځه يوسه او د اړتيا له مخې پر دوستانو هم زړه سوى مه كوه.

9. له خلكو سره په كړنلاره كې زورزياتى، تر نرمۍ او پوستوالي غوره وګڼه.

10. يوازې د جنګ جګړې په اړه فكر كوه.

اوس دا ټولې لارښوونې په لنډه توګه څېړو:


1. يوازې د خپلو ګټو او غوښتنو په هڅه كې واوسه:

ماكياول له اخلاقي پلوه ړوند و او نړۍ يې په واحده بڼه نه شواى ليدلاى. د هغه په اند د يوې كورنۍ دودونه، ستونزې او ربړې سره يو او شريكې نه وې. بلكې هغوى ته يې د ساده، تيت او توشپلو وګړو په توګه كتل. ماكياول باور درلود چې ظالمان او ستمګران بايد له ساده خلكو څخه د خپلو ځانونو لپاره ګټه واخلي او له دا ډول وګړو څخه غوره او پورته ګټه هغه وخت ترلاسه كېدى شي چې تل تر زجر او فشار لاندې وي. ځكه د ځنګله د قانون پر بنسټ كه هغوى تنګ نه كړې، نو وېره نه پېژني، حق له زورورو سره دى، له همدې كبله پياوړي بايد تل خپل قدرت په كار واچوي او د خپل ځان په ګټه او د بېوزلو پرضد يو لړ قوانين وضعه كړي. دا د كمزوري او ناتوان دنده ده، چې د پياوړي خدمت ته سرونه ټيټ كړي او د قوي امتياز دا دى چې يوازې د خپل ځان لپاره د خدمت په فكر كې وي.

Also on Fandom

Random Wiki