Fandom

Pashto Philosophy

محمد نادر ایوبي

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ښاغلې محمد نادر ايوبي د افغانستان يو له هغو روښان فكره سياسي، ادبي، جهادي او قدر وړ څېرو څخه ده، چې هر افغان بايد پرې ونازېږي. ښاغلې محمد نادر ايوبي د ارواښاد محمد سرور خان ايوبي زوى، د شهيد محمد ايوب خان لمسې، د جنرال تاج محمد خان د مېوند د غازي ( چې په خپله كورنۍ كې په حاجي نيكه يادېږي) كړوسۍ، او د شهيد يحيى خان پوپلزي كوسې، چېد د مور له پلوه هم وهغه مرحوم ته رسېږي. په خپل پلرني كور د كندهار د يحيى خان په كوڅه كې زېږېدلې دى.

زده كړې سمول

ښاغلي نادر ايوبي لومړني او منځني ښوونې په خان آباد، كابل او كندهار كې سرته رسولي، اوپه كابل كې د سوداګرۍ لېسې له بشپړولو څخه وروسته پوهنتون ته ورغې او په كال ۱۳۳۷هجري لمريز د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د دېپلوماسۍ له څانګې فارغ او په همدې كال د بهرنيو چارو په وزارت كې د مامور په ډول وټاكل شو. د اووه ويشتو كلونو په عمر (۱۳۴۲هجري لمريز) د احتياطي ظابطانو د مكلفيت دوره تېره كړه.

دندنې سمول

د مكلفيت له دورې څخه وروسته يې د بهرنوي چارو وزارت د ارشيف او فرهنګي، اقتصادي، وثاېق، شفر او د قونسلګرۍ په مديريتونو كې دندې ترسره كړي. د مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره په عربي، پاړسي، انګلېسي او اردو ژبو هم ښه پوهېده. په كال ۱۳۴۲ل واشنګټن كې د افغانستان په سفارت كې د اتاشي په توګه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د هارورډ پوهنتون د سياسي علومو له پوهنځي څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړ، او په همدې وخت كې د هاروډ پوهنتون د غوښتنې له مخې د هغه پوهنتون د ختيځ پېژندنې د څانګې لپاره د پښتو ژبې د زده كړې اساس هم د لومړي ځل لپاره كېښود. درې نيم كاله وروسته برېته وطن ته راستون شو. په كال ۱۳۴۹ل كې په قاهره كې د افغانستان په سفار ت كې د دويم سكرتر په توګه وټاكل شو. له دندې سره، سره يې د عربي ژبې او فقهې ځانګړې زده كړې وكړى. په ۱۳۵۱ل كال په هغه كانفرانس كې د افغانستان استازيتوب هم وكړ چې د اسلامي هېوادو نړېوال لومړني اسلامي بانك د پرانيستو لپاره جوړ شوې ؤ. په كال ۱۳۵۲ل كې د كوټې په ښار كې د افغان جنرال قونسل د كفيل په توګه ولېږل شو، مګر د سردار داود خان د كودتا له امله مخكې لدې چې خپلې دندې ته ورشي، په تهران كې د افغان سفير د لومړي سكرتر په توګه وټاكل شو. په ۱۳۵۶ل كال تهران كې جوړېدونكي د اسيايي هېوادونو د كار د وزيرانو په كانفرانس كې د خپل هېواد رسمي استازيتوب وكړ. هلته يې ۵كاله دنده ترسره كړه. په وطن كې د دويمې كودتا له كېدو سره سمدلاسه خپله استعفى ليك وړاندې كړ او له رسمي دندو څخه يې ځانوژغوره. څه موده وروسته د امريكا متحده ايالتونو ته مهاجر شو اوخپل ورځينيو چارو ته يې مخ واړاوه. ښاغلې ايوبي صېب په امريكه كې له آرام ژوند تېرولو سره، بيا هم خپل كړېدلې ولس هېر نه كړ، او د غازي صوفي حاجي محمد نعيم ايوبي سره يې چې د كوټې په ښار كې يې د (الجهاد) په نامه يو لوى روغتون درلود خپلې هراړخيزه مرستې ونه سپمولې. دارنګه يې نورې ښوونيزه، روزنيزه ټولنې جوړې او د افغان بچيانو له حال احوال څخه يې ځان خبراوه. د افغانستان دننه يې هم روغتيايي څانګې پرانيستې ترڅو د ټپي مجاهدينو درملنه هملته د لومړنوي مرستو په توګه ترسره شي. ښاغلي ايوبي د خپل ژوند لويه برخه په مسافرتونو كې تېره كړې. د نړۍ د ولسونو، اديانو، مذهبونو، عرف او عاداتو قوانينو او ټولنيزه حالاتو د پېژندنې سره ډېره مينه لري. چې ددې كار لپاره يې هم ډېر ملكونه له نظره تېر كړي. ښاغې ايوبي نن سبا د امريكې په ورجېنيا په ايالت كې استوګنه لري.

ليكنې سمول

ښاغلي ايوبي په سياسي، اقتصادي، ادبي، فلسفي، تاريخي، تصوف او اسلامي موضوعګانو كې ډېرې په زړه پورې ليكنې كړي، چې لسګونو ته رسېږي. هغه ليكنې چې د چاپ په جامه پسولل شوي دي:

  1. سيپن او مرغلره ( پښتو داستان)، د كندهار دطلوع افغان په ورځپاڼه كې په پرله پسې ډول چاپ شوې.
  2. سياسي نظريات (دوه ټوكه) د كندهار د مطبعې چاپ.
  3. اقتصادي نظريات (درې ټوكه) د كندهار او هلمند د مطبعو چا.
  4. اسلام، چې پر پېنځو كتابو (حقوق، سياست، اقتصاد، تصوف، او فلسفې) مشتمل دى. د كوټې چاپ.
  5. (دوي څوك وه): په كوټه كې چاپ شوې.
  6. عرفان: په لاهوركې چاپ شوې.
  7. داقتصادي نظياتو كتاب چې په درې ټوكه ؤ، د ځڅينو اصلاحاتو وروسته د دويم ځل لپاره په يوه ټوك كې له لاهور څه خپور شو.
  8. فلسفه، د كوټې خپور شوې اثر چې د فلسفې په اړه هراړخيزه څېړنه ده.
  9. ا افريقا جغرافيايي، تاريخي او ټولنيز مساېل، ناچاپ اثر.
  10. د انسان ستونزې (ناچاپ).
  11. علم او ايمان (ناچاپ).
  12. د تاريخ ځينې هېرې شوې پاڼې (ناچاپ).
  13. د حق او باطل تاريخي سېر (ناچاپ)


اخځليكونه سمول

Also on Fandom

Random Wiki