Fandom

Pashto Philosophy

ولټر او د هغه د خندا پېښه

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

ولټر او د هغه د خندا پېښه

(۱۷۷۸_۱۶۹۴م كال)

معاصرينو يې ورته ”خندان فيلسوف“ ويل او ولټر(Voltaire) څرګندونې كولې: ”خاندم، د دې لپاره چې له ځانوژنې څخه ډډه وكړم“.

هغه مهال د خلكو د ناخوښۍ لپاره ډېر لاملونه وو، نېستۍ، ناسموالي، يرغل، حرص او تمې، تعصب، عياشۍ، خرافاتو او جنګ- جګړو پر ټوله سيمه واكمني درلوده. شازادګانو به د خپل ژوند د جلال او ناز بيه د بزګرانو په دردناكو زورونو پرې كوله. ديدرو (Diderot) د غوره ژوند يو پيغام راوړونكى، زموږ د سترګو په وړاندې د څوارلسم ”لويي“ هغه ماڼۍ چې پلار ته يې جوړه كړې وه انځوروي:

”زوړ پاچا ماڼۍ ته ګوري، خپل سر ښوروي او وايي: زويه ته رښتيا وايې ښكلې ماڼۍ ده خو زړه مې غواړي چې د ګونس (Gonesse) د بزګرانو جونګړې هم ووينم، كه پوهېده چې په دې هېواد كې د دې لويې او ښكلې ماڼۍ په څلورو خواوو كې تر اسمان لاندې بزګران پر پروړه (بوسو) ويدېږي او په زيار خواړه پيدا كوي، څه به يې ويل؟“.

د ولټر رښتينى رنځ له دې څخه پيدا كېږي چې تصوير ته له دواړو لورو ګوري او د همدې اروايي درد او رنځ له منځه خاندي. هغه د فرانسې په دربار كې خپل ځان د غيررسمي ”ټوكمار“ په توګه جوړ كړى و، د انګرېز ليكوال چسترتون (G.K. Chesterton-۱۸۷۴-۱۹۳۶م كال)خبره پرځاى ده چې وايي ټوكماران جدي خلك دي، دوى خپل قهر او غوسه تر خپلې زهرلړلې خندا لاندې پټوي.

(۲)

د ولټر له شور او ځوږه ډكه خندا، د نړۍ له خرافاتو، بنسټپالنې او د پاچايانو له الهي حقونو څخه پاكه او ليرې وساتله. كومه دنده چې روسو پر غاړه اخيستې وه، ولټر په بدګومانۍ او بدبينۍ سره د كمال حد ته ورسوله.

شپاړسم لويي مخكې تر دې چې پانسي (غرغره) شي، د روسو او ولټر د كتابونو په اړه يې وويل: ”دوى دواړه د فرانسې د تباهۍ لامل شول“ او موخه يې دا وه چې په فرانسه كې يې د ظلم او تېري د حكومت ټغر ټول كړ.

د انسان د خپلواكۍ لپاره د ولټر هڅه هم د روسو په څېر په ګرانه بيه ورته پرېوتله. په دې لار كې يې توهين او سپكاوى وليد، تبعيد شو، زندان ته ولوېد، كتابونه يې ضبط شول، خپله روغتيا يې له لاسه وركړه، څو ځله تر بريد لاندې راغى او ژوند يې په خطر كې ولوېد. خو ده دا ټول خطرونه او ستونزې د هغو ميكروبونو د وژلو لپاره په ځان ومنلې، چې د نړۍ روغتيا ته يې ګواښ پيدا كړى و.

ډنماركي كره كتونكي جرج برانډز (Georg Brandes 1842-1927)ويلي دي: ”هغه په خپله خندا هم خپل ټپونه سره وروستل او هم يې د خپل عصر د حماقتونو درملنه كوله“.

اوس به له ښاغلي فرانسوا ماري اروئه (Francois Mari Arouet) څخه چې د ولټر رښتينى نوم دى، د دوك دوسولي (Duc De Sully) په ماڼۍ كې له نژدې څخه وګورو.

په دې ځاى كې د هغه په وياړ يوه مېلمستيا جوړه شوې ده. ولټر په دې وروستيو كې د هنري ناوار(Henry Navarre) د ژوند په اړه يوه حماسي منظومه خپره كړې، چې له دې امله يې ستر برى ترلاسه كړى دى. تر اوسه د چيچك د ناروغۍ تر يرغلونو لاندې دى او نه شي كولاى چې په بشپړه توګه په خپلو پښو ودرېږي، خو د ژبې تېغ يې د تل په څېر تېره او غوڅوونكى دى.

د هغه بې پروا ژبې د باسټيل په زندان كې يوه دوره بند ورته اخيستى و. خو اوس هغه وګړي چې دى يې زندان ته اچولى و، د مېلمنو په ډله كې ناست وو. څېرې يې له كركې ډكې وې او د ولټر نېش وهونكې خبرې يې اورېدلې، چې ويل يې: ”زما دنده دا ده هغه څه چې فكر كوم، په ژبه يې راوړم“ او دا كار د پنځلسم لويي په واكمنۍ كې يوه خطرناكه سوداګري وه. د شواليه روهان (Chevalier de Rohan) په نامه يوه كس- چې د سلطان نژدې ملګرى و، څو ځله يې هڅه وكړه چې ولټر تر سر ونيسي او ويې ځوروي، خو ولټر وخت ورنه كړ او په پاى كې يې ميدان ورڅخه يووړ. په دې كار د شواليه د زغم كاسه نسكوره شوه او په غوسه يې وويل: ”دا ځوانكى څوك دى چې جرئت يې كړى له موږ سره توندې خبرې وكړي؟“.

ولټر له ځنډ پرته ځواب وركړ: ”هغه، هغه څوك دى چې پر خپل نوم وياړي او په خپل ځان پورې يې د كوم لوىاو مقام لرونكي شخصيت نوم نه دى ليكلى“.

د ولټر دا خبره شواليه ته ګرانه تمامه شوه او له هغه څخه يې د ځان د خلاصون لپاره مجلس پرېښود.

خو دا يوازې لومړۍ صحنه وه. ولټر څو ورځې وروسته بيا په هغه ماڼۍ كې و، چې يو نوكر راغى او ورته ويې ويل چې دباندې يو څوك غواړي له تاسو سره خبرې وكړي، كله چې ولټر له ماڼۍ څخه ووت، يوې ډلې مزدورانو پر هغه يرغل وروړ، شواليه چې په خوشحالۍ سره يې د پېښې ننداره كوله، چيغې يې وهلې: ”ښه يې ووهــئ، خو پام مو وي چې پر سر يې وار ونه كړئ، ځكه اوس هم كېدى شي چې له هغه څخه كوم ښه شى دباندې راووځي“.

ولټر په داسې حال كې چې ژبه يې بندېدله، په نيم ځان له هغه ځايه وتښتېد او ماڼۍ ته ننوت، ولټر غوښتل چې له دوك سولي او د هغه له ملګرو څخه وغواړي چې له ده سره د پوليسو ماموريت ته لاړ شي، خو هغوى يوازې ورپورې وخندل. ولې پر يوه داسې شاعر سره زړه سوى وكړي، چې د يوه لوړ مقامه انسان له خوا يې وهل خوړلي دي؟

په بله ورځ يې ولټر شواليه روهان ته د مخامخ مبارزې بلنه وركړه، خو روهان ووېرېد او د خپل تره له زوى څخه يې چې د پوليسو مشري ورترغاړې وه، مرسته وغوښتله.

ولټر ونيول شو، د باسيل زندان ته يې ولېږه. وروسته يې ازاد او انګلستان ته يې تبعيد كړ او هغو اصيل توكمو فرانسويانو د دې صحنې په ليدلو سره د زړه له كومې وخندل.

تر دې نېټې وروسته ځوان فيلسوف تصميم ونيوه چې په خپله حربه د هغوى پرضد جګړه وكړي: ”زه به هغوى ته وروښيم چې په موږ كې كوم يو غوره او په لوړ غږ خندلاى شي!“.

(۳)

ولټر انګلستان ته د تبعيد پر مهال دوه دېرش كلن او له هره پلوه يې د انګرېزۍ ژبې د زده كړې لپاره چمتووالى درلود. نوموړي انګرېزي ژبه په ښه توګه زده او هغه يې په پاريسۍ لهجه او د فرانسوي ژبې په ادبي ګاڼه لا ښكلې كړه.

ويل كېږي چې يوه ورځ يوې ډلې خلكو چې د هغه پرديوالى يې نه خوښېده، پر ولټر يرغل وروړ، ولټر پر يوه څوكۍ وخوت، خپل لستوڼې بډ وهل او ويې ويل: ”زما زړورو ملګرو! هيله لرم چې له ما سره پسته كړنلاره غوره كړئ، ايا زما لپاره دا بدمرغي بس نه ده چې نه په دې هېواد كې زېږېدلى يم او نه هم انګرېز يم؟“.

خلكو د لاسونو په پړكولو دى وستايه او ولټر يې د هغه تر كوره پورې په خپلو اوږو يووړ.

ولټر له انګلستان سره مينه درلوده: ”دا يو داسې هېواد دى چې اوسېدونكي يې په خپلواكه توګه فكر كولاى شي او له ازار رسولو څخه خوندي دي“. هغه په ډېره مينه د پوپ (Pope 1688-1744 انګرېز شاعر او فيلسوف)، اډيسون (Addison 1719-1772)، كنګرو (Congreve 1670-1729 انګرېز كومېډي ليكوال) او سويفت (Swift 1667-1745 ايرلېنډى شاعر)تاليفات ولوستل: ”په دې هېواد كې هغه خلك ژوند كوي چې د هغه څه په اړه چې مينه ورسره لري، خبرې كولاى شي“.

ولټر د انګلستان پر تمدن زړه بايلود او په مينه يې په غېږ كې ونيو. د فرانسيس بېكن فلسفه يې ستايله او خپلو نيمګړتياوو ته يې پام نه كاوه. د انګليسي ”كويكر پانو“ له ډلې سره چې د مسيحي ملتونو يووالى يې غوښت، مينه درلوده، خو د دولت له خوا يې د هغوى نيول او محاكمه كول له نظر څخه ليرې ساتل. له پرديو سره د انګرېزانو مينه ناكه كړنلاره چې دغه هېواد ته به نوي ورتلل- خوښوله، خو د هغوى دښمنانه كړنلارې يې په امريكا كې د خپلو تربرونو په وړاندې نه ليدله.

خو له دې ټولو سره بايد ووايو چې حق له ولټر سره و او انګرېزانو له خپلواكۍ سره مينه درلوده. هغه مهال انګرېزان د فرانسې په پرتله، يو خپلواكه هېواد ګڼل كېده او د خلكو له استازو څخه د جوړ مجلس خاوند و. په سياسي كارونو كې معتدل و او د زغم وړتيا يې لرله. شرافت او صداقت واكمني او قانون د كمزورو خلكو پلوي كوله.

ولټر له سويفت سره وكتل او هغه يې يو طنزويونكى او د ده په زړه برابر ليكوال وموند. د نيوټون د جنازې په مراسمو كې يې برخه واخيستله او د خلكو درناوى يې د هغه لوى پوه په وړاندې وليد، چې پر ولټر يې ژور اغېز وكړ او ويې ليكل: ”...څه موده مخكې څو تنو منل شويو وګړو پر دې بحث سره كاوه، چې د سزار، سكندر، ګوډ تېمور او كرمول ترمنځ كوم يو لوى او د لوړ مقام خاوند دى؟ يوه تن وويل: ”بې له شكه اسحق نيوټون تر ټولو غوره دى، حق هم له هغه سره و، ځكه دې لوى انسان زموږ اروا د حقيقت له توان سره اشنا كړه، هغه چا ته ژور درناوى لرو، چې په زور او جبر خلك دېته نه اړ باسي چې د هغه غلامي وكړي“.

ولټر په انګلستان كې د خپلواكۍ او استقلال د ستاينې لپاره يو لړ ليكنې وكړې او بيا يې په ”فلسفي ليكونو“ نومي كتاب كې سره راټولې كړې او دا يادښتونه د اور هغه بڅركي وو، چې د فرانسې د انقلاب د اور شغلې يې لوړې كړې.

ولټر تر درې كلن تبعيد وروسته، خپل هېواد ته ورستون شو. هلته يې د څه مودې لپاره په پټه ژوند وكړ او په پاى كې يې حكومت ته يو ليك وليكه او له چارواكو څخه يې ”د خپل كار د دوام“ غوښتنه وكړه. دا اجازه په دې شرط وركړل شوه، چې ژمنه به كوي ”چې په نړۍ كې به پر منل شويو نظامونو او مقرراتو“ يرغل نه وروړي. ولټر ژمنه وكړه او پاريس ته لاړ، خو ډېر ژر يې هېر كړل، چې بايد خپله ژبه په خپل تالو كې وساتي.

(۴)

كه څه هم ولټر ناروغ نړۍ ته راغى او په ټول عمر كې كمزورى، رنځور او ناتوانه و، خو په خپلو ناارامه فعاليتونو يې نړۍ ولړزوله او له يوه ځايه بل ځاى ته، له يوې عقيدې بلې عقيدې ته او له يوې خطا بلې خطا ته ولېږدول شو. د مېړه لرونكو مېرمنو په وړاندې يې د كمزورۍ احساس كاوه، خو تر ډېره يې له هغوى سره اروايي تړون درلود، نه جسمي. په داسې دوره كې چې عمومي اخلاق په توندۍ سره خراب شوي وو، يوې ښځې ته دا عادي خبره وه، چې يو خاوند دې ولري او دوه فاسقه خاوندان د ژوند د اسانتياوو لپاره. لومړى فاسق د اروايي ارامتيا لپاره او دويم فاسق جسماني غوښتنو ته.

ولټر لا ډېر عمر نه درلود، چې ”د زړه غوښتنو“ ته يې سر ټيټ كړ. له انګلستان څخه په راستنېدو يو بشپړ استاد ورنه جوړ شوى و او له ښځو سره د هغه مينه، په تېره بيا هغو ښځو سره، چې په ټولنه كې د بدكارو په نوم پېژندل شوې وې، نوموړي ته يولړ ستونزې پيدا كړې. داسې يوه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې په پاريس كې د ولټر له مېشتېدنې دوه كاله تېر شوي وو.

د ادرينه لوكو ورور(Adrienne Le Courereur) په نوم يوه مېرمن، چې د تياتر لوبغاړې وه او ولټر زړه ورپورې تړلى و، مړه شوه. كليسا غوښتل چې د هغي جسد د نورو فاسدو وګړو په څېر د سن د رود پر غاړه په ډېره عادي توګه خاورو ته وسپاري.

ولټر په يوه منظومه كې دا عمل په توندۍ سره وغانده او يوځل بيا تر ګواښ لاندې شو، خو مخكې تر دې چې ونيول شي، په نورماندي كې پروت يوه كلي ته وتښتېد.

وروسته تر هغه يې ”يو بل داغ“ پر ټنډه ووهل شو. د ولټر د ”فلسفي ليكونو“ كتاب د هغه د خوښې پرخلاف د خپرندوى له خوا په ناسمه توګه چاپ او خپور شو. دې كتاب به د ولټر په وړاندې د خلكو كركه زياتوله.

دا كتاب د قضايي واكمنانو په حكم، ”چې ښېګڼه او د مذهب، اخلاقو او د مجربه قوې پرضد دى“، د ماڼۍ په غولي كې وسوځل شو او د كتاب له سوځېدو سره سم د ليكوال لپاره د تبعيد يو بل حكم صادر شو.

ولټر دا حكم هم په خپله معمولي بدبينۍ سره ځواب كړ او د مېرمن ماركيز دوشتله(Marquise de Chatelet) په غوښتنه له هغې سره وتښتېد او په سيري(Cirey) كې يې د هغې ماڼۍ ته پناه يووړه. دا ماڼۍ د لورن(Lorraine) په ښار كې چې د فرانسې پولې ته نژدې و، ولاړه وه.

له همدې امله ولټر ته اسانه وه چې د څارنې پر مهال په اسانۍ سره تر سيند پورې واوړي.

په دې ځاى كې ولټر له خپلې معشوقې سره پوره څوارلس كاله ژوند وكړ. هغه دوره چې د فرانسې په فكري تاريخ كې ډېره ځلېدونكې وه.

مېرمن دوشتله د يوه نظامي سړي ښځه وه او هغه مهال چې ولټر د هغه نظامي كس مېرمن او ماڼۍ په واك كې لرله. نظامي له خپلو سرتېرو سره په سفر كې و او د خپلې ښځې په وړاندې هم بې تفاوته و. ښځې يې يوه نظامي سليقه نه، بلكې له فيلسوف سره مينه خوښوله. دې مېرمنې چې د لاتيني ژبې په زده كړه بوخته وه، په رياضياتو كې يې هم ځلېدونكې پوهه درلوده او په خپلې غيرعادي ښكلا سره د ولټر لپاره يوه ښه ملګرې ګڼل كېده. خو دا نژدېوالى بې شور او ځوږ او جنجال هم نه و. په هغو اختلافاتو كې به چې د دې دواړو له هيجانه ډكو ارواوو ترمنځ ترسره كېدل، كله ناكله به كار ښكنځلو ته هم ورسېده، دوى دواړو د هغې جايزې كانديدان ګڼل شوي وو، چې د علومو پوهنځي او د طبيعت د څېړنې لپاره دوى ته ځانګړى كړې وه. خو په پاى كې ماركيز دوشتله دا جايزه خپله كړه او ولټر يې نهيلى كړ.

خو له دغو ټولو جنجالونو سره سره بيا هم يو بل ته ګران وو او تل به يې د يو بل ستاينه كوله. دواړه به په ګډه سره په يوه كيمياوي ازموينځي كې چې په سيري كې يې جوړ كړى و، كار كاوه. ماركيز هغه ته ”د فرانسې د غوره زېور“ لقب وركړى و او ولټر ويل چې ”هغه يو لوى انسان دى، خو يوازې يو عيب لري، هغه دا چې ښځه ده“ دوى خپل پناه ځاى د تښتېدلو ارواګانو مېشتېدنې ته چمتو كړى و. په دې ځاى كې به يې په پټه خصوصي مېلمستياوې او نندارې جوړولې. دلته به د ادبياتو، علم، فلسفې، سياست او سندرو په اړه تاوده بحثونه كېدل. ولټر په دې ښار كې د يوشمېر فلسفي رمانونو په ليكلو بريالى شو، چې هر يو يې د حكمت او پوهې جوهر ګڼل كېږي. دا تاليفونه د څومره والي او څرنګوالي له پلوه دومره پياوړي وو، چې ملګري يې ورته حيران وو.

ولټر نژدې ۹۹ ټوكه كتابونه وليكل. دا په خپله د دې نړۍ له اسرارو څخه ډك ګڼل كېدى شي، چې څنګه يو كمزورى انسان په دې وتوانېد، چې په يوازې توګه دومره لوى خو ستونزمن كار ته اوږه وركړي. ښايي په دې كار كې د هغه سركشه او ځلېدونكې اروا هغه ته توان او زړورتيا وربخښلې وي، نه د هغه كمزوري جسم. ويل يې: ”بايد هڅه وكړو، هغه اور چې خداى زموږ په تن كې امانت ايښى دى، تل يې روښانه وساتو“.

ولټر له خنډ پرته كار كاوه. كله به يې د ورځې تر ۱۵۰۰۰ زيات توري ليكل او د شپې له خوا به يې خپلو ملګرو ته په لوړ غږ ويل:

ښه به وي كه په سيري كې، د هغه په يوه مجلس كې ګډون وكړو او د هغه خبرو ته چې ترخه حقايق په شوخو او زړه وړونكو حركاتو تمثيلوي، غوږ كښېږدو.

ډنګره څېره يې چې په عين حال كې تازه ده، د خولې د دواړو خواوو حيرانوونكې ژورې، عصبي او لړزانده لاسونه او نڅاګرې سترګې يې د ليدونكو پام ځان ته ورجذبوي. هره برخه په خپلو ځانګړو حركتونو سره انځوروي. ته وا له موره لوبغاړى زېږېدلى دى، چې پاكه اروا- شيطاني بدبيني او بدګوماني يې سره راټوله كړې ده.

اوس د ”معصوم“ په نوم د خپل يوه وروستي داستان په لوستلو بوخت دى. دا كتاب يو زړه وړونكى طنز دى، چې د مذهبي خرافاتو په اړه ليكل شوى. په حقيقت كې دا يوه ډله وحشي امريكايان دي، چې په اصل كې هماغه د روسو ”اصيل وحشيان“ دي چې پاريس ته راغلي دي. كشيش د وحشي په لاس كې د انجيل كتاب ږدي او دا د دې لپاره چې هغوى په ديني مراسمو پوه او د مسيحيت دين ته يې راوبولي. وروسته د ختنې (سنتېدو) او د تعميد د غسل په اړه پوښتنې كوي، چې: ”ما ستاسو په سپېڅلي كتاب كې داسې څوك ونه موند، چې سنت شوى نه وي“. هغه ته توضېح وركوي، خو بيا هم هغه ته قناعت نه وركوي چې د يوه ښه مسيحي لپاره اوس مهال يوازې د تعميد غسل لازم دى.

هغه د راتلونكو مراسمو تر سره كولو ته چمتو كېږي. د كشيش په وړاندې پر خپلو كړو ګناهونو اعتراف كوي او كله چې يې اقرار پايته رسېږي، كشيش يې د توبې پرځاى، پر څوكۍ كښېنوي او وايي: ”اوس نو ستا وار دى، ځكه په انجيل كې ويل شوي دي چې موږ بايد خپلې ګناوې يو بل ته ووايو“.

ولټر په دې توګه په خپلو حكايتونو او روايتونو كې دانجيل د زده كړو او د خلكو د بېلابېلو كړنلارو ترمنځ مسيحيت توپيرونه روښانوي.

په بله شپه د يوه بابلي فيلسوف (زاديك) د ژوند كيسه يادوي، چې: ”هېڅوك هم د هغه په كچه د ژوند د اسرارو په اړه چې په خپله يو بې ارزښتنه څيز دى او د هېڅ حكم لري، ډېر نه پوهېږي“ له يوې شازادګۍ او يوې كليوالې پېغلې سره مينه كوي، خو دواړه يو ډول، له مينې او محبت څخه تش او له چل او دوكې څخه ډكې ويني. د بابلي فيلسوف پېښې غوښتونكي كړنلارې هغه د نړۍ ټولو برخو ته وركاږي او له هر ډول نارينه او ښځو سره يې مخامخوي.

Also on Fandom

Random Wiki