Fandom

Pashto Philosophy

څښتن تعالی

106pages on
this wiki
Add New Page
خبرې اترې0 Share

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

څښتن تعالى (په هغه ډول چې اسلام يې راپېژني)


د اسلامي دعوت بنسټيزه ستن په يو لمانځنه ولاړه ده، او د رېښتوني څښتن او د نړۍ پينځوونكي په پېژندنه كې، چې هغه ډول يې ولمانځو، او ويې پېژنو، هغه څښتن چې له هر ډول خرافاتو، موهوماتو، له هرډول افسانو، خيالي كيسو او اساطيرو له هر ډول ككړتيا او ناتوانۍ څخه پاك، ساده، او ټولو ته د پوهېدو وړ.

دا په اصل كې د بشري فكر و نظر لپاره يو ستر خدمت دى، د خلكو د عقل و پوهې د لارښوونې او د انسانانو څښتن ترلاسه كوونې فطرت ته لارښوونه.....

او له دې څخه پرته دا به هم وګورو چې سپېڅلې يووالې د نړۍ ليد او د اسلام د ټولنيزې او اخلاقي فلسفې بنسټ دى.

دټولو څښتن

هغه څښتن چې اسلام يې راپېژني، او خلك د هغه لور ته رابولي، (رب العالمين) دى، يانې د ټولو نړېوالو پينځوونكې او د هغوي ټولواك او اختيار لرونكې. پدې ډول: هغه ټول محدوديتونه چې د مذهبي او فلسفي ښوونځيو لارويان يې د خپلو څښتننانو په اړه لرل له منځه ځي، د مثال په ډول: يهود ځانته ملي او ولسي څښتن لري، يانې چې كه څه هم په اصل كې د يهودو دين د يووالي او څښتن لمانځې دين دى، خو له دې سره، سره دوي، د يَهوَهَ په نامه ځانګړې څښتن لري، يهود پدې ګروهه دي، چې يهوه يواځې او يواځې د همدوي څښتن دى او بس. د هغه لطف و كرم او پام يواځې د همدوي لپاره دى. نو پدې توګه بايد نور ملتونه او نژادونه د بل څښتن په لټه كې شي.

Also on Fandom

Random Wiki