ابو يوسف يعقوب كندي لومړنې مسلمان فيلسفو دى. په سوېلي عربو كې د اوسېدو له وجې په (فيلسوف العرب) باندې هم پېژندل كېږي.
دده د پيداېښت په اړه تاريخ كومه كره نيټه نده ښودلې. خو داسې انګېرل كېږي، چې د نهمې زېږدې پېړۍ په نيمايي كې د كوفې په ښار كې زېږېدلې وي. دا خبره هم مالومه ده، ېچ دې د عباسي واكمن مامون الرشيد په پير كې ژوند كاوه، او د المتوكل باالله تر مړينې هم ژوندې و.
thumb|left|px300
ليكنې[]
تركوم ځايه چې د كندي د ليكنو خبره ده، ده په مختلفو علومو لكه، فلسفه، منطق، هندسه، شمېرپوهنه، ټنګټكور، ستورپېژندنه، رنځپوهنه، جدل او سياستپوهنه كې بې شمېره ليكنې كړي او بې شمېره كتابونه يې په پوهنيز ميراث كې پرېښي، چې ددې كتابونو يو اوږد لړليك ابن ابي اسبيعه او ابن نديم په خپلو كتابونو كې راوړي دي. ددې كتابونو وېشنه يې په لاندې توګه كړې:
- فلسفه ۲۲ كتابونه
- ستورپېژندنه ۱۹ كتابونه
- جدل ۱۶ كتابونه
left|thumb|pix230
left|thumb|pix350
دا هم وګورئ[]
- اسلامي پوهان
- اسلامي ساينس
- د عربو ساينسپوهانو او عالمون لړليك
بهرنۍ تړنې[]
Template:Commons
- Template:MacTutor Biography
- Al-Kindi — Famous Muslims
- Al-Kindi's website — Islamic Philosophy Online
- Template:Sep entry
- Template:DOClink - Three texts by Al Kindi in the Islamic Philosophy section
Template:Islamic philosophy Template:Islamic mathematics